نظــر

نجیب د یونیم میلیون بې ګناه افغانانو قاتل

لیکنه : نوراحمد(صدیقي)

دکابل واټونو اوڅلورلارو کې دمیزان په پنځمه نیټه د داکترنجیب  انځورونه  اوشعارونه لږیدلی وو ، پوهنتون ته روان وم  یوماشوم  چی د دولس یا دیارلس کلونوبه وو ګرییبان یی شلیدلی  ، جامی څوځایه پیوند شوی،چپلقی یی هم څوځلی شلیدلې او بیرته په رنګه تار ګنډل شوي وي، په اوږه کې یی یو زوړ بکس اچولې وو دبوټانو رنګ او یو څو د بوټانو بورسونه په کې پراته وو، په ښکلی مخ یی ګردونه پراته چي خولو لارې په کې جوړی کړی وي،د وچوشونډو په دواړو کونجونوکې لاړې وچې شوي وي مخي ته می راغي سلام یې راته واچاوه وړکي لاس یی راوږد کړ روغ بړ یی راسره وکړ،ما ویل که غواړی چي بوټان مي راته رنګ کړی خو وچې شونډې یی وخوځولی  دسړک په سر چې یو غټ انځورلږیدلې وو دي انځورته یی لاس ونیو راته ویی ویل کاکا ماخو مکتب ندی ویلی لوستل نشم کولای په انځور کې دا غټ سری څوک ده مال داخو نجیب ده ماشوم چاودې شونډه ترغاښ لاندی کړه دا غټ سری نننن نجیب کمونست ده مال هو دا نجیب ده ،دماشوم په سترګو کې اوښکې ښکاره شوي ویی ویل زما نیکه او یو ځوان تره د نجیب وخت کې له کوره ژوندي بیول شوی تراوسه یی درک نشته ما یی په سرلاس راکش کړ مال په افغانستان کې به داسې کور نه وي چي کمونستانو یې د کورنۍ یویا دوه غړي نه وی ورته شهید کړی مال زمونژ د کورنۍ یو غړی هم دکمونستانو له وخته ترننه ورک ده،مونژ په همدی خبرو کې سره بوخت وو ، یو کس چې د معیوبینو په بایسیکل کې ناست وو زمونژ خواته را روان شولو ویل یی سنګه دی انځورخواته ګورئ او خبری سره کوئ ماورته وویل دي ماشوم ددی انځور په اړه رانه وپوښتل او ماهم ځواب ورکړلو، ده هم یو اوژد اوسلی ویوست او ویې ویل هو دا نجیب ګاو ده او بیایې چپ لاس د سترګوپه سر کیښود توره او سپینه ږیره یی په اوښکو لمده شوه ، څوشیبه  وروسته یی له سترګولاس لری کړ ویې ویل زما د معیوبیت لامل هم همدغه د دین او وطن دښمن دي او زیاته یی کړه ورور مي د کابل پوهنتون دانجنیري پوهنځې د دوهم کال محصل وو د کمنستانو او کمنستي مفکوری مخالف وو خو کله چي دا ملحد د خاد ریس وو زه اوزما ورور چهار اسیا کې له خپل کوره  د شپي له خوا وویستل شولو او یو کرغیړن زندان ته یوړل شولو چي له سهاره تربیګا پوری به ترشکنجولاندی وو او وهل کیدلوبه تر لسو شپو او ورځو زیات بې خوابه وو، چې د ډیرو وهلواوشکنجو له امله زما دواړه پښي پلج شولې او ورور مي زما په مخکې  د ډیرو وهلو له امله په شهادت ورسید، دواړه لاسونه یی په سترګو کیښودل او په ژړا شولو ده هم ژړل ماهم ژړل او ماشوم هم ژړل ښه ډیرمو وژړل، بایسیکل کې ناست معیوب وویل  د میزان پنځمه نیټه یوه تاریخې ورځ ده ، دا ورځ آزادي غوښتونکو مسلمانو، دشهیدانو کورنیو، معیوبینو، او مجاهد پرورو کورنیولپاره یوه دخوشحالي ورځ ده ، دمیزان پنځمه نیټه د میلیونونو شهیدانو، او سلګونو زرو معیوبینو د انتقام ورځ ده، د میزان په پنځمه نیټه د افغانستان دمسلمان ملت ارمان پوره شولو، او د یونیم میلیون افغانانو قاتل په داروځړول شولو،د خبرو په پای کي وویل ډیره خوښ یم چې دخپل ورور او سلګونوزرو افغانانو د قاتل مرګ مې دکابل ښار دآریانا په څلور لاري کې په خپلو سترګو ولید نور نو مونژ دری واړو سره مخه ښه وکړه.کورته ولاړم د ماشوم او معیوب کس خبری به مي زهن ته راتللي سخت می زړه خفه وو ،د میزان په بنځمه نیټه  دفیس بوک ټولنیزه پاڼه کې  هم د نجیب  انځورونه او شعارونه په زیاته کچه  لیدل کیدل  ، ډیری کسانو په خپلو لیکنوکې دنجیب صفتونه کړي وو چا اتل ګڼلي وو چا هم و طن دوست ګڼلې وو، ځینو په خپلو لیکنوکې نجیب داسی شخص معرفی کړی وو فقط ته به وایی چي اسرائیل یې فتح کړی وی ، ځان سره مي فکر وکړلو چې راځه له خپلو ملګرو نه دنجیب په اړه وپښتم چې د نجیب په اړه دوي څه په یاد لري ملګرو نه مي مطلب کتابونه دی یوه ته مې لاس ور اوږد کړ راپورته مي کړ چي د ده نوم دي (په اسلامي نړۍ یرغل ) ده هم دنجیب په اړه داسې راته وویل:
نجیب د دولت له  ریاست  نه مخکې د زیاتي مودی لپاره د کمونیستې حکومت چي د سره ښکیلاک په ملتیا او یرغل په موده کې منځ ته راغلې وودخاد رئیس پاتې شوی،  د هغه نظام چې په افغنستان کې له وحشتونو ،ظلمونو،اوقتل عامونوډک نظام وو ، په دي توره دوره کې یونیم میلیون بې ګنا افغانان په شهادت ورسیدل ،سلګونه زره معیوب او سلګونه زره یی دخپلوکورونو پریښودلوته اړ کړل .

