نظــر

کرزي وایی چین ۴۵ کیلومټره پول جوړه ولی شي نوزه ولي نه؟

china_inaugrates_bridge (نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۱) له نن څخه څلور کاله وړاندي چینایانو هوډ وکړ چي دچین هیواد په ختیځه کي پروت قینګ ډاو ښاربه د هوانګ ډاوو له جزیري سره تړلي.

نو هغه وو چي چینایی چارواکو د اوبو پرسرباندي د ۴۵ کیلومټره په اوږدو دیوه پول دجوړولو چاري پیل کړي، سرچیني وایی چي چینایی چارواکو اټکل لګولي وو، چي ددغه پول دجوړیدو چاري به د ۲۰۱۱ کال تراخیره پوری پای ته رسیږي، خودپول کار د چینایی چارواکو له اټکل شوی مودي څخه مخکي خپل هدف ته ورسیدی اوتیره ورځ یی دغه ۴۵ کیلومټره اوږد پول دچین ولس په وړاند پرانیستي  اوموټرچلونکو  ته یی اجازه ورکړه چي دنړي داوږده پوله لاری دقینګ ډاوو ښار اود هوانګ ډاوو جزیري ترمنځ خپلي موټری وزغلوی.

هغه وخت چي کله دچین په هیواد کي ددغه پول دجوړیدو خبري په رسنیو کي ګرمی وي اودنیا ورباندي ږغیدله چي چینایانو دسمندر پرسرباندي یو ۴۵ کیلومټره اوږد پول تیره وي اوددغه پوله دجوړیدو موده یی څلور کاله اټکل کړیده اوددغه پول داستحکام لپاره به په سمندرکي ۵۰۰۰ پایی دریږي اودغه پول به ټول داوبو برسرتیریږي.

نوهغه وو چی خبري یی درسنیو له لاري راپورته شوي، خلګ ورباندي ږغیدو اومجلسونه ورباندي ګرم وو، خو خبره هغه وخت خوندوره شوه چي داخبره دافغانستان تراولسمشره کرزي پوري هم ورسیده، ځکه کرزي خو به ارومرو خبرونه تعقیبوي، ځکه چي نوموړي دهیواد ولسمشر دي، دهیواد دسوکالی پرمختیا، اوتړقي په اړه به ورسره فکرونه پیداکیږي، دنوري نړي دولسمشرانو کړني به څاري، نو یوه ورځ سهاروختي دلږوخت لپاره مراقبه شو اوفکریی وکړ، که چینایان دنړي په سطحه داوبو برسراوږدپول جوړه ولای شي، متحده عرب امارت دنړی په سطحه لوړه ودانئ جوړه ولي شي،

ایران چي ددنیا په کچه له ابرو اولویو قوتونو سره په شخړه اخته دي بیا هم دپرمختګ به حالت کی دي، هرکال نوي نوي میزایئل ازمویی، دانرجي اوتیکنالوجي په میدان کي پرمخ روان دي، پاکستان چي زما سره په څنګ کي پروت دي اوزما دتربوره حیثیت لري، زما رنګه په کورنئ جنګ اخته دي، دنړیوالو له لوري ناکامه ریاست بلل شوی دي، خوله دغوټولو مشکلاتو سره سره، یواځي دکراچي په ښارکي د تیرو څلورو کلونو په اوږدو کي  له دیرشو څخه زیات دځمکي پرسراوله له ځکمي څخه لاندي پولونه جوړه وي، په عسکري ډګر کی  نوی نوي اختراعات کوي، له هندوستان سره په سیالي کي دي چي کله هم دهندوستان له لوري په عسکري ډګرکي کوم مزائیل ازمویل کیږی، خوپه راتلونکي ورځ یی جوخت ورسره پاکستان هم ازمویی، دسمندري ځواکونو لپاره نوي نوي بیړي جوړي وي، دهوایی ځواکونو لپاره پرمختللی الوتکي رانیسي.

