fbpx

بارسلونا او ارجنټاین لپاره د لیونل میسي ۴۰۰ ګوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۳ل): بارسلونا شخصي لوبډلې لپاره لوبیدونکی لوبغاړی لیونل میسي (Lionel Messi) خپل هیواد ارجنټاین او شخصي لوبډلې بارسلونا ته د ۴۰۰ ګولونو وهلو افتخار لاسته راوړ.

لیونل میسې د ۴۰۰ ګولونو وروسته وویل چې د دې خبرې فکر يي هم نشو کولای چې د ۴۰۰ ګولونو په وهلو به بریالی شي.

څلور ځله په نړۍ کې د فوټبال غوره لوبغاړي افتخار لاسته راوړونکی ۲۷ کلن لیونل میسي د بارسلونا لپار د غرناطې پر خلاف لوبه کې ۴۰۰ ګولونه پوره کړل چې دغه لوبه بیا بارسلونا د ۶-۰ په توپیر وګټله.

لیونل میسي خپل ژوند کې ۵۰۶ رسمي لوبې کړي چې په ترڅ کې يي خپل هیواد ته ۴۲ ګولونه او ۲۰۰۴ ز کال بارسلونا کې تر شامیلیدو ورسته دغې لوبډلې ته ۳۵۹ ګولونه وهلي.

۲۰۰۹ څخه ۲۰۱۲ ز کال پورې لیونل میسي په مسلسل ډول د نړۍ غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د