افغانستان

زابل کې یوه ښځېنه پولیسه د کورنۍ د یوه غړي له لورې وژل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د تلې۷مه، ۱۳۹۳ل) د زابل له مرکز قلات ښار څخه تازه را رسېدلی خبر کاږي، چې نن مازیګر شاوخوا پنځه بجې د دغه ښار په مربوطاتو کې پر یوې ښځېنه پولیسې د خپلې کور مخ ته ډزې شوې او وژل شوې ده.

د زابل امنیتي چارواکي د پېښي پخلی کوي او زیاتوي، چې وژل شوې پولیسه غونچو نومېده او له څو مودې راهیسې يې په پولیسو کې دنده ترسره کوله، چې نن د کور مخکې د کورني تاوتریخولي له کبله د خپلې کورنۍ د یوه غړي له لورې ووژل شوه.

د سرچینې په خبره، د نوموړې د وژنې په تور یو تن نېول شوی هم دی؛ خو دا نه دي ویل شوي، ایا نېول شوی کس د وژلې شوې پولیسې د کورنۍ غړی دی که بل کس.

د وژل شوې پولیسې-غونچې-  د کورنۍ غړو د پېښې د څرنګوالي او انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x