پورته لاملونه وو چي دافغانستان ولسمشر کرزی یی دي ته اړیستي چي پرخپلو سکرترانو باندي ږغ وکړي چي سباته یوه کاري جلسه راوغواړي، هغه وو چي دجلسي ترتیب کونکو هم دکرزي وامر ته په لبیک ویلو سره سباته یوه لویه غونډه دکابل دښاروال په شمول راوبلله، کرزي هم دخبل روزمره عادت څخه نیم ساعت مخکي له کوره راووت، خپل بچي میرویس یی په مخ ښکل کړاوخپلی میرمني ته یی وویل نورمي هوډ کړي دي چي ملت به ګل اوګلذارکړم بچي ته متوجه شه ورته ښه خواړه ورکړه او ارامه یی وساته.

دغه وو کرزي صاحب غونډي ته راورسید(السلام علیکم عزیزانو، انډیوالانو خداي موراوله هرکله راشي، کښینئ کښینئ) کرزي غونډي ته خبري پیل کړي، ورته یی وویل خبریاست دچین هیواد چي زمونږله ګاونډیانو څخه یو هیواد دي اودنړي له ځواکمنو هیوادونو سره په څه ناڅه سیاسي شخړه هم اخته ده خوبیاهم دنړئ ترټولو اوږد پول جوړه وي عرب امارات ددنیا ترټولو جګه ودانئ جوړه وي، دترکیي هیواد اقتصاد ۱۱په سلوکی وده کوي، دایران هیواد چي دهغو قوتونو له لوری چي زمونږسره ملګري دي  اواوس په دغه هیوادکی وجودلري اقتصادی بندیزونه لګولي دي، خوبیاهم په عسکري میدان کي نوي نوي مزائیل ازمویی، دټیکنالوژي په میدان کي مخ په وړاندي روان دي، دپاکستان هیواد چي زمونږ سره په څنګ کي پروت دي اوزمونږ ټینګ سیال بلل کیږي، زمونږ رنګه په کورنی شخړه اخته ده،خو بیاهم یواځی دکراچي په ښارکي چي له ډیره وخته راپدی خوا له مذهبي ژبنیزو اوفرقیزو شخړو سره مخ ده اوکله کله دډیرو وژونکو حوادثو شاهد هم وي،  دتیرو څلور کلنو په جریان کي یواځي دکراچي په ښارکی له دیرشو څخه زیات ترځمکه لاندي اودځمکی پرسرهوایی یو پوړیز اودوه پوړیزه پولونه جوړشوی دي

اوهمدارنګه پاکستان دخپل غښتلی سیال هیواد هندوستان په مقابل کی خپلي هڅي ګړندي کړی دي، چي کله هندوستان په عسکري چاروکي کوم مزائیل ازمویی دلته ورسره جوخت پاکستان په دوهمه ورځ مزائیل ازمویی، له کورني جنګه سره سره دسمندری ځواکونو لپاره نوي بیړي جوړوي دهوایی ځواکونو لپاره نوي پرمختللي جنګي الوتکي رانیسي،

دغه وو چي کرزي سرته لاس پورته کړ اوخپله قرقولي رخشینه یی له سره راکښته کړه، ویی ویل نورمو ډیر ارام وکړ، راځي چي کاروکړو اوپه یواقدام باندي لاس پوری کړو او اول یی باید دکابل له ښاره راپیل کړو، ځکه دغه ښاردهیواد پلازمینه ده اودنړي ټول استازي اول دغه ښارته راځي دغه ښارویني، اوبل دغه ښاردتیرو څوکلنو راپدي خوا له ډیري ګڼي ګوڼي سره مخ ده (په ښارکي موټری زیاتی شوی دي خلګ   او اولس زیات شوی ده) نوځکه اول دغه ښارکارته ضرورت لری، باید سړکونه جوړ شي پولان بکښي جوړشي (دخلګو داسانتیاوو لپاره ټول اړخونه په نظرکي ونیول شي)

