نظــر

د نړۍ بډایان او د شتمنیو ویش

top-ten-richest-people-in-the-worldټول پوهیږو چې په نړۍ کې موجوده شتمنی د انسانانو ترمنځ په مساوی توګه نه ده ویشل شوی. څوک دومره ډيره لری، چې حساب یې ترې ورک دی، خو نور بیا د لوږې او بدمرغۍ سره لاس او ګریوان دی. 

د نړۍ شتمنی نه یوازې چې د بشر د افرادو ترمنځ په نابرابره توګه ویشل شوی، بلکې د جغرافیایی سیمو په لجاظ هم په مختلفو اندازو تقسیم شوی ده.

په دې لیکنه که به لومړی د ۲۰۱۰ زیږیدیزکال  لس ټاپ بډایان وپیژنو او  وروسته به د نړی د شتمنیو د ګلوبال تقسیم په اړه لنډ راټول کړی معلومات وړاندې شی.

د نړۍ تر ټولو ډیر شتمن کسان:

د امریکا د اقتصادی مجلې  (Forbes ) د ارزونې پر بنسټ، د مکسیکو د تیلې کام منیجر ۷۱ کلن «کارلوس سلیم» سږکال هم د نړۍ د لومړی ستر بډای په حیث پاته شو.

د «فوربس  Forbes » د ارزونې په پایله کې (سلیم) (Carlos Slim ) د ۷۴ میلیاردو ډالرو (۵۳،۲ میلیاردو آیرو) څښتن بلل شوی دی. د میکرو سوفټ د کمپنۍ بنسټ ایښودونکی بیل ګیټس (Bill Gates) د (۵۶) میلیاردو ډالرو شمنیو په لرلو سره د تیر کال په څیر د نړی دوهم سرمایدارپاته دی. د نړۍ دریم لوی سرمایدار امریکایی تاجر وارِن بوفیټ (Warren Buffett) دی چې  شتمنی یې (۵۰) میلیارده ډالره اټکل شوې ده.

فرانسوی سرمایدار برنارد ارنولټ (Bernard Arnault)د (Louis V-Moët Hennessy uitton (LVMH)) د لوکسو شیانو د کنسرن مالک چې د اروپا تر ټولو ستر پانګوال دی، د نړۍ د سترو شتمنو کسانو په څلورم ردیف کې ځای نیسی او شتمنی یې (۴۱) میلیارده ډالره تخمین شوې ده. 

د نړۍ پنځم لمبر شتمن لارنس ایلیسون (Lawrence Ellison) دی چې (۳۹،۵) میلیارده ډالرلری او ورپسې شپږم یې هندی لکشمی (Lakshmi Mittal) د هند لومړۍ درجه پانګوال دی چې شتمنی یې (۳۱،۱) میلیارد ډالر ښودل شوې ده.

د نړۍ د سرمایدارانو اووم لمبر اورتیګا (Amancio Ortega) د (۳۱) میلیاردو ډالرو څښتن، اتم لمبر یې برازیلی لومړۍ درجه پانګوال بتیستا (Eike Batista) د (۳۰) میلیاردو ډالرو څښتن او نهم لمبر یې د تیلو او ګازو د شرکت څښتن هندی موکیش امبانی (Mukesh Ambani) دی چې (۲۷) میلیارده ډالره شتمنی لری.

د نړۍ لسم شتمن کس د جان ولټان (John Walton) کونډه (۵۶) کلنه  ښځه (Christy Walton ) ده چې (۲۶،۵)  میلیارده ډالر لری او د مشهور ځنځیری سوپر مارکیټ (Walmart) د څښتنانو څخه او همدا راز د یوه سولر کانسرن سهامه ده.

لکه چې ومولیدل، د نړۍ د ټاپ لسو شتمنو کسانو په جمله کې دوه هندوان او یو برازیلی سرمایدار هم شته.

د اَلْډی (Aldi) دځنځیری مغازو بنسټ ایښودونکی کارل البرښت (Karl Albrecht ) ونه توانید چې سږ کال د نړۍ د ټاپ لسو بډایانوپه لړ کې ځای ونیسی او هغه د لسمې درجې څخه دوولسم نمبر ته ولوید. 

البرښت (Karl Albrecht ) د آلمان لوی سرمایدار دی چې فاربیس “Forbes” یې شتمنی (۲۵،۵) میلیارده ډالره اتکل کړې ده.

بیل ګټس (Bill  Gates) چې د اوږدې مودې لپاره د نړۍ لومړی شتمن نفرشمیرل کیده، سږ کال هم د تیر کال په څیر د نړۍ دوهم لوی سرمایدار پاته شو. د ده په اړه د  امریکا اقتصادی مجله „Forbes“  لیکی چې دده د لومړي ځای څخه د لری  کیدو او دوهمې درجې ته د راټيټيدو ګناه د ده پخپله غاړه ده، ځکه چې د سافت ویر جوړوونکی د خپلو شتو لویه برخه نورو ته ور وبښله، خپله ډیره پانګه یې د بیوزلو هیوادونو د پرمختیا له پاره مصرف کړه او د روغتیا په برخه کې يې  د خطرناکو ساری مرضونو (لکه ملاریا) دعلمی پلټنو له پاره بسپنه ورکړه.

