
طالبانو د بغلان په اندراب ولسوالي کې ۱۵ عسکر ژوندي نېولي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، د تلې۷مه، ۱۳۹۳ل): د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې د طالبانو او ملي اردو د عسکرو تر منځ د درنې وسله والې نښتې خبر ورکړی شوی.
د سرچینې په خبره، نښته هغه مهال را منځته شوه، کله چې د اندراب ولسوالۍ په شاشان سېمه کې د عسکرو یو غټ کاروان د طالبانو تر کمین برید لاندې راغی، چې په پایله کې یې د ملي اردو ۱۵ عسکر ژوندي د طالبانو لاسونو ته کې کښېوتي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښي د پخلي ترڅنګ وویل، چې دا نښته نن سهار ۹ بجې را منځته شوه او نږدې دوه ساعته یې دوام وکړ.
د ښاغلي مجاهد په خبره، د دې دوه ساعته درنې نښتې په ترڅ کې د ملي اردو یو ټانګ موټر له سپرلۍ سره یو ځای له منځه وړل شوي او دوه رینجر له ۱۵ عسکرو سره یو ځای دوی ته په لاس ورغلي.
د بغلان امنیتي چارواکو د طالب ویاند د دې څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.