نوراځی وروڼو په اول قدم کي به یی دکوټه سنګي له چوک څخه نیولي بیا ترکمپني پوري دغه پنځه کیلومټره سړک ترکارلاندي ونیسو اوښه په عصري ډول به یی جوړکړو، اوپه دوهم قدم کي به دکوټه سنګي پر چوک باندي چي تاسو شاهدان یاست دموټرو ورباندي ډیره ګڼه کوڼه وي یو هوایی پول جوړکړو، دغوڼدی برخه وال په یوه اواز ږغ پورته کوي ولي نه رئیس صاحب، کرزي پراستاد رباني ږغ کوي (استاد چي نظر داري چطورمیکنیم) ربانی ورته وایی (بسیاراعلی خیلي خوب کفتي رئیس صاحب)، دغه ده کرزی دکابل ښاروال ته وایی چي سرله سبا څخه انجنیران بوزه پرساحه یی وګرزوه کارته اټکل ولګوه اوبیاماته خبرراکړه،

ښاروال ځي ساحه ګوري دکار وپیسو ته اټکل لګوي اوخپله برخه چي زه باید له دغي پروژی څخه څومره پیسي پورته کړم هغه هم ورسره اضافه کوي اوبیا راځي کرزي لالا ته جریان وایی اودپیسو اټکل وړاندي کوي، کرزي لالاسمدستي دمالیی پروزارت باندي امرورکوي چي پیسی ورته ورکړي.

خومتآسفانه کله چي ښاروال افغانستان بانک ته ورځي هلته ورته جواب ورکول کیږی چي زمونږ سره خو دومره بودیجه نشته، خبره بیرته ترکرزی پوری رارسیږی، اوکرزي دافغانستان بانک له رئیس څخه تفوس کوي (هغه په بلیونونوډالري څه شوی چي نړیوالو وافغانستان ته دمرستو په توګه ورکړي وي، اوله دغو پیسو څخه علاوه نوري دافغاستان له ګمرکاتو څخه چي کومي پیسی راروانه دي، اودافغانستان معادن چي لیلام ته لویدلی دي هغه ټولي پیسي څه شوی، دافغانستان بانک رئیس په ډیره نرمه لهجه ورته جواب ورکوي؛ رئیس صاحب هغه خوڅه ستاسو وروڼو احمدولي کرزي اومحمودکرزي وایستلي، څه نوري فهیم، خلیلي اواحمدضیا مسعود وایستلي، اوس چي زمونږ سره په بانک کي کومي پیسي پرتي دي هغه ددغي میاشتي دعسکرو معاشات نشی پوره کولاي، رئیس صاحب دافغانستان بانک قرضداره ده.

کرزي لالاسړه ساکاږي اوبیا وایی ځه خیرزه به کومه بله چاره وکړم، دلږوخت لپاره بیامراقبه کیږي او وروسته بیا راپورته کیږي دمتحده عربي اماراتو ولسمشر سره خبره کوي ورڅخه مرسته غواړی، دمتحده عربي اماراتو ولسمشر ورسره هوکړه کوي اودپروژي ټولي مالي چاري یی په غاړه اخلي دبهرنیو چارو وزارت ته امرکوی چي پدي اړه لازمی کړني ترسره کړي.

دغه ده دکابل ښاروال دساحی ځای ته یو واربیا راځي لوحي ځوړندیږۍ دکوټي سنګي له چوک څخه بیا ترکمپني پوری دبریښناپرهره خاده باندي لویي اوښه ډیزائین شوی لوحي ځوړندوي، لوحي ځګه دومره ډیري ځوړنده وي چي په افغانستان کي داعلاناتو شرکت هم دکرزي دکورني کوم غړی پرمخ بیایی، نوکوم ځای کي چي دولت یوي لوحي ته ضرورت لري پرځای یی څلور ځوړنده وي.

