fbpx

له سر پرېکېدو وروسته ژوندۍ پاتې شوې چرگه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۳ل): په دنیا کې هيڅ داسې حیوان نشته چې د سر قطع کولو وروسته ژوندی پاتې شي؛ خو په امریکا کې یوې چرګې دغه خبره غلطه ثابته کړه او معجزې په ډول له سر قطع کیدو وروسته یونیم کال ژوندۍ پاتې شوه.

دغه پیښه د امریکا په کولوراډو ایالت کې پیښه شوه چیرته چې د لایډاولسن نومې کس چرګې مایک تر ننه پورې خلک حیران کړل. د لایډ کور ته يي خواښې راتله او لایډ په دې پوهیده چې د خواښې يي د غاړي غوښه ډیره زیاته خوښېږي.

لایډ په احتیاط سره د چرګې له غاړې غوښه شکوله غوښتل چې د چرګې سر پورتنۍ حصه، مښوکه او سترګې قطع شو.

په دې حالت کې د چرګې ژوندۍ پاتې کیدل ناشونی و؛ خو لایډ د دې په لیدلو حیران شو چې چرګه د یوې ورځې وروسته هم ژوندۍ وه. نور وخت تیریدو سره چرګه په ګرځیدو شوه؛ خو د سترګو نه شتون له کبله به له هر څه سره ټکرېده.

د لایډ زړه پرې وسوځید او یوې نری پایپ په واسطه يي اوبه او دانه ورکړه چې وروسته بیا دغه اوبه او دانه ورکول معمول وګرځید.

کله چې دغه چرګه د سر نه شتون له کبله مشهوره شوه؛ نو لایډ دغه چرګه د پیسو لاسته راوړلو وسیله وګرځوله او هر ښار کې به د دې لیدو په بدل پیسې اخیستې.

نړیوال شهرت لرونکی مجله ټایم د دې چرګې په اړه مقاله ولیکله او دغه پیښه د ریکارډونو د ثبت په کتاب ګنیز بک آف ورلډ ریکارډ کې هم ثبت شوه.

د چرګې له مرګ وروسته تر اوسه پورې د سیمې خلک هر کال د دې چرګې په یاد میله جوړوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د