
حنیف اتمر د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۳ل): د ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ملي امنیت د سلاکار په توګه وټاکل شو.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین ډاکټر فرید ماموندزی پر خپلې فیسبوک پاڼې د نوموړي د ټاکل کېدو خبر ورکړی او دا یې د اشرف غني احمدزي د حکومت غوره ګام بللی .
محمد حنیف اتمر تر دې وړاندې د کورنیو چارو، ښوونې او روزنې او د کلیو د پراختیا وزیر هم پاته شوی.
نوموړی په خټه پښتون او له اصله د هېواد د ختیځ ولایت لغمان اوسېدونکی دی. نوموړي د کمونستي رژیم تر پرځېدو پورې په دغه اداره کې دنده ترسره کوله.
«خاد» د کمونستي رژيم تر ټولو بدنامه استخباراتي اداره وه او د څو کلونو دننه يې په ښکاره او پټو زندانونو کې لسګونه زره افغانان وژلي.
حنیف اتمر په نړیوالو اړیکو او عامه کړنلارو کې ماستري لري او د امریکايي یرغل وړاندې په برتانیا کې اوسېده.
حنیف اتمر د طالبانو سره د خبرو اترو سخت مخالف او په هېواد کې د امریکايي پوځيانو دایمي اډو کلک ملاتړ ی بلل کیږي.
ښايي نوموړی سبا /سه شنبه، تلې ۷مه/ د امریکا سره د اشرف غني احمدزي د حکومت په استازیتوب امنیتي تړون لاسلیک کړي.