دپروژی ټول جریانات ورباندي لیکل کیږي، دغه سړک چي دکوټه سنګئ له چوک څخه پیلیږي ترکمپني پوري چي ۵ کیلومټره اوږدوالي لري، او ۶۰ مټره بربه ورکول کیږي په عصري اوښه توګه به د شپږومیاشتو په اوږدوکي جوړیږي، کاربه یی دکابل ښاروالي پرمخ بیایی اومالي لګښت یی زمونږهمیشني دوست هیواد متحده عرب امارات ورکوي، په دغه وخت کي  زه خپله کابل کي وم، کله چي مي دغه لوحي ولیدي ډیرخوشحاله شوم، چي هیوادکي مي دپرمختګ نښي ترسترګو شوي.

خوافسوز سږکال زما څلورم کال وو چي زه یو وار بیا کابل ته ولاړم زما سره خودافکر راسره وو چي اوس به کابل روڼ بریښي اوهرځای به دکوټه سنګي  اوکمپنی ترمنځ دسړکونوپه شان سړکونه جوړوي، خوخبرنه وم چي له کوټي سنګي څخه نیولي بیا ترکمپنی پوری سړک به لاتراوسه ترکارلاندي وي، شپږمیاشتی به یی په څلورو کلنوبدلي شوي وي ، کارکونکي به په لمنوکی ورباني خاوري اوشګي اچوي، جوړه شوی برخه به یی بیرته دخبرابیدو په حالت کي وي، اوشاوخوابه ورته داحمدولی کرزي محمودکرزي، قسیم فهیم اواحمدضیاء مسعود په نومونوسره اوچتي وداني ولاړي وي، کاشکي چي دهمدغو کسانو په نومونوسره خود اولس لپاره کومي عامه لاري اونور دهیواد دټولنیزو ګټولپاره کوم ځایونه ودان شوی وای، خوما به ورباندي په خپلو وینو ددوي نومونه لیکلي وای، هاي کرزیه چی لږهمت غیرت اواحساس دی درلودی نوباید ځان دي دکمپني پرسړک باندی دیوغټ ماشین ترټایرونو لاندی کړی وای، اویا دي داولس په وړاندی بی وسي ښودلي وای چي هرڅه می تر وس تیردي، دغه تش په نامه واک خودی بریښی وای.

والله زه چي دافغانستان یو عادي وګړي یم دکابل په حالاتوباندی له نړیوالو څخه شرمیږم، ولسمشره همدغه ستادوستان چی ستا دمرستی لپاره یی هره ورځ په لسګوني عسکرپه افغانستان کي وژل کیږي ستااوستا دکابینی په کړونو باندی شرمیږي، ولسمشره درته وایم یووخت به داسۍ راشي ددغوخپلو ملګرو له لاسه به سرخوري اودکوم درون ماشین ترټایرلاندی به راځی، لږڅه خوپه هیواد باندی سروګرزوه لږخو له هغو فقرجنو اوغریبانو څخه وشرمیږي چي په نیمه شپه کي دکابل کندهار پرلویه لاره باندی یی دغټوموټرو دسورلیو لپاره دفقرلپاره لاره نیولي وي، ولسمشره دغه خلک له غربت دربدري اولوږي څخه په نیمه شپه کي له کورونه څخه راوزی اوپرخلګو باندي دیوی روپي لپاره کمیسونه څیری، لږغیرت وکړ، له افغاني باهمته ولس څخه وویریږه یو وخت به دي په غاړه کي والله سور اورشي.

