افغانستان

اشرف غني د کرزي باندنی سیاست لوبوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د شنونکو له قوله ډاکټر اشرف غني په باندني سیاست کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پله روان دی چې بریالی سیاست نه دی.

سیاسي مبصرین وايي چې اشرف غني احمدزي په نننۍ لومړنۍ وینا کې له پښتونخوا څخه راغلیو مېلمنو ته وویل چې خپل کورته ښه راغلاست، د دوی په شننه د نوموړي دغه قول دا په ډاګه کوي چې دی هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څېر د ډېورنډ لانجمې کرښې په وړاندې بې پروا دی.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس رحماني له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې که څه هم اشرف غني احمدزی قوي استعداد لري خو د کرزي په لاره تګ به يې ناکامي وي.

یاده دې وي اشرف غني احمدزي په خپلو خبرو کې پرلپسې د سولې پر راتګ او ارزښت ټینګار کاوه.

د سولې اړوند د ښاغلي ټینګار ته هم سیاسي شنونکي د شک په سترګه ګوري او وايي چې که چېرته دوی سبا ته له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي نو سوله او امنیتي تړون دوه متضاد اړخونه دي چې ښايي سر یو ځای به نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

داچی ادریس رحمانی په نوم یو دنظار شورا خواخوږئ ویلی دی « اشرف غني د کرزي باندنی سیاست لوبوي» کاملاً غلط ، بی بنسته ، او دافغانستان دتاریخی مفاداتو خلاف او د غلیمانو د اهدافو سره سم هڅی نه بل څه ندی! د پاکستانه راغلی میلمنو کی داسی کسان هم وه چی هغوی دافغانستان نه جلا شوی د ديوړڼد پوړی خوا افغانان دی لکه محمودخان اڅکزئ، د ولیخان مشر زوئ او نور، اما دپاکستان د دولت نمایندګان دهغوی دریسجمهور په شمول موقیعت دافغانانونه جلا دی چی جناب اشرف غنی هم هغوی ته هیڅ کله دافغان خطاب ندی کړی او افغانستان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x