د امریکا سفیر: د امنیتي تړون لاسلیک د پاکستان د راکټونو د دفاع په معنی نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۳ل): په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کنهګم وايي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک پر دې معنی نه دی چې امریکابه د افغانستان د پولو ساتنه کوي.

د امریکا سفیر په پوره ټینګار ویلي دي چې دوی د پاکستان د راکټونو په وړاندې مسوولیت نه لري او دوی به هیڅکله د پولې پر سر په راپورته کېدونکو جنجالونو کې ځان ښکېل نه کړي.

جیمزکنهګم وویل چې د دې تړون له مخې به دوی له افغان امنیتي ځواکونو سره په روزنیزه او مشورتي برخه کې کار وکړي.

تر دې وړاندې د دې تړون د لاسلیک ګڼو پلویانو داسې فکر کاوه چې په دې تړون سره به وکولای شي چې د امریکا له موجودتیه په ګټې له ګاونډيو هېوادونو سره ګنې ستونزې حل کړي.

ټاکل شوې ده چې له امریکا سره امنیتي تړون به نن ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر لاسلیک کړي.

د شنونکو په باور د افغانستان او امریکا تر منځ دا تړون د یو کمزوري او زورور ترمنځ معامله ده چې ښې پایلې به ونه لري.

تېره ورځ د مدني ټولنو ګڼو غړو په يوه خبرپاڼه کې هم دغه تړون غندلی و او دا يې د افغانستان د «ناموس» خرڅونې قباله بللې وه.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
یورش
میلمه
یورش

زما په نظر دا تړونونه کومه معنی نه ورکوی د افغانستان ریښتنی بچیان دا زبر ځواک ته خپل زور ښودلی دی او اوس خپل شکست په دا تړونو پټوی زه خو وایم چی کل مرغ جان ته همدومره شرم بس دی چی دیو ملک سفیر دده سره امنیتی تړون لاسلیک کوی دا خلک شرم حیا او ناموس نه پیږنی دا ډیر بی غیرته خلک دی انشاء الله چی فیصله به دحق داعیان او د آزادی لښکر کوی او هغه ورځ لیری نه ده چی دوی به د خپل دیپلمات بکسونو پسی به ګرځی او دحق داعیان به ورباندی ورسیږی او… نور لوستل »

بسم الله
میلمه
بسم الله

افغانانو ورونو السلام علیکم : ماته دغه تړون د دغه درغلیو ډکو ټاکنو حیثیت لری ، چه د خلکو ووټونه یی د نمایش او انځورونو به خاطر وکارول ، اصلی انتخاب د اشغلګرو د زړی لوی ابی په واک کی وو ، نه یواخی داچه څوک به ریس وی هغه خو لس کلونه مخکی په نظر کی نیول شوی وو چه دوهم متفکر به دوهم ریس جمهور وی ، مګر په ټاکنو کی چه اول بړاو څرنګه او دوهم پړاو څرنګه ، او بلاخره په یو وار یوه ښخه دوه مړونو ته واده کړی ، دا تړون چه غنی هم… نور لوستل »