افغانستان

احمد ضیاء مسعود د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۳ل): د ولسمشر ډاکتر اشرف احمدزي د ټیم (بدلون او دوام) لوړ پوړی غړی احمدضیاء مسعود د اصلاحاتو او حکومتدارۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی ټاکل شوی.

د وزیرانو شورا د دار الانشاء له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی پراخه تجربه لري او د اساسي قانون د ۶۴مې مادې سره سم د ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو لپاره يې په دغه پوست مقرر کړی.

همدا راز نوي ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي نن د لوړې مراسمو وروسته په ارګ کې په خپله لومړنۍ بیانیه کې وویل چې احمدضیاء مسعود په اداري اصلاحاتو او حکومتدارۍ کې ښه وړتیا لري، دی ترې مننه کوي، چې دغه مسؤلیت ته غاړه ورکوي.

احمد ضیاء مسعود د جمعیت اسلامي پخواني قومندان احمد شاه مسعود ورور دی او تر ټاکنو وړاندې ډاکتر اشرف غني احمدزي نوموړی د اجرایوي پوست په تمه کړی و، خو وورسته د ایتلافي حکومت د جوړیدو له امله دغه پوست ډاکتر عبدالله عبدالله ته ورکړل شو.

یادونې وړ ده چې نن په ارګ کې د لسګونو بهرني او کورني مشرانو په شتون کې ولسمشر اشرف غني احمدزي، مرستیالانو، اجرایوي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او مرستیالانو يې لوړه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

زوڑمتل لاس چی مات سی غاڑے تہ زے..نوی متل چارواکی چی دخیانت،اختلاس،اوفسادپہ تورلہ واکہ لرے سی مشاوروزیروٹاکل سی:

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x