وقار یونس: د کرکټ نړیواله اداره دې سترګې خلاصې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۳ل): پاکستاني پیژندل شوی توپ اچونکی، سعید اجمل څخه وروسته محمد حفیظ چې د پاکستاني لوبډلې پخوانی کیپتان و، د توپ اچونې طریقه يې د مشکوکو توپ اچونکو په لیست کې شامله شوه.

د پاکستاني لوبډلې روزونکی، وقار یونس له دې فیصلې څخه نا خوښ ښکاري او وايي چې که د کرکټ نړیواله اداره په مشکوکه طریقه توپ اچونې پر خلاف فیصله کوي؛ نو باید په خلاصو سترګو دغه کار وکړي.

وقار یونس دوشنبې په ورځ بي بي سي سره مرکه کې وویلې چې کرکټ د نړیوالې ادارې لوبڅاران باید په خلاصو سترګو ټول توپ اچونکي تر نظر لاندې وساتي نه یوازې څو خاصې لوبډلې یا څو خاص توپ اچونکې.

نوموړي د کوم توپ اچونکي له نوم اخیستو پرته وویل چې اوس هم داسې توپ اچونکې شته چې د توپ اچونې طریقه يي سمه نه ده؛ خو هغوي بیا هم لوبيږي.
وقار یونس وویل چې د کرکټ نړیواله اداره د غلط توپ اچونکي پر خلاف مبارزې لپاره غلط وخت انتخاب کړی.

یونس زیاته کړه: که د کرکټ نړیواله اداره د توپ اچونې غلط طریقه لرونکي توپ اچونکي پر خلاف کومه نوی پروټوکول راوستل غواړي؛ نو باید دا کار يي د کرکټ له نړیوال جام سیالیو څخه وروسته کړی وای؛ ځکه هره لوبډله خپل لوبغاړي نظر کې نیولو سره نړیوال جام سیالیو ته تیاری نیسي.

هره لوبډله د تیاریو په جریان کې خپلو ځینو توپ اچونکو او توپ وهونکو ته خاص اهمیت ورکوي؛ خو د کرکټ نړیوالې ادارې ناڅاپه موقف د توپ اچونکي د توپ اچونې په اړه دغه تیاریانې متاثره کړي.

هندوستان کې د چمپینز لیګ سیالیو په جریان کې د لاهور لاینز دوه توپ اچونکي عدنان رسول او محمد حفیظ د توپ اچونې طریقې په اړه کرکټ نړیوالې ادارې ته رپوټ واستول شو.

محمد حفیظ په پاکستاني توپ اچونکو کې خاص اهمیت لري او په نظر کې نیول شوی و چې د سعید اجمل نه شتون په اساس به محمد حفیظ او شاهد آفریدي نړیوال جام سیالیو کې په ګډه سپین توپ اچونه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د