د ولسي پریکړې خلاف سبا امنیتي تړون لاسلیکیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۳ل): که څه هم د علماوو، روحانیونو، طالبانو او عامو افغانانو پراخ اکثریت  او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول زیات شمېر سیاسي څېرې  له امریکا سره د امنیتي تړون مخالف دي او دا تړون د سولې پر وړاندې ستر خنډ ګڼي، خو سربېره پردې هم نوي ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي ته نږدې سرچېنې وايي چې سبا /سه شنبه، د تلې ۸مه/ به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي.

ددغه تړون په لاسلیک کولو سره به تر ۲۰۱۴ز کال وروسته افغانستان کې رسما ۹۸۰۰ امریکايي عسکر  پاتې شي  او د امریکا له لورې پیل شوې  ۱۳ کلنه جګړه به د څو نورو کلونو لپاره وغزول شي.

د اوباما لوړ پوړی سلاکار جان پوډیسټا نن په کابل کې د امریکا سفارت دننه په یوې ناسته کې وویل چې د امریکا په استازیتوب به په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کانینگهام  به  تړون لاسلیک کړي.

د ولسمشر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یو تن لوړ پوړي غړي او سلاکار داوود سلطانزوی  هم د فرانس پریس خبري اژانس سره په خبرو کې د امریکا سره د اشرف غني احمدزي  حکومت د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو خبر ورکړی.

نوموړي ویلي چې تړون به شخصا اشرف غني احمدزی لاسلیک نه کړي بلکې یو لوړ پوړی وزیر به دغه تړون لاسلیک کړي.

اشرف غني احمدزی چې د عمر زیاته برخه یې په لویدیځو هېوادونو کې تېره شوې تر دې وړاندې څو واره  ویلي و، چې که ولسمشر شي له امریکا سره به امنیتي تړون لاسلیک کړي.

داوود سلطانزوی بیا دغه کار د احمدزي له لورې پر وعده وفا بولي او وايي «اشرف غني پخوا وعده کړې وه، چې د لوړې  وروسته به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي او دغه تړون لاسلیک کولو سره به نوموړي پر خپله وعده وفا کړې وي».

امنیتي تړون چې له تېر کال راهیسې پخواني ولسمشر کرزي د لاسلیک کولو څخه ډډه کوله او دا يې د سولې وړاندې خنډ باله، نوی حکومت يې ډير په خوشحالۍ لاسلیکوي.

ولسمشر کرزي په وروستیو کې په افغانستان کې د روان حالت مسوول بهرنیان بلل، نوموړي  د امنیتي تړون په اړه جوړې شوې مشورتي جرګې ته وویل چې تر هغه چې  امریکا ده ته تضمین ورنه کړي چې شپني عملیات به نه کوي، د خلکو پر کورونو به  نه اوړي، دی تړون نشي لاسلیک کولای.

د شنونکو په اند،  هېچا ته دا راز جوت نه دی، چې له یوې خوا امریکایانو لا هم د پخواني ولسمشر کرزي غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی؛ خو د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي حکومت  چې لا يې د واک ۲۴ ساعته هم نه دې تېر شوي، دغه تړون چې مدني فعالان او وسله وال اپوزیسون يې د «غلامې تړون»  او دوی یې «پر وعده وفا» بولي، لاسلیکوي.

د تړون د لاسلیک همدا توده جذبه او د راز را سپړل ښايي ډېره موده په بر کې ونیسي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د