له کفارو سره موالات او تړون لاسلیک کول

لیکوال: استاد انجینر نور الله خان احمدزی

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لا يَأْلُونَكُمْ خَبَالا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ (١١٨)

اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى (اى مؤمنانو) مه نيسئ تاسې دوستان د راز (له هيڅ فرقې نه چې وي) غير له تاسې (مؤمنانو) هيڅ کمي نه کوي دوى له تاسو سره د فساد (او ضرر رسولو) دوست ګڼي دوى ضرر ستاسې، په تحقيق ښکاره شوى دى بغض او دښمني له خولو ددوى نه او هغه بغض چې پټوي يې سينې (زړونه) ددوى ډير لوى دي (له هغه چې په خوله يې وايې ) په تحقيق بيان کړى دى موږ تاسې ته علامې (د نفاق ددوى) که يئ تاسې چې عقل چلوئ پکې (پوهيږئ).

بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمایي: أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا (١٤٤)

اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى (يعنې اې مؤمنانو!) مه نېسئ ! تاسې کافران دوستان (خپل) بې له مؤمنانو ځنې؛ آيا اراده لرئ تاسې (اې مؤمنانو!) ددې چې پيدا کړئ الله لره پر تاسې برهان (حجت صريح الزام) ښکاره.

نو له کفارو سره تړون هر ډول ملګرتیا او خپلولي ساتل د قرآن له ډیرو آیتونو څخه دا منع اعلان شوې او الله تعالی موږ منع کړي یو چې کفار په ملګرتیا ونیسو.

(من تشبه بقوم فهو منهم) داسې په لسګونو احادیث چې کفارو سره ملګرتیا خو پخپل ځای حتی هغوی سره به مشابهت هم نکوئ چې دا هم ستره ګناه او د قیامت پر ورځ به تاسو بیا له هغوی سره وګڼل شئ. داسې څه کول چه اسلام منع کړي وي د هغوی کول د قرآن او سنت له صریحو احکامو مخ ګرځول دي.

امنیتي تړون له کفارو د قرآن او سنت له مخې حرام او هیڅ جواز نلري. د دغه تړون بله ستونزه داده چې دا تړون  د پیاوړي یا طاقت لرونکي او کمزوري تر منځ کیږي، چې په منځ  کې يې هیڅ کوم ضمانت ګړی نشته، او نه هم  افغان چارواکي دومره وس لري چې سبا ورځ له تړون نه راپیدا کیدونکي جنجالونه حل کړي.
ولس ته د دغه تړون په هکله هیڅ خبرتیا نشته نه یې په ګټه پوهیږي او نه تاوان نو دغه تړون لاسلیک کول د ملت له بې خبري څخه ناوړه ګټه پورته کول هم یو ستر ظلم دی ځکه دا د ملت حق خوړل او د هغوی په شته حقوقو او  راتلونکي لوبې کول دي.

که څوک د کوم اسلامي هیواد مثال وړاندې کوي نو دا مثال او استدلال فاسد او غلط دی ځکه موږ ته دین قرآن او سنت مهم او اړین دي نه کوم غلام هیواد چه له کفارو سره یې دا ډول تړونونه لاسلیک کړي.

موږ وینو چه همدا سعودي، کویټ، بحرین، عربي متحد امارات هغه دی له کفارو سره یو ځای د اسلامي دولت او جبهة النصر مراکز بمباروي او بېګناه مسلمانان وژني او شهیدانوي یې.

خپله کرزي صاحب هم ژاړي او د نظام لوړ پوړي چارواکي هم ژاړي چې امریکایان پخپل سر عملیات کوي او خلک وژني او کورونه یې پلټي نو بیا خبره داده چه دا خلک ستا د هیواد د ولسمشر خبره نه مني نو هغوی به زما او ستا څه ومني یا د یو عادي افغان خبره به څنګه ومني، چې دا هم یو ښه مثال او ځمکنی حقیقت هم دی.

