نظــر

د افغانستان ستونزه ، او حل لاره يي

123ليکنه : مولوي ميرزامحمد (شکيب)

په دي کي شک نشته چي د اشغالګرو له لوري د افغانستان اشغال د سيميزو هيوادونو لپاره هم د يو ناسور زخم شکل غوره کړی دی ، ستونزه ورځ تر بلې زياتيږي ، ولي د کميدا يي هيڅ څرک نه ترسترګو کيږي.

راپورونه داسي دي چي له همدې ۲۰۱۱م کال څخه بيا تر ۲۰۱۴ م پوري به په تدريجي توګه امريکايان خپل پوځونه باسي ،

ليکن دناټو عسکر به همدلته د امريکايي اهدافو لپاره پاتي وي.

او د باوري سرچينو له مخې په دنيا کي ۴۷ هيوادونه او قوتونه دي چي له امريکايي استعمار څخه د آزادۍ غوښتونکي دي، چي د فهرست په سر کي يي فلسطين ، پاکستان،افغانستان ،  وينزويلا، ايران ، شمالي کوريا،مليشيا، د کيوبا مشر فيډرل کاسټرو، ليبيا ، صوماليه ، شام ، سري لنکا، ټايوان ، کمبوديا ، چلي ، کولمبيا، مصر، عراق ، جاپان ، لبنان ، فلپائن ، روانډا، سوډان، او داسي نور  شامل دی.

له دي پرته ځيني تنظيمونه دي چي د همدې استعمار په وړاندي په مبارزه بوخت دي ، چي په هغوي کي بيا طالبان ، حماس ، شمالي ايرلينډ ، حزب اسلامي او نور شامل دی، همداراز  تر دوو درجنو د زياتو هيوادونو ډيری عوام د امريکايانو مخالف دي، لکه د نائجيريا۳۷ فیصده ، د جاپان ۳۱ ، د شمالي کوريا۷۰ ، د وينزويلا ۵۵ ، د چلي ۳۵ ، د کاناډا ۴۲ ، د يوکراين ۳۹ ، د ايټاليا۳۸ ، د بنګله ديش ۴۱ ، د لبنان ۵۲ ، د چيک ريپبلک۵۰ ، د برازيل ۵۱ ، د بوليويا ۵۲ ، د چيک سلواکيا ۵۵ ، د فرانس ۶۰ ، د چين ۶۷ ، د اسپين ۶۰ ، د جرمني ۶۶ ، د اندونيشيا ۶۶ ،د مليشيا ۶۹ ، د مصر ۷۸ ، د اردن ۷۸ ، د ارجنټائن ۷۲ ، د مراکش ۵۶ ، د پاکستان ۸۸ ، د فلسطين ۸۶  او د ترکيې ۸۳  فيصده عوام د امريکايي سامراجي نظام څخه په نهايي نفرت کي دي.

دا خو په دنيا کي تر اوسه يوازي امريکايي استعمار د نفرت نښه ګرزېدلې ده، ليکن که د ناټو هيوادونو د مينځنۍ اسيا او نورو شاوخوا ممالکو د امنيت ساتلو لپاره د تل لپاره خپله اراده بدله نه کړه؛ نو هغوي به هم د امريکاپه څير د نفرتونو او کرکو هدف ګرزي، ورسره به د همدې سيمې هيوادونه د هندوستان ، ايران ، روسيې ، چين او پاکستان په شمول ټول د دوي په خلاف دريږي، په دې فکر چي د ناټو هيوادونه هم د امريکايانو د يوه ايجنټ او نمائنده په توګه دنده ترسه کوي، ضرور به يي پرخلاف د يوې متحدې مبارزې نعره اوچتوي ، او د خپل ځان د خلاصون لپاره به لاس په کار کيږي ؛ نو د حل او نجات يوازينۍ لاره به داوي چي افغانان په خپل ټاټوبي کي پر خپل حال پريښودل شي ، خارجي اشغالګر ژر تر ژره  ځانونه په نسبي سالمه توګه له سيمي وباسي ، او د سيمې دې لانجې ته چي د دوي له موجوديت څخه راټوکيدلې ده ، د پاي ټکی کښيږدي،ځکه يوازي او يوازي د امريکايي او ناټو فوځونو موجوديت په همدې سيمه کي د فساد ريښه بلل کيږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x