کرزیه لږڅه وخت خوفارغه کړه او دیوګړي لپاره دکوټه سنګي پرچوک باندی ترکارلاندي دهوایی پوله لاحالاتوڅخه ځان خبرکړه، ولسمشره یوکال کیږي چي دغه پول باندي کارروان دي اودپول ټول اوږدوالي له سلو مترو څخه زیات نده، ولي نه تکمیلیږي څه وجه ده چي کارنه ورباني کیږي، دکوټه سنګی پرشااوخواباندی ددکاندارانو له احواله خو لږڅه ځان خبرکړه چي ددوړو له کبله یی اوس ترخولو خاوري تویئږي، دکوټه سنګي دپوله دکارپه موده کي خو پاکستانیانو لکه ما چي مخکی هم وویل دنیا والو ورته یوناکامه ریاست ویلي دي، اوپه خپله کورکی هم به داخلي شخړو اخته ده، دپلوچستان په ایالت کي دبلوچوازادي غوښتونکي سره په جنګ اخته ده، په خیبرپښتونخواکي له طالبانو سره لاس اوګریبان دي اوپه لسګونو زره عسکریی له خپل ابدي دښمن هندوستان سره په پوله پراته دی، خو له دغومشکلاتو سره سره یی بیا هم یواځي دکراچي په ښارکي په لسګونو دارنګه هوایی پولونه جوړکړه لکه تاچي یواځي یو دکابل ښاردکوټي سنګي پرچوګ باندي شروع کړیده،

کابل کي کوم ټیکسی چلونکی سره ټکسی کي کسیناستم، ټیکسي چلونکي یوسپین ږري باباګګ وو، ورنه پوښتنه مي وکړه، (باباجان یه پول چراجورنمیشا) باباجان چي یو دم یی بریک ونیوای او په قهریی راته وکتل( هرکویی میایی وپرسان میکنه که یه پول چراجور نمیشا، چطورجورشوه یک سالش نمیشا که کارش شروع شده، وتو نمي فامي که یه پول دوهم پول جهان است که دکابل جورمیشا) بیامي ورڅخه تفوس وکړه (باباجان امو پول اول دکدام کشوراست) راته وایی (بس مغزم خراب نکو کجاتامیشي) راته ځګه ډیره عجیبه  مالومه نشوه چي په افغانستان کي داعلاناتو اوپروپاګنډي شرکتونه ټوله دکرزي دکورني به ولکه کي دي، اوبل یووخت کي دطالبانو داسلامي امارت له سقوط څخه وروسته زه  کورکي ناست وم په دغو ورځو کي دکابل کندهار لویه لاره جوړیدله، زماکشرورور اوس په سعودی کي ده، چي همیشه به یی ډیرځوانان راټولول اوزمونږپه کوټه کی به یی بانډارګرم کړای وو، چي کله کله به زما پلار ورته په قهر کیده چي هره ورځ دکلي ټول ځوانان راټوله وي اوکورته یی راولي، دوي کومي کوټي نه لری چي یوه ورځ ته هم ورسره ولاړشي،

نویوه ورځ چي زه هم خپل کورته ورغلی وم دغه ځوانان په کوټه کي ناست وو زه، هم ورسره کيناستم په ځوانانو کي ځینی هغه هلکان هم وو، چي دکابل کندهاره پر لویه لاره یی دسړک دجوړوني په کارونو کي مزدوري کوله، یوه ځوان بل ځوان ته وویل عجیبه ښه سړک جوړه وي سل کاله ضمانت لري چي نه به خرابیږي، بل ځوان په جواب کي ورته وایی څومره بي عقل یی چي پوره مالومات درسره نه وي په مجلس کي خبره مه کوه، داخوماته یوه هندوستانی انجنیروویل چي یونیم سل کاله ضمانت لري چي نه به خبرابیږي، نودارنګه خبري په افغاني ټولنه کی ډیري عامه وي، دکجګي دبریښنا دبند په اړه ځینۍ سپین ږری کیسه کوي، وایی مونږ ګاونډیو دی ته پرینه ښودو چه دغه پروژه مکملکه کړو، که دغه پروژه مکمله شوی وای، ۵ په سلوکي بریښنا یی دافغانستان لپاه بس وه باقي ۹۵ په سلوکی برخه به مو ګاونډیانو ته صادرولاي.

دیو اسلامي اوپرمختللی افغانستان په هیله.

بخت الرحمن بخت………………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x