دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت (۹) – د ناروغ د پوښتنې ثواب او اداب

لیکوال: حامد افغان

د ناروغ د پوښتنې ثواب او اداب

امام ابوحنیفه رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي ته وایې: ستا له وروڼو چې کوم یو ناروغ شي پخپله یې پوښتنې ته وورځه او خپلو کسانو ته وایه چې له هغه سره مرسته وکړي، او که کوم یو غایب شي پخپله یې د حال پوښتنه کوه.

امام رحمه الله خپل شاګرد ته په تاکید سره وایې چې پخپله د ناروغ پوښتنه کوه، ځکه د ناروغ پوښتنه د هغه حق ده او د ناروغ پوښتنه لوی عبادت دی، په دې اړه یو څه تفصیل ته ښکته کیږو او د ناروغ د پوښتنې ثواب او اداب د حدیثو په رڼا کې را اخلو، ناروغي طبعاً انسان کمزوری کوي او خپه کوي په داسي حالت کې د هغه پوښتنه د هغه د خوشالي او د اسلامي ورورولۍ د احساس لامل ګرځي او په دې د هغه دردونه او غمونه کمیږې.

د سلفو علماو رحمهم الله عادت و چې کوم ملګری به یې څه موده ونه لید د هغه پوښتنه به یې کوله، که به هغه چرته تللی و دعاوې به یې ورته کولې، او په کوروالو به یې پام کاوه، که په ځای به و پوښتنې ته به یې ورتلل او که ناروغ به و د ناروغي پوښتنه به یې کوله، اأعمش رحمه الله وایې: که زموږ ته مجلس به دری ورځې کوم یو رانغی د هغه پوښتنه به مو کوله که ناروغ به و پوښتنې ته به یې ورتلو، ځکه دوی ته معلومه وه چې دا د یوه مسلمان په بل باندي حق ده.

د مسلمان حقوق

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: د یوه مسلمان په بل باندي شپږ حقوق دي، چا ورته وویل: هغه څه شی دي يارسول الله؟ ده ورته وویل:

1)که ورسره مخامخ شې سلام به ورته کوې،
2) کله دي چې وبولي دعوت به یې منې،
3)که نصیحت وغواړي نصیحت ورته وکړه،
4)که وپرنجي او “الحمدلله” ووایې “یرحمکه الله” ورته ووایه،
5) که ناروغ شي پوښتنه یې وکړه،
6) که ومري جنازې هجنازې یې ورشه.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ:حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ سِتٌّ : قِيلَ : مَا هِيَ يَا رَسُولَ اللهِ ؟ قَالَ : إِذَا لَقِيتَهُ فَسَلِّمْ عَلَيْهِ ، وَإِذَا دَعَاكَ فَأَجِبْهُ ، وَإِذَا اسْتَنْصَحَكَ فَانْصَحْ لَهُ ، وَإِذَا عَطَسَ فَحَمِدَ اللهَ فَشَمِّتْهُ ، وَإِذَا مَرِضَ فَعُدْهُ ، وَإِذَا مَاتَ فَاتْبَعْهُ. أخرجه أحمد 2/372(8832) و”البُخاري” في “الأدب المفرد” 925 و”مسلم” 5702.

په بل روایت کې د مسلمان حقوق پنځه یاد شوي دي چې په هغو کې د نصیحت غوښتنې خبره نده راغلې او نور پنځه په کې راغلي چې د ناروغ پوښتنه هم په کې ده: رَدُّ التَّحِيَّةِ ، وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ ، وَشُهُودُ الْجِنَازَةِ ، وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ ، وَتَشْمِيتُ الْعَاطِسِ إِذَا حَمِدَ اللهَ ، عَزَّ وَجَلَّ. أخرجه و”أحمد” 2/332و”البخاري” في “الأَدب المفرد” 519 و”ابن ماجة” 1435 .

د یوه بل روایت په یوه برخه کې رسول الله صلي الله علیه وسلم په اوو شیانو امر کړی ده: وَأَمَرَ بِسَبْعٍ : عِيَادَةِ الْمَرِيضِ ، وإتباع الْجَنَائِزِ ، وَتَشْمِيتِ الْعَاطِسِ ، وَرَدِّ السَّلاَمِ ، وَإِبْرَارِ الْمُقْسِمِ ، وَنَصْرِ الْمَظْلُومِ ، وَإِجَابَةِ الدَّاعِي.أخرجه أحمد 4/284(18698) و”البُخَارِي” 2/90(1239). یعني د نارږغ پوښتنه، جنازه کول، پرنجیدونکي ته ځواب، د سلام ځواب، د قسم کوونکي قسم په ځای کول، د مظلوم مرسته او میلمستیا ته حاضریدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x