
د هرات له زندانه دوه بندیان تښتېدلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، د تلې۷مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه شاوخوا اته بجې د هرات له مرکزي زندان څخه اته تنه بندیان د یوه تونل له لارې تښتېدلي، چې دوه پکې په تېښته بریالي شوي او شپږ نور یې بېرته د امنیتي ځواکونو له لورې نېول شوي.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي د پېښي د تایید تر څنګ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی ته له پېښې سمدستې وروسته خبر رسېدلي او سم لاسي اقدام کې يې شپږ تنه بندیان ، چې د تیښتې هڅه یې کوله، بېرته نېولي او دوه نور ترې په تېښته بریالي شوي.
د احمدي په خبره، دوی د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي.
بل پلو، طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم د دوو بندیانو د تیښتې او شپږ نورو د بېرته نېول کېدا تایید کړې.
نوموړي ویلي، چې په را خلاص شویو بندیانو کې یوه یې په اعدام او بل په ۱۵ کاله بند محکوم شوي ول.
د یادونې وړ ده، چې دا په هرات کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه بلل کېږي.
تر اوسه دا جوته نه ده، چې په دې تکتیک کې د چا لاس دی؛ خو طالبانو په ۲۰۱۱ کال کې په کندهار کې د سرپوزې له زندانه د ورته تونل کېندنې له لارې خپلو سلګونوملګرو ته نجات ورکړی وو.
دا پېښه په داسې حال کې را منځته کېږي، چې له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې، چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوی حکومت اعلان شوی او ورسره جوخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بندیانو اعتصابونه پيل کړي او نوې حکومت ته یې نوې غوښتنې وړاندې کړې.