افغانستان

طالبان: امريکا د بې باورۍ له امله د امنيتي تړون لاسليک ته وراخطا ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو نن سه شنبه د خپلې اوونيزې تبصرې په ترڅ کې پر افغانستان د امريکا د يرغل پيل، د هغه مهال سياسي او پوځي حالاتو او له هغې وروسته را پيدا شوو حالاتو په اړه څرګندونې کړي دي.

په تبصره کې راغلي، چې ۲۰۰۱م کال کې امريکا ګردې نړۍ ته ګواښ وکړ، چې يا دې له دوی سره ودريږي او يا له تروريستانو«مسلمانانو» سره.
د تبصرې له مخې د نړۍ ډېرو هېوادونو د امريکا د زبرځواکۍ له وېرې د افغانستان پر مظلوم ولس د امريکايي يرغل ملاتړ وکړ.

وړاندې وايي چې امريکا اوس هغه ځواک نه دی، چې خلک به يې پر يو ګواښ ډارول، بلکې د خپلې بنګسارې پوځي او سياسي پاليسۍ له امله يې نړۍ کې خپل حيثيت له لاسه ورکړی او اوس افغانانو او نړيوالو ته په سترګو کې خاورې اچول غواړي او کوښښ کوي، چې امنيتي تړون ژر تر ژره لاسليک کړي.

طالبان وايي، چې امريکا په نړيواله کچه خپل باور له لاسه ورکړی او افغانستان کې يې پوځي او سياسي جګړه بايللې، نو له همدې امله کوښښ کوي، چې خپله ماتې د امنيتي تړون په لاسليکولو جبيره کړي او خلکو ته وښيي، چې دوی افغانستان کې خپلې موخې ته ورسيدل.

د طالبانو د دې تبصرې په اوږدو کې راغلي، چې د الله تعالی په مرسته او د افغانانو د سپيڅلي جهاد له برکته امريکا اوس هغه ځواک نه دی پاتې، چې نړيوال به يې په خپلو ګواښونو وويرول.

تبصره زياتوي، چې د اوکراين په قضيه کې د امريکا کمزوری موقف ګردې نړۍ ته څرګند شو، بل پلو د شنګهای تړون ورځ تر بلې غښتلی کيږي او د ناټو تړون د نړۍ په کچه د يو جګړه مار بانډ بڼه غوره کړې او خپل باور او حيثيت يې له لاسه ورکړی دی.

په تبصره کې ۲۰۰۱م کال څخه تر دې دمه افغانستان کې د امريکا سياسي او نظامي فعاليتونو ته په کتو ويل شوي، چې په پیل کې امريکا د خپلو پلويانو په ګډون هيڅ افغان ته په درنه نه کتل او هر څوک به يې چې خوښ شول، پر مهمو دندو يې ګمارل، مګر ۲۰۱۴م کال ثابته کړه، چې افغانستان کې د امريکا زور اوبه شوی دی اوس يې په ډېرو هڅو، تشویقونو او ګواښونو خپل غلامان د يو ګډ ايتلافي حکومت پر جوړلو سره سلا کړل او له دواړو لوريو يې ژمنه اخيستې، چې امريکا سره ژر تر ژره امنيتي تړون لاسليک کړي.

د تبصرې په قول افغان ولس په دې پوهيږي، چې هېواد کې د بهرنيو اشغالګرو هر ډول وجود د اشغال په معنا دی او امريکا غواړي، چې خپلي پوځي او سياسي ناکامۍ جبيره کړي او د خپلو غلامانو پر لاسو دغه امنيتي تړون لاسليک کړي.

د تبصرې په پای کې راغلي، چې د واکدارانو په نوم دغه ټاکل شوي، خلک د ولس استازي نه دي؛ ځکه چې افغان ولس ته د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې د امريکايي عسکرو له لوري هر ډول ستونزې او کړاوونه رسيدلي او تر اوسه يې زرګونه افغانان وژلي او بنديان کړي دي او افغانان فکر کوي، چې امريکا سره امنيتي تړون لاسليکول د امريکايي عسکرو تېرو جرمونو ته د بښنې په معنا دی او راتلونکې کې به هم امريکايي عسکر خپلو دغو کرغېړنو کړنو ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x