ټول کفار له مسلمانانو سره ټګي کوي موږ او تاسو وکتل چې دغو سترو کفري طاقتونو په تیرو نږدې څوارلسو کالو کې هیڅ داسې مثبت کار ونکړ چې موږ پرې شمار وکړو، نه کومه داسې پروژه چه په زرګونو خلکو ته یې کار مساعد کړی وي نه یې صنعت په پښو ودروه، نه فابریکې جوړې شوې نه کوم ستر د اوبو یا برښنا ډیم جوړ شو او نه کوم بل د کار وړ کوم شی چه موږ یې مثال وړاندې کړو. یوازې سړکونه یې جوړ کړل هغه هم په ډیره ټیټه کچه او کوز کیفیت چه اوس ټول سړکونه له ویجاړي سره مخ دي او ټولې پروژې ډیرې نیمګړتیاوې هم لري هم په لوړ قیمت ورکړل شوي او هم یې د کار کیفیت ډیر خراب دی. ډیرۍ پروژې یې داسې خلکو ته ورکړي چې د هغوی لپاره یې کار کړی او ډیرې کمې پروژې دي چه عامو افغانانو به نیولي وي.

امریکایانو او نورې کفري نړۍ دا دومره  ډیرې پيسې او وسلې د دی لپاره نه دي کارولي چې دوی موږ  سره  خواخوږي لري، بلکه  د دوی د پیسو، وسلو او پوځيانو د قربانیو  په بدل کې دوی  ډير څه غواړي چې باید تر  لاسه  یې کړي. وایي پيشو د الله د رضا لپاره غوښه نه ساتي!!!

کله چې کفارو او صلیبیانو پر افغانستان تیرۍ وکړ نو د نصرانیت د ترویج لپاره پراخه پانګونه وکړه، د دوی د تیرۍ له کبله زموږ په هیواد کې په زرګونو افغانان مرتد شوي، دوی په هره برخه کې ډیرې ناکامې هڅې هم کړي او په ښوونیز نظام کې یې ډیر بدلونونه راوستي لکه هغه کتاب چې لومړی په الف الله پيلېده اوس په الف انار پیلیږي او داسې نور او دېته ورته شیان یې پکې ځای کړي. کفار یو لاسپوڅی حکومت غواړي چه په هره برخه کې او هر وخت د هغوی ومني. غواړي امنیتي تړون له داسې خلکو سره لاسلیک کړي چې په راتلونکي کې ورته خدمت وکړي او خپلې طرحې پرې عملي کړي. غواړي په داسې کولو سره خپل بمبار، د خلکو په کلیو او کورو چاپې، مدارس او مساجد ړنګ کړي، دیني عالمان، حافظان او مجاهدین لمنځه یوسي، د فحشاء ، اوبې دینۍ ترویج، اقلیت پر اکثریت حاکمول، مرتد شوي خلک به نازوي کور پیسې او ډیر امکانات به ورکوي چې خپل منسوخ دین یا مذهب ته دعوت وچلوي او افغانان له خپل اصل دین څخه منحرف کړي. د زنا کولو شراب څښلو او بې دینۍ اډې خلاصې کړي او ځوانان د انحراف خواته بوځي. داسې نورې په لسګونو توطئې دي چې د امنیتي تړون له امضاء وروسته به په دې برخو کې فعالیتونه قانوني جواز پیدا کړي او بیا به هیڅوک په دغو کارونو کې د امریکا پر وړاندې د خولې د خلاصولو یا څه ویلو حق و نه لري.

په دغو ټولو حقایقو او رښتینو خبرو زموږ ټول ملت خبر دی او داسې تړون لاسلیک کول چې د اسلام او زموږ د ټولنې د اصولو خلاف وي په هیڅ صورت له یرغلګرو سره جواز نلري. په اسلام کې داسې څه ندي شوي چې چا له یرغلګرو سره داسې کوم تړون لاسلیک کړی وي. ځینې ډیر ساده او له دین څخه لرې خلک د اوربند یا موقتي سولې خبره پر دغه تړون قیاسوي او داسې باور کوي چې دا تړون هم پروا نلري خو پدې خبر ندي چې له یرغلګر او د اشغال په صورت کې دداسې سند لاسلیک کول د اسلامي اصولو سره خلاف او مغایرت لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د