کمونستي رژیم دخپلو ظلمونو او ناوړه دودونو دعملي کولو په اساس دهرات مسلمانان پاڅون ته مجبورکړل هغه ؤ چې په 1779 م د مارچ په میاشت کې د هرات خلکو د کمونستي رژیم پرخلاف عمومي قیام و کړ،  د هرات ښار 90 فیصده خاوره یې و نیوله حفیظ الله امین  د قندهار د قومنداني غټه برخه د ټانګونو او زره پوښو سره هرات ته ولیږله پردي وسایلو ئی شنه او سپین بیرغونه نصب کړل هراتیانو داسې خیال وکړ چې قندهار هم قیام کړی او زمونږ مرستې ته راغلی ديقوا ښارته ننوتله او دښار په خلکو ئې یرغل وکړ په ډیر لږ وخت کې یې د ښار خلک سره وپاشل په عام قتلان ئې پیل وکړ ډاکټرنجیب چې په هغه وخت کې دخاد د خونخوارې شبکې رئيس ؤ دمظلوموهراتیانو وژل ئې په خپل لاس پیل کړل هغه خلکو چې په مسجدونو کې یې پنا اخیستې وه له یومخې شهیدان کړل په کوڅو او واټونو کې دوینو لښتي روان کړل لنډه داچې په دغه پیښه کې 25000 پځه ویشت زره مظلوم افغانان قتل عام کړل او په زرګونو يې زخمیان کړل .

ډاکټر نجیب د دولت تر ریاست وړاندې اکثره موده دکمونستي رژیم د خاد استخباراتي شبکې رئیس پاتې شوی ؤ د دغه خونخوارې شبکې لخوا 70000  اویازره بې ګناه افغانان بې محاکمې وژل شوي دي او ددی وژنې نه علاوه دانساني شکنجو او کړاونو تور تاریخ له هیچا څخه پټ نه دی او په دې اداره کې د دې ادارې رئيس ډاکټرنجیب په لاس لاسلیک شوي زیات شمیر داسې اسناد د تنظیمونو او طالبانو دواکمنیو په مهال ترلاسه شوي چي دنجیب لخوا د بي وزله افغانانو د دسته جمعې قتلونو لیکلي حکمونه ورکړل شوی دی.

د قندوز ولایت په یو کلی باندې کمونستانو او روسانو په ګده سره یرغل وکړ دقتل عام نه وروسته دکلي یو شمیر پیغلې ښځې راټولې کړي په دوه هلیکپترو کې کله چې دغه هلیکپتر دکلې په سرفضاته پورته شوې او په څوګردشونو سره لوړې فضاته ورسیدې نو هغه دکلې ښځې ئې بربنډې د هلیکپترو څخه بیرته همغه کلي ته راوغورځولې چې ټولې په قتل ورسیدې. او دښځوحقوق چې کافران ئې دعوه کوې سرته ورسول.

د دي زړه بوګنوونکو ظلمونو په اوریدو سره مې له خولې نه بې اختیاره د بس بس غږ پورته شولو،نورمې د دې وحشتونود اوریدلوتوان نه لرلو. افسوس د هغه چاپه حال چې اوس هم ديخونخوار اود سلګونوزرو بیګنا افغانانو قاتل ته قهرمان وایې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Afghan

نور احمد جانه! ستا د لیکنی شروع د درواغو سره شوی ده، ډیر هندی فلمونه او ډارمو په کتو مو وخت تیر کړی زکه داسی بیخونده او د حقیقت نه لری لیکل مو کړی، ایا داسی امکان لری چی په دی اوس وخت کښی ډاکټر صیب ونه پیژنی ؟ سنګه دغه ماشوم د ډاګټر نجیب الله نوم پیژنی خو عکس یی نه ؟ بیا سنګه دا ماشوم پر تا برابر شو ؟ او بیا دغه وخت کښی پر تا بل معیوب سنګه پیښ شو ؟ هاهاها قسم دی چی دغه لیکنه یو ماشوم هم ووایی خندا به یی ورته راشی.… نور لوستل »

ahmad shah

ګران افغان وروره !

تاسي لطفاً دډاکټر نجيب ګاو دورور کتاب ولولي .

نا پيژاند

بلکل داترخی ورځې دی هیریدو ندي

farhad

احمده وروره،ته او ستا غوندی نور داعواداران چه په داکتر نجیب الله داعوا لری،یو زل سره کشینی او تاکلی تعداد سره وتاکی چه سومره کسان یی وژلی بیا میدان ته راووزی،ظالمانو هسی خپل حیثیت خرابوی،درواغ هم حد لری دغه کوم درواغ چه تاسی وایی والله که لیونی هم باور پری وکری،نور ددی خکرورو درواغو لاس واخلی په ورزنیو مشکلاتو فکر وکری چه سنگه د وطن مشکلات حل شی.خپل وخت په چتیاتو مه تیروه او مه د نورو وخت ضایع کوه…مننه

اجمل

دا سمه ده چه هر څوک یوه لیاره یا لید لوری لری ، بی له دی چه هغه لیاره یی تشخیص کړی وی چه د ده د اخروی ژوند او دی ژوند د پاره ښه که بد عواقب ولری . او په پاڼو کی هم په مستعارو نومو لیکل کوی نه یی قواره څوک وینی او نه یی پټه چاته لګیږی دا پټه هم نه لګریږی چه دوی خارجی او داخلی ژباړن دی ، وایی تشه لاسه ته می دشمن یی ، خارجی یرغلګرو لمړی زمونږ خلک وږی کړی بیا یی ځینی د مالی پیرزونو او عیاشو او فاحشو روزنو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x