د سافت ویر د کمپنۍ بنسټ ایښودونکی (بیل ګټس) په ۲۰۰۸ زیږیدیز کال کې د سافت ویر له مشرۍ ځان شاته کړ، تر څو چې د بیل او میلینډا ګِټس د فونډیشن (Bill & Melinda Gates Foundation) له پاره ډیر وخت ولرلای شی. دی له دې لارې له خپلې میرمنې سره یوځای د لوږې، کلورا او نورو ساری ناروغیو سره مبارزې ته سازمان ور کوی.

تیر کال ګټس له ستر امریکایی پانګوال وارن بوفټ (Warren Buffett)   (د نړۍ دریم لمبر شتمن د ۵۰ میلیاردو ډالرو څښتن) سر ه یوځای  یو کمپاین  د نړۍ د مولټی میلیاردرانو تر منځ پیل کړ. ددې طرحې له مخې ده غوښتل چې د نړۍ مولټی میلیاردران دې لږ تر لږه د خپلو شتمنیو نیمایی د ټولګټو پروژو له پاره ولګوی.

یوازې هغه کسان د دوی  (کلوب)  „Club“  ته لاره موندلای  شی ، چې د خپلو شتمنیو نیمایی یې د ټولګټو پروژو له پاره ورکړې وی. ده دخپل نظر په اړه  تر اوسه څلويښتو مولټي میلیارډرانو ته قناعت ورکړی  دی.  

په دې کسانو کې د نړۍ تر ټولو شتمن کس کارلوس سلیم (Carlos Slim Helú) شامل نه دی. ددې مکسیکویی شتمن کمپنۍ  هم (۶۵) میلیونه ډالر په امریکا کې د طبي څيړنو له پاره بسپنه کړی دی، خو دا د ده د پانګې (۷۴ میلیارده ډالرو)  له  نیمایی څخه ډیرې کمې دی.  د بیل ګټس ددې کمپاین له لارې  تقریبا سل میلیارده ډالره بسپنه ټوله شوه.

په چین، روسیه او برازیل کې د میلیارډرانو شمیر ډیر پورته شوی دی. د فاربیس Forbes دمجلې د لیکنې پر اساس د چینایی میلیارډرانو شمیرتقریبا دوه چنده شو او ۱۱۵ تنو ته جګ شو.

د روسیې او برازیل د میلیاردرانو شمیر دوه پر دریو جګ شو.

په دې توګه روسیه ( ۱۰۱ ) میلیارډر او برازیل ( ۳۰ ) میلیار ډر لری. په پایله کې چين او روسیه هغه دوه هیوادونه دی چې د امریکا د متحده ایالتونو تر څنګ یې د میلیارډرانو شمیر سلو ته رسیږی.

یوازې په مسکو کې ۷۹ میلیار ډر شته چې د نړۍ تر ټولو ښارونو یې حجم زیات دی. دوهمه درجه ښار،  نیویارک دی چې ۵۸ میلیارډر لری.  په روسیه کې د میلیارډرانو د شمیر د زیاتوالی سبب د اومو موادو د نرخونو لوړیدل دی، خوپه چين او هند کې بیا د هغو هیوادونو اقتصادی ودې د میلیارډرانو د شمیر د زیاتوالی له پاره شرایط برابر کړی دی.

د نړۍ د لوی اقتصادی او مالی بحران څخه دوه کاله وروسته د ډالر د میلیارډرانو شمیر (۱۲۱۰) تنو ته جګ شو چې تر هر بل وخت یې شمیره زیاته ده.  دوی ټول د نړۍ دشتمنیو د (۴،۵) بیلیونو ډالرو څخه زیاته پانګه په واک کې لری چې د فاربیس په اټکل د ټول جرمنی د ناخالص داخلی محصولاتو څخه زیاته ده.

په نړۍ کې د شتمنیو ویش:

په هلسنګی کې د ملګرو ملتونو په پوهنتون پورې تړلی د اقتصادی ودې د تحقیقاتو نړیوال انستیتوت (World Institute for Development Economics Research (WIDER) یوه نوی مقاله نشر ته سپارلې چې په هغو کې يې تر (۲۰۰۰ ) میلادی کال پورې د نړۍ د نفوسود( ۹۴ ) سلمې څخه زیاتو  عوایدو او شتمنیو د ویش او انکشاف په اړه معلومات خپاره کړی دی.

په دې څیړنه کې د نړۍ د بالغو افرادوتر منځ د نړیوالو شتمنیو(د کور د اړتیاوو او په ورځنیوچارو کې د کارونې اسباب)  د ګلوبال ویش په اړه تر (۲۰۰۰) کال پورې معلومات شته، خو تر هغې وروسته مودې له پاره په نړیواله کچه احصائیه نشته.

