نړۍ

درې اسراييلي عسکرو ځان وژنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې۸مه، ۱۳۹۳ل): اسراييلي رسنۍ وايي، چې د اسراييلو د ځانګړو قواوو درې عسکرو د رواني ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.

«معاريف» اسراييلي ورځپاڼې ليکلي، چې د لومړيو معلوماتو له مخې نوموړو درې واړو عسکرو د رواني ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.

ورځپاڼه زياتوي، چې درې واړو عسکرو د غزې پر ضد ځمکنيو جګړو کې برخه اخيستې وه او له هماغه وخته له ذهني پلوه وارخطا او اوتر وو.

د معاريف له قوله، چې له دغو درې انتحاريانو څخه دوه تنه يې غزې سره پر سرحدي سيمه په خپله پوسته کې ځانونه وژلي او يو بل يې د اسراييلو مرکز تل ابيب کې ځان وژلی دی.

ورځپاڼه د نظامي چارواکو له قوله ليکي، چې د روان کال په ترڅ کې يوولسو اسراييلي عسکرو ځانونه وژلي او د ټولو انتحاريي عسکرو د مرګ لامل، ذهني ناروغي، له جګړې وېره او وارخطايي ښوول شوې ده.

د اسراييلو «دوهم» رسمي تلويزون وايي، چې د غزې له جګړې وروسته اسراييلي چارواکو د هغو عسکرو رواني درملنه پيل کړې، چې د غزې جګړه کې يې برخه اخيستې وه.

د تېرې جولايي مياشت پر اوومه نېټه اسراييلي عسکرو پر غزه هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړل، چې ۵۱ ورځې يې دوام وکړ او په نتجيه کې يې ۲۱۵۹ فلسطينيان شهيدان او له يوولس زور زيات ټپيان شول.

په دغه جګړه کې د فلسطينيانو اتلس زره کورنه ويجاړ شوي دي.

بل پلو د حماس په توغنديزو بريدونو کې يو بهرنی او ۷۲ اسراييلي عسکر وژل شوي او ۲۵۲۲ اسراييليان ټپيان شوي، چې ۷۴۰ يې اسراييلي عسکر وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x