نړۍ

د اسلامي دولت ځواکونه د ترکیې–سوریې سرحدي سېمو ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې۸مه، ۱۳۹۳ل): ترکي رسنۍ د یو شمېر غربي اژانسونو په استناد خبر ورکوي، چې د اسلامي دولت ځواکونه دا ځل د عراق او سوريې د سرحدي سېمو پر ځای د ترکیې- سوریې سرحدي سېمو ته مخه کړې او ښايي نور پر مختګ هم وکړي.

د سرچینې په خبره ، د اسلامي دولت ځواکونه د دوشنبې په ورځ – د ستمبر ۲۹ مه، ۲۰۱۴ع- په سوریه کې د کوباني کُرد مېشتي سېمي ته ،چې د ترکیې سره د پولې په څو کیلومترۍ کې موقعیت لري، رسېدلي او هلته دېره شوي.

داسې ویل کېږي، چې اسلامي دولت د دوی پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د پيل شویو هوايي بریدونو په لړ کې خپل ځواکونه د سوریې په شمال کې د کردانو د یوه مهم ، ستراتيژیک او کلیدي ښار کوباني په لور استولي.

ترکیه چې د ناټو غړیتوب لري، مخکې له دې چې په روانه اونۍ کې د اسلامي دولت پر خلاف د نړیوال ایتلاف د غړیتوب لپاره په ملي شورا کې سره سلا – مشورې وکوي؛ نن خپلې پوځي شوبلې او ټانګونه د سوریې سره پر پوله پرتو سرحدي سېمو ته لېږدولي او ورته یې د مقابلې لپاره د تیار سئ امر کړئ.

د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت پر خلاف د نړیوال ایتلاف هوايي ځواکونو د وړمې ورځې راهیسې د اسلامي دولت پر ضد په سوریه کې نوي عملیات پيل کړي او ادعا کوي، چې تر اوسه پکې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو کومه پېښه نه ده را منځته شوې؛ خو په برتانیه کې د سوريي د بشري حقونو د څار یوې مؤسسې ویلي، چې د ایتلاف په دې تازه هوايي بریدونو کې تر دې دمه د یوه ملکي وګړي د وژل کېدا او د یو ماشوم په ګډون د څلورو نورو د ټپي کېدا راپورونه ورته رسېدلي، په داسې حال کې چې د ځايي خلکو په وینا د ملکي تلفاتو شمېر یوازې د همدې دوو ورځو په اوږدو کې له لسګونو کسانو اوړي.

ترکیه؛ د مقابلې ډګر ته را دانګي:

د فرانسې خبري اژانس د ترکيې د نظامي چارواکو له خولې لیکي، وروسته له هغې چې نن د ترکیې- سوريې پولې ته څېرمه د ترکیې په خاوره کې دننه پر څو کلیو باندې توغندي او یو مزایل ولګېدل، د ترکيې نظامي ټانګونه او شوبلې په سمدستې توګه سېمي ته رسېدلي او پر برید کوونکو یې مقابلې ډزې کړي.

د ترکیې د پارلمان ویاند جمیل چیچک ویلي، چې ترکیه ښايي نن – سه شنبې- د اسلامي دولت پر خلاف د نړیوال ایتلاف سره د یو ځای کېدا موضوع د پارلمان د نننۍ غونډې په اجنډا کې شامله کړې؛ خو د ترکیې لومړی وزیر احمد داود اوغلو بیا وايي، چې دا موضوع به د پنجشنبې پر ورځ د بحث او سلا- مشورو لپاره وړاندې شي.

سوریه؛ د نړیوال ایتلاف هڅې ستايي:

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم پرون – دوشنبه- د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې، په خپله خاوره کې د اسلامي دولت پر مرکزونو د نړیوال ایتلاف د هوايي بریدونو ننګه وکړه او د هغوی هڅې يې وستایلې. په داسې حال کې، چې څو ورځې وړاندې داسې برښېده، چې سوریه، روسیه او ایران د سوریې په خاوره کې د اسلامي دولت پر مرکزونو باندې د هوايي بریدونو د کولو پر سر په خپلو منځونو کې سره ښکر په ښکر شي.

ښاغلي معلم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل : « د سوريې عربي جمهوریت تکراروي، چې د ترهګرۍ سره د جګړې په موخه د نړیوال ایتلاف د هر ډول هڅو هرکلی کوي، خو بیا هم هیله من یو ، چې داسې نه شي، چې دا هڅې د بې ګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل وګرځي او همدارنګه د سوریې ملي حاکمیت ته په درناوي او د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو سره په همغږۍ ترسره شي. »

جبهة النصره؛ اختلافات تر پښو لاندې کوي، غچ اخلي:

په سوريه کې القاعده پورې تړلې جبهة النصرة جهادي ډلې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د هوايي بریدونو په غبرګون کې ويلي، چې د اسلامي دولت پر ضد د امريکا او نړيوالو هوايي بريدونه په کلکه غندي او دوی به ډېر ژر له امريکا او ايتلافي هېوادونو څخه د مسلمانانو د وژلو غچ واخلي.

د جبهة النصرة وياند ابوفراس السوري ويلي، چې د جهادي ډلو پر ضد د امريکا او عربي هېوادونو هوايي بريدونه د اسلام پر ضد د صليبي ايتلاف کرغېړن بريدونه دي او دوی به ډېر ژر له امريکا او عربي هېوادونو د دغو بريدونو کسات اخلي .

ابو فراس په خپلو تازه څرګندونو کې دا هم ويلي، چې د اسلامي امت پر ضد د امريکا او نړيوالو صليبي هېوادونو بريدونه د يو کال يا لنډې مودې جګړه نه ده، بلکې دا يوه اوږد مهالې جګړه ده، چې کېدای شي، څو لسيزې ونيسي او دوی به له اسلامي دولت سره اوږه په اوږه د دغو بریدونو پر وړاندې دریږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close