دنړیوالې شتمنۍ( ۹۰)  په سلو کې په شمالی امریکا، اروپا او د آسیا د پاسفیک د حوزې په هیوادونو (جاپان، استرلیا) کې دی. یوازې شمالی امریکا چې د نړۍ د بالغ نفوس  ۶  په سلو کې ورپکې ژوند کوی، د نړیوالو شتمنیوټوله دریمه برخه په واک کې لری.  په هند کې چې د نړۍ د بالغو نفوسو ۱۵ سلنه ژوند کوی، د نړۍ د شتمنیو یوه سلنه په اختیار کې لری.

هغه کسان چې تر( ۵۰۰۰۰۰ ) ډالرو زیاته شتمنی لری، د نړۍ په شتمنو کسانو کې شمیرل کیږی او ګڼه یې( ۳۷) میلیونو بالغو افرادو ته رسی. داسې اټکل کیږی چې د ۲۰۰۰ میلادی کال را په دې خوا دا احصائیې بدلې شوی وی او هغه کسان چې د نړۍ په شتمنو کسانو کې حساب شی، د اټکل سره سم باید د شتمنیوټيټه پوله یې ۳۲٪  لوړه تللی وی.

ددې تحقیقاتو څخه ځرګندیږی چې د نړۍ د بالغو نفوسو پاسنۍ لس په سلو کې برخه د نړیوالو شتمنیو ۸۵ سلنه برخه په واک کې لری. هغه کسان چې په دې لس سلنه کې شمیرل کیږی باید د نړیوالو د منځنۍ شتمنۍ ۴۰ برابره ولری.

د مخروط په لاندینی نیمایی کې پراته بالغ کسان ایله د نړیوالو شتمنیو یوه سلنه په اختیار کې لری. ددې احصائیې پر اساس داسې ویلای شو چې که موږ د نړۍ شتمنی یوه د تناره ډوډۍ وبولو او د نړۍ نفوس هم لس تنه فرض کړو، نو به د اوسنیو احصائیو پر بنسټ دې نتیجې ته ورسوچې یوکس په یوازې ځان د ډوډۍ ۹۹ برخې ځان ته غواړی او یوازې په سلو کې یوه برخه یې د نورو نهو نفرو لپاره پرې ایښې ده.

د کریدټ سویس (Credit Suisse) بانک  هم د۲۰۱۰ کال په اکتوبر کې یو مفصل رپوټ نشر کړ. په دې رپوړټ کې نه یوازې د څو ډیرو شتمنو کسانو د شتمنیو تحلیل شوی، بلکې له ډیرو شتمنو تر ډیرو بیوزلو پورې یې دنړیوالو شتمنیو یو پراخه تحلیل وړاندې کړی دی.  ددې رپوټ پر اساس چې د ۲۰۰ هیوادونو  د ۲۰۱۰ کال د احصائیوپر بنسټ جوړ شوی دی، په وروستیو لسو کالونو کې د ۴،۴ میلیارده بالغو نفوسو(تر شل کلنو پورته مطلب دی)  خصوصی شتمنۍ په نړیواله کچه ۷۲ په سلو کې زیاتې شوی او ۱۹۵ ټریلیونو ډالرو ته جګې شوې دی.

ددې پر وړاندې دولتی قرضې ۴۵ ټریلیونو ته رسیږي. همدا شان کریدیټ سویس پخپل رپوټ کې لیکی چې د نړۍ په کچه د بالغو کسانو شتمنی به تر ۲۰۱۵ کال پورې په سلو کې ۶۱ ډیره شی او ۳۱۵ ټریلیونو ډالرو ته به ورسیږی.

د نړیوالو شتمنیو د ویش د مخروط په سر کې د کریدیټ سویس د رپوټ پر اساس د( ۱۰۰۰) څخه زیات سوپر میلیارډران دی چې ۲۴۵ يې د آسیا پاسفیک په حوزه کې، ۲۳۰ یې په اروپا کې او ۵۰۰ یې په شمالی امریکا کې دی.

تر هغې وروسته بیا د بډایانو هغه ۸۰۰۰۰ زریز شمیره راځي چې په اوسط ډول له ۵۰ میلیونو امریکایی ډالرو څخه زیاتې شتمنۍ لری.

د مخروط په دریم پاسنی پوړ کې هغه ۲۴ میلیونه د لویو شتمنیو څښتنان راځي چې په منځني ډول یې شتمنۍ د یو میلیون او ۵۰ میلیونو امریکایی ډالرو تر منځ وی.

له دې ډلې څخه تر ۸۰۰۰۰۰ زیات یې همدا اوس په چین کې دی، ۱۷۰۰۰۰ یې په هند کې دی او د څلورو میلیونو نه ډیر یې د آسیا پاسیفیک په نورو ملکونو کې خپاره دی.  تردې لاندې هغه د ۳۳۰ میلیونو بالغو کسانو قشر راځي چې د سلوزرو څخه زیات او تر یو میلیون امریکایی ډالرو پورې شتمنی ولری. 

د پارامید په لاندې برخه کې  هغه درې میلیاره کسان قرار نیسی چې په منځنی دول یې شتمنی تر ۱۰۰۰۰ امریکایی ډالرو کمه ده او په دې شمیر کې ۱،۱ میلیارد هغه کسان دی چې تر ۱۰۰۰ امریکایی ډالرو کمه شