نظــر

سل زره نوي مسلمان شوي سپین پوستي

ژباړه !  ندیم توخي

دوي نه شیعه ګان دي نه سنیان ، نه وهابیان نه سلفیان ، نه برېلویان اونه دیوبندیان یوازي اویوازې مسلمانان،  داسلام  پرحقانیت په ريښتونې توګه عقیده لرونکی  دزړه له تله اوپه بشپړاخلاص ایمان راوړونکی، داسلام  دتعلیماتوله مطالعې اولوستلووروسته داسلام منونکی اوپر هغه ایمان راوړونکي ، ددوي نیکونه  اوپلرونه خو داسلام دنامه اوریدلوته هم تیارنه وو ،

سپین پوستې سوچه اوپاخه سپین پوستې، هغه  چې سلګونه کاله دروم  ، اسټرالیا ،سپین ، روس اوانګلستان دپاپانو دپاپائېت بندیان وو،  اوپه مودو مودو دعیسویت پرپنځوسو ډلوویشل شوي وو ، اوپردولتواوحکومتویې هم  تریوې اوږدې مودې پورې دپادریانو داحتساب اوعدالت وېره پرته وه هغوي چې به کله وغوښتل پردوي یې دمرتد ټاپه وهلای شوای ، چې بیابه نو ددوي له وجودځخه دارتداد دختمولو سزا ددوي په اورکې سوځول وو اویاهم دټول عمرلپاره په زندان کې اچول ، سائنس پوهان شاعران ادیبان فلاسفه اوافسانه لیکونکی ټول  ددوي دجبر ښکارګرزیدلای شوای داور دتازه ساتلولپاره  داور دبلیدو لپاره یوازي انسانان نه بلکې کتابونو هم وو دهایډرل برګ مشهوره اور خودتاریخ یوه برخه جوړشوی دي په کوم کې چې له ټولو  کتابتونوځخه دفلسفې سائنس او ادب کتابونه دسلګونوزرو په شمېر کې  راغونډ او وسوځول شول چې ترڅوورځوورباندې اور تازه وواوټول ښار یې په لمبوروښانه وو،  مذهب له ورځنې اوکاروباري ژوندځخه په داسې شکل وایستل شوچې یوازې نوم اوډېر کم رسومات یې پاتې شول اودژوندموخه یوازې سائنسي اخلاق،  ډیموکراسي اودانساني حقوقودفاع وګرزول شوه ، که  ډیری وغواړي چې هم جنس پرستي رواده ، نورواده ، په لکونوپیغلې جینکي که بغیرله واده کولو میندي جوړیزي نوجوړې دي شي ځکه چې دانسانې حقوقوله مخې دایورواکاردي داهغه بې روحه ټولنه وه دکومې چې  به ځوان نسل دورځنې کاروبار دفتري  اومعاشي ژوند ستړيا اودخپل ناارامه وجود راحت دشرابوپه نشه درقص اونڅا په محفلونوکې لیده هغه ټولنه چې نېږدې یوه نیمه پېړي په داسې شکل ورباندې تېره شوه چې  ددنیامادي بریالیتوب یې دژوندترټولوستره کارنامه ګڼله ناارامه او پرېښانه روحونه چې دهغوي لپاره نه داوسېدلولپاره کورپاتې وو اونه هم ازدواجې ژونداونه یې هم په مذهب کې له کیک کرسمس اوسانتاکلاز نه سوابل څه زده وو، خوددوي لپاره اسلام  هم نه یواځې داچې بیخي پردي وو بلکې دهغه په باره کې یې یوویرونکی اوهیبتناک تصورهم درلود ، وینه تویونکي سړي په پرده کې نغښتل شوې ښځې پرزناسنګسارول اوپرغلالاس خوڅول بې رحم اوظالم .
داسلام دغه هماغه تصوروو کوم چې له صلیبي جنګونو وروسته عیسایې پادریانو اوبیاروشن فکرو پوهانوپه خپلولیکنواوڅیړنوکې دوي ته ورپېږندلی وو .
اوبل لورې ته  له اسلامي هیوادونه ځخه  تللي وګړي چې همالته دوي لیدل  نوهغوی یې هم  ټول پرشیعه سني وهابي سلفي مقلدغیرمقلدډلوویشلې لیدل  دبرمنګهم په ښارکې ۱۶۰ مسجدونه دي خودیوه مذهب دبل له مذهب سره یوشان نه  بریښې  اودکوم یوه مولوي سپوژمۍ دکوم بل له  هغې سره پریوه اسمان راختلوته تیاره نه ښکاری ، اوپه دې وخت کې بیایولسم سپتمبر هم رارسېږي ، د وینه تویونکی ویره اچونکی اوظالم مسلمان انځور نورهم روښانه کېږي طالبان نړۍ ته په تروریستانو دارامۍ په دښمنان دانسانانووژونکي اوپرښځوبې رحمه  هم ورپېږندل کیږي .
خوزما درب تدبیر اوحکمت هم عجیب دي دلته  ټول مسلمان هیوادونه دبې غیرتې په پرده کې ځان رانغاړي اوخپل مسلمان وروڼه دتروریزم دختمولو په نامه وژنې. اوهلته  دنا ارامه اوپرېشانه روح لرونکي سپین پوستي دهمدغه ویره ونکي ،هیبتناک ظالم اووینه تویونکي مذهب دتعلیماتوپه لټه کې راپاڅې ، په دې موخه داسلامي تعلیماتو مطالعه کوي چې ځان ته مالومه کړي چې دغه مذهب اخرولې دومره له انسانیت ځخه لېري دي ، خو داچې الله چاته هدایت وربښې دهغه په وړاندې دنوردروازې پرانېزي ، دقتل په نیت تلونکی عمر ابن خطآب دټول اسلامې تاریخ هغه انسان اوهیرو جوړوي دچاچې دحکمرانې اصولوته غربیان اوټول نامسلمان ملتونه هم ګوته په غاښ پاتېږي  .
هوکې هماغه انګلستان په کوم کې  چې به سپین پوستوانګریزانوله هغه ځای نه کوچ کاوه چیري چې به له منځني ختیځ اوافریقا ځخه مسلمان راتلل اوهمالته به استوګن کیدل . هلته تېرکال یعني  په ۲۰۱۰ لسم کال کې ۵۲۰۰  یوازې  سپین پوستو انګریزانواسلام قبول کړ. یانې دورځې ۱۵ انګریزان مسلمانان شوی دي دغه شمېرنه دبرتانې یوې ا دارې چې دایمان اومذهب اړوند ځېړنې کوي نشرکړي ده دغه حیرانونکي انکشافات ترټولولومړی دسکاټ لینډ له سیمې نه راڅرګندشول چېري چې دسړي شمېرنې په دوران کې له وګړو نه دغه سوال کېږي چې تا وړکتوب په کومومذهبي زدکړو کې تېر کړي دي اواوس دکوم مذهب پیروان یې ـ دوي حیران پاتې دي چې  تر۲۰۰۱ کال پورې له ۱۴۲۰۰ مسلمان شویو کسانوځخه ۸۷۰۰  سپین پوستې انګریزان و ۷۰۰ سیکان  ۴۰۰ هندوان او۴۴۰۰ افریقایان اودلاطینې امریکې اوسیدونکې کسان وو . همدغه ددوي لپاره یو جدي دخطر زنګ وو. دوي سخت پریشانه اووارخطاوو دمخنیوي دتدابیروپه لټه کې یې وو،او په داسې حال کې  یولسم ستمبر هم راورسیدی  اویوه بله تماشه جوړه شوه ترهغه وخت پورې همداسي فکر وو چې مسلمانان خو له دباندې ځخه  راځې همدلته کاراودنده کوي بیاهمدلته اوسیدل غوره کوي سپین پوستې خوسپین پوستي دي ازاد خیاله اوروڼ اندي چې هیڅکه به ورسره داسلام دمنلوتصورغوندي هم پیدانشي .  همداسي دي تر۲۰۰۱ کال پورې یوازې  ۵۰۰۰۰   سپین پوستو اسلام قبول کړي وو خویوازې دلسوکلونوپه تېریدوسره دهغوي شمېر سل زره ته پورته شو، یانې همالته په ورځ کې ۱۵  تنه داسلام په دین مشرف کېږي .
