افغانستان

ډاکټر اشرف غني له اغا خان سره ولیدل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي پرون د لوړې له مراسمو وروسته د اسماعلیه فرقې د مشر کریم اغاخان سره وليدل.

اشرف غني احمدزي وروسته له هغه کریم اغاخان سره ولیدل چې تر ده وړاندې ورسره پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ځانګړې ناسته کړې وه.

ډاکټر اشرف غني احمدزي له کریم اغاخان سره په خبرو کې له نومړي مننه وکړه چې په افغانستان کې ډېره پانګونه وکړي او د دوی په خبره لویه اقتصادي مرسته يې کړې ده.

کریم اغاخان يې د لوړې په مراسمو کې خوښي وښوده او تر ده وړاندې يې ولسمشر حامد کرزی هم یو کامیاب ولمسشر وګاڼه.

شا وخوا اته اویا کلن کریم اغاخان د اسماعلیه فرقي څلورم اغاخان او نهه څلویښتم امام دی، د دې فرقې مذهبي تګلاره وايي چې د دوی هر امام پخپله ژوندی قرآن دی او د وحي جریان لا تر اوسه دوام لري.

کریم اغاخان په افغانستان کې پر نورو لویو اقتصادي پروژو سربېره د «روشن» په نامه ستره مخابراتي کمپنۍ هم لري، چې میلیو نونه افغانان  ترې ګټه اخلي.

د اسماعلیه فرقې د اغاخانیه ښاخ ځنيې ګروهمن د هېواد په مرکزي ولایت بامیانو کې شته.

شنونکي  د اسماعلیه فرقې عقایدو ته په کتو له کریم اغاخان سره له اقتصادي اړیکو پرته د ډاکټر اشرف غني زیاتې اړیکې اندېښمنونکې ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x