افغانان په هېواد کې د بهرنیو پوځیانو د شتون له دوامه اندېښمن دي

امنیتي تړون به نن لاسلیک شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون چې په پایله کې به یې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې تر لسو کلونو پورې پاتې کېږي، نن د افغانستان او امریکا ترمنځ لاسلیک شي.

پرون نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي، د کورنیو چارو پخوانی وزیر، محمد حنیف اتمر د ولسمشر د امنیتي سلاکار په توگه وټاکه. راپورونه وايي چې اوس به دا تړون له امریکايي چارواکي سره امنیتي سلاکار، حنیف اتمر لاسلیکوي. ولسمشر د دفاع له وزیر بسم الله محمدي او بهرنیو چارو له وزیر، ضرار احمد عثماني څخه غوښتي و، چې دا تړون لاسلیک کړي؛ خو هغوی انکار کړی دی.

د یادولو وړ ده چې عام افغانان له امریکا سره د کېدونکي امنیتي تړون پلوي نه دي؛ ځکه پخوا څو څو ځله داسې شوي چې امریکايي ځواکونه یې شپې کورونو ته وراوښتي. اوس چې دا تړون لاسلیکېږي، امریکايي ځواکونه به د «ترهګرۍ ضد» ماموریت تر نامه لاندې افغانستان کې عملیات کوي.

نن په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، کننگهم وویل: «د پروتوکولي لاملونو له کبله ولسمشر ته نه ښايي چې امنیتي تړون لاسلیک کړي؛ خو یو وړ افغان چارواکی به یې سبا [نن] سهار لاسلیک کړي». امریکايي سفیر دغه «پروتوکولي لاملونه» په ډاګه نه کړل.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون یوه لانجمنه مسئله امریکايي پاتې کېدونکو ځواکونو ته د قضايي خوندیتوب مسئله ده. اوس امریکايي سفیر وايي چې: «امنیتي تړون کې کوم بدلون نه دی راغلی، هماغه زوړ متن دی».

د دې تړون د لاسلیک په پایله کې به د لسو کلونو لپاره امریکايي پوځيان د افغانستان نهو ستراتیژيکو سیمو کې ځای پر ځای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د