نړۍ

ماته غوږ شئ! اسلامي دولت د برتانوي بندي دوهم پيغام هم خپور کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت د برتانوي بندي جون کانټلي دوهم پیغام خپور کړ.

جون کانټلي تر دې  شاوخوا ۲ اونۍ  وړاندې هم د «ماته غوږ شئ!» تر عنوان لاندې یو پيغام ورکړی و او د نورو پیغامونو د ورکولو وعده یې کړې وه.

نوموړي په دغه ویدیويي پیغام کې ویلي چې «اسلامي دولت په موصل او سنجار کې د مسیحیانو او ایزدیانو هيڅ ماشوم او ښځه نه ده وژلې».

جون کانټلي په دغه ویډيو کې د نورو بندیانو په څېر نارنجي جامې اغوستي او تر شا یې توره پرده ده.

کانټلي په ويډيو کې ډير په اطمینان غږیږي او داسې ښکاري چې خبرې پر خپله خوښه له کوم فشار پرته کوي.

کانټلي وايي چې « اسلامي دولت شیعه روافض مسلمانان نه بولي، بلکې تر امریکایانو يې هم زیات سخت کافر بولي، ځکه دوی ځانونه مسلمان بولي او د مړو عبادت کوي».

کانټلي زیاتوي چې «اسلامي دولت یو نظریه لري او یو ازاد او فعاله خلافت يې جوړ کړی».

کانټلي د امریکا جمهور رییس باراک اوباما ته په خطاب کې وايي چې که  جګړې ته لېواله يې بیا په سیاسي او ټولنیزو چارو کې ستا خبرې هسې بېځایه دي.

د یادونې وړ ده چې  جان کانټلي په ۲۰۱۲ ز کال  کې د اسلامي دولت لخوا ونیول شو او تر دې مهاله له دوی سره په زندان کې دی.

اسلامي دولت تر دې وړاندې یو برتانوي ژورنالست چې اسلامي دولت ته نېږدې سرچینو نوموړی «جاسوس» بللو، د اسلامي دولت پر ضد د امریکا سره د برتانیې ایتلاف په غبرګون کې ووژلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x