ادبي لیکني

د تیرایستلو سبک

لیکوال: استاد اسدالله غضنفر

شاوخوا نیمه پیړۍ پخوا ارواښاد استاد حبیبي په یوه مقاله کې د تصمیم نیولو پر کلمې نیوکه کړې او کښلي یې وو چې خلک به وایي چې دا تصمیم خواره کی څه شی دی چې هره شپه له سره نیول کیږي. استاد مرحوم د افغانستان راډیو د ماخوستن د اتو بجو خبرونو ته اشاره کوله چې په باختر اژانس کې به جوړیدل او د «لازم تصمیم ونیول شو» جمله به پکې بیا بیا تکراریدله.

زموږ د وزیرانو او غټانو د غونډو په باره کې په کلونو کلونو وویل شول چې لازم تصمیمونه یې ونیول ، خو دا ونه ویل شول چې څه ډول تصمیم؟

اکثره وخت چې غټان په خپله اشتباه اعتراف کوي نو په مرکو کې وایي :« هو، دغسې اشتباه شوې ده.» په دې جمله کې فاعل نه دی معلوم او د فعل صیغه مجهوله ده. موږ د دوی په توضیحاتو کې شاید هیڅ وخت وانه ورو چې :« ما دغه غلطي وکړه. »

د شویو پرمختګونو په اړه ګونګ معلومات ورکول د تیرایستلو د سبک مهمه ساحه ده. په افغانستان کې اکثره وخت غټان دې ته ورته خبرې کوي: «موږ غواړو دا، دا کارونه وکړو، اوس د ډونر د موندلو په هڅه کې یو او له ښه مرغه ډیرې وعدې راسره شوې دي. »

دا نو هماغه د ملانصرالدین کیسه ده چې وایي نعل یې موندلی و او ویل یې: بس یو آس او درې نعلونه کم دي.

یوازې چارواکي نه بلکې د اپوزیسیون سیاستوال او د تلویزیوني بحثونو برخه وال هم د تېر ایستلو له طرزه استفاد ه کوي. مثلا دوی د خپلو مخالفانو د تخریبولو لپاره وایي:« له موږ سره موثق اسناد شته چې په دې خیانت کې د چا چا لاس دی.» که له دوی پوښتنه وشي چې دا کسان څوک دي او دا اسناد کوم دی؟ نو ځواب یې شاید داسې وي :« په خپل وخت سره به هر څه روښانه شي.» خو دغه وخت هیڅکله نه راځي.

د سیاست د علم پلار، ماکیاولي، په سیاست کې تېر ایستل ډېر مهم ګڼلي وو خو دا یوازې سیاستوال نه دي چې په تېر ایستلو بوخت وي، په نورو قشرونو کې هم دغه عادت عام دی. که تاسې د کورونو د پلورلو یا کرایه کولو یو دلال ته ورشئ نو دا امکان شته چې هغه په اوله کې دوه، درې ډېر خراب کورونه دروښیي او له هغو وروسته مو یو داسې کور ته بوځي چې تر لومړنو هغو بهتره وي او ستا زړه به سمدستي وغواړي چې معامله وکړې. که دلال دا کور اول درښودلی وای، د هغه نیمګړتیاوو ته به دې ژر پام شوي وو او معاملې ته به نه وې تیار شوی خو چې په اخر کې یې دروښود، په خپل ذهن کې دې له پخوانو هغو سره پرتله کړ او ورباندې راضي شوې.

هر کال چې ژمی تېر شي او ماشې، مچان راپیدا شي زه په حشره وژونکې دوا پسې دوکان ته لاړ شم او هغه دوا واخلم چې نوم یې ( تارومار) دی. بس په دې نوم کې یو اثر پروت دی او ګومان کوم چې مضرې حشرې تارومار کولای شي.

موږ یو شی ښه یا بد وبولو او بیا ګومان کوو چې هغه شی هماغسې دی چې نوم یې دی.

له قیاس او تشبیه څخه هم د تېر ایستلو لپاره زیاته استفاده کېدای شي. د ولسمشر کرزي د حکومت په دویم کال یو ځوان چې د غلا له لارې شتمن کېدو ته یې زړه شوی و، په یوه غونډه کې وویل:« جنوبي کوریا هم چې ازاد بازار او ترقي ته مخه کړه ، په لومړیو کلونو کې فساد پکې خورا زیات و.» په ۱۳۵۸ کال کې مې له یوه چپي ځوانه اروېدلي وو «: په شوروي کې هم چې انقلاب راغی، په لومړیو کلونو کې ډېرې وینې وبهېدې، دا مرحله تېرېږي.» مونږ ولیدل چې له افغانستان څخه نه شوروي اتحاد جوړ شو او نه جنوبي کوریا مګر غلاوې پکې ډېرې وشوې او وینې پکې زیاتې وبهېدې.

د تېر ایستنې په طرزونو باندې غور به راسره وکړي چې په فکر کولو، فیصلو او قضاوتونو کې مو اشتباهات کم شي. د منطق عالمانو او مفکرانو په دې موضوع باندې له مودو راهیسې غور کړی دی خو بهتره ده چې په خپل ژوند او چاپېریال کې تېرایستونکي اعمال او دلایل وپیژنو او د خپلو تېروتنو اندازه کمه کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x