خودلته ترټولوحیرانونکې خبره داده چې د مسلمان کیدونکواوایمان راوړونکو اویاسلنه یوازي ښځې جوړوي چې  عمرونه یې  هم اوسطا تر۲۷ کالوپورې ښودل شوی دي  دهمدغو تازه ځوانانو اوپیغلوناارامه ارواحونه اوپریښانه زړونودوي اسلام ته رانژدې کوي ، کومه  ارامي اودزړه سکون چې دوي په نایټ کلبونو،شرابواودنڅااوګډاپه محفلونوکې ونه موندي هغه ورته په اسلام کې په لاس ورغلي .  (لیان علي) وایې چې زه دیوې عامې سپین پوستې پېغلې په څېر کلبونوته تلم په شرابواونڅاګانومې غم لېري کاوه څوک به دمېنې په ډګر کې ماپریښودل اوچابه زه پرېښودلم ـ    (هانه یمه) ،  چې درویشت کلنه فیشن ډیزاینره وه وایې چې له ماسره دولت شهرت عزت اودمینې ملګري هرڅه وو خوزماروح ناارامه وه ـ  دشمالي لندن ۲۶ کلنه( ډیني هور سلي )چې دګډا اونڅا یوه پرمخ تللي معلمه وه،  وايې چې ما په نا ارامې کې دهر مذهب کتابونه ولوستل خوزه داسلام تعلیماتو په خپل لور راکش کړم ، داستانونه  دې کیسې دي چې په هغوي هیڅکله دانګلستان اوسیدونکو باورنه کاوه خوبیادوي ولیدل چې ددوي سترو سترو خلګواسلام قبول کړ ، دپخواني لومړي وزیر ایسکوت  لمسۍ دپخواني لومړي وزیر ټونې بلېرخوشېنې دبي بي سي د ډایریکټر لارډ برټ زوي  . یو اوژد لړلیک دي دهغو لوړپوړو چارواکواوخاندانې کورنیو چې نېږدي  داویازره په شاوخواکې کسانویې  اسلام قبول کړ.  یوه بله مهمه اودیادونې وړخبره داده چې ددوي دوه له دروبرخوځخه جینکې دي هغوي چې کله کلمه طیبه ووایې نولومړی کار یې دپردې کول وي ددي لپاره چې دوي کوم ازادخیال اوروشنفکره دانساني حقوقوعلمبردار اودښځودحقوقولپاره چېغې وهونکې انجیوګانې بې لارې نه کړی . ولې چې دوي خوله لوستلواوپوهیدلووروسته اسلام راوړی دي همدغه خلګ نه شیعه ګان دي نه سنیان نه وهابیان نه سلفیان دوي قران خپله وایې دوي حدیث خپله مطالعه کوي اوددوي دهدایت اورهنمايې یوازینې منبع  ددوو جهانوسردار نبي اخرزمان حضرت محمد مصطفی   (ص)  دي دوي څوک دطالبانوپه نوم یادولوسره نشي ویرولای اوکوم څوک دوي دتروریستانودملګروپه نوم نومولوسره نشي وارخطاکولای دوي په ټولو کیسوپوهیږي دوي ته مالومه ده چې دچاپه خوله کې دچاژبه ده دچاپه ټلویزونې خپرونه کې دچاپېسه خبري کوي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x