نظــر

له افغانستان څخه دامریکایی ځواکونو دوتلو اصل مقصد

americans_withdraw_from_afghanistan(نن ټکی اسیا جولایی ۲۰۱۱/۰۷/۰۳)تیره میاشت دامریکي داولسمشر بارک اباما له هغه اعلان څخه وروسته چي له افغانستان څخه به امریکایی ځواکونه باسي، په عین حال کی دامریکي دبهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن دامریکي دسنا ومجلس ته په خبروکي وویل ترڅو پوري چي پاکستان په خپل هیواد کي دترهګروپه خلاف یومخي عملیات پیل نکړي، دامریکي حکومت به له پاکستان سره فوځي مرسته بنده کړي.

کلنټن په خپلو خبرو هغوټکو ته په څرګنده سره اشاره ونکړه کوم چي امریکا یی له پاکستان څخه هیله لري، همدارنګه د امریکي دسنامجلس دبهرنیو چارو دټولني رئیس جان کیري داباما دهغه پریکړي تود هرکلي وکړ چي له افغانستان څخه به امریکایی ځواکونه راباسي، نوموړي زیاته کړه اصل مشکل په افغانستان کي نه بلکه په پاکستان کي دي، اوس وخت راغلي دي چي هغه سیمي ته پاملرنه وشي له کومه ځایه چي مشکل راپورته کیږي.

نوموړي زیاته کړه دپاکستان له لوری څخه دراپیښیدونکو خطرونو لپاره لاډیرکارپاته دی، ولسمشر اباما هم کله چي یی له افغانستان څخه دځواکونو دایستلو اعلان په ډاګه کاوه پاکستان ته یو واربیا مخ ورواړاوه نوموړي زیاته کړه ترڅو پوري چي زه دامریکی اولسمشر یم په پاکستان کي به دویره اچونکو ځالی برداشت نکړم.

تیره ورځ په افغانستان کی دبهرنیو ځواکونو لپاره نوي ټاکل شوی قومندان (امریکایی جنرال) هم زیاته کړه چي نژدي راتلونکي کی به امریکا دپاکستان په قبایلي سیموکي خپلو بریدونوته زورورکړي.

شنونکي وایی دامریکایی چارواکو له پورته ذکرشویو څرګندونو څخه دامریکایانو اصلي ارادي ورو ورو راڅرګندیږي، هغه داچي له افغانستان څخه دامریکایی ځواکونو دایستلو له اعلان څخه وروسته به دپاکستان لپاره نوی خنډونه اومشکلات راپورته شي، ځکه چي امریکایانو نور دپاکستان په اړه خپل بارو اواعتماد له لاسه ورکړی دی، اوداسي مالومیږي چي امریکابه له پاکستان سره دترینګلو اړیکو په نتیجه کي دپاکستان ایټمي زیرمو ته نه جبرانیدونکي تاوان ورسوي.

له بله لوري امریکایی اونورو لویدیځو هیوادونو په وارسره داخبره کړیده چي په هیڅ یو اسلامي هیوادکی ایټمي طاقت نشي زغملی.

دامالومه خبره چي پاکستان یواځیني اسلامي هیواد دي چي ایتمی سرګولولی لري، او دامریکایی ځواکونو له افغانستان څخه له وتلو وروسته به دامریکایانو پام ارومرو دپاکستان په لور را اوړی.

دروان کال دمي په میاشت کي دامریکي پخواني وزیردفاع ډونالډ رمزفیلډ یو بیان امریکایی ورځ پاڼو خپورکړی وو چي هغه کي نوموړي په څرګندو ټکو سره ویلي وو، چي یوناکامه مسلمان ایټم لرونک هیواد (پاکستان) دامریکي لپار غټ خطردي.

چي عیني څرګندوني دهندوستان وزیردفاع اي کي انتوني هم وکړي چي دپاکستان هستوي اثاثي دنړیوال امن لپاره خطره ده، نوموړي زیاته کړه دپاکستان دایټمي اثاثو ساتنه نړیوال په تشویش کی اچولي دي.

دناټو مشر اینډرفاګ راسموسن هم ویلي وو، چي دپاکستان دایټمي زیرمو ساتنه یوه نړیواله مسئله جوړه شوی ده اونړي یی په تشویش کی اچولي ده.

له دغو څرګندونو څخه په ډاګه مالومیږي چي امریکا اودامریکي دملګرو لویدیځو قوتونو په دماغونو کي دپاکستان په اړه څه ناڅه اندیښني په حرکت کي دي، کیدای شی دغه اندیښني یو وخت کي دپاکستان لپاره دیولوي بحران سبب شي.

دامریکي له لوري پاکستان باندی په وار وار لفظي ګذارونه کول او پاکستان په سیمه کی یو خطرنال هیواد تعبیرول، له دغو ټولو خبرو څخه داڅرګندیږي جي نور امریکا غواړي دترهګروپه وړاندي دپیل کړي تش په نامه جنګ موخه دپاکستان په لور راوګرځوي.

شنونکي وایی داسي مالومیږي چي امریکایانو لاله وړاندي څخه دغه جنګ دپاکستان په لور رامات کړي ده، اودهیواد په مختلفو سیمو کی یی دتخریب کاري او ویری اچونه کارونه ترلاس لاندي نیولی دي.

ډرون بریدونه ډیرشوی دي دروان کال دمئ له پیښه څخه وروسته امریکایی ځواکونو په پاکستان کي مستقیما بریدونه پیل کړی دي، داسي مالومیږي کوم جنګ چي جان کیري دپاکستان په وړاندي اعلان کړي وو هغه لاله پخواڅخه پیل شوی دي.

چي ډیرژر به دغه جنګ نورهم دپاکستان په وړاندي زور واخلي.

له بله لوري دیوي پلان شوی طرحي له مخي دافغانستان چاري دهندوستان په واک کي ورکول کیږي، دامالومه خبره دهندوستان لپاره به په افغانستان دمنځني اسیا دهیوادونه کنټرولول کومه مشکله خبره نه وي، اوبله دپام ورخبره خولا دغه ده چي په افغانستان کي دهندوستان پراخ حضوربه دپاکستان لپاره بی شماره کړوانه رامنځ ته کړی.

له بلي خوا څخه هغه پیسي چي امریکي به پاکستان ته دیوه مرسته کونکي ملګري په توګه ورکولي هغه هم بندي کړي ده، چي په اصل کی پاکستان ته امریکي له لوري یوه اشاره ده چي مونږ ستاسو په وړاندي دارنګه نور اقدامات هم کولی شو.

نوځکه دپاکستان لپاره هم اړینه ده چي وارله مخه لادهیواد دراتلونکي په اړه دامریکایانو په مقابل کی له هوښیاري څخه کارواخلي، ځکه اوس معامله دومره اسانه نه ده چي صرف په سرښورولو دي حل شي.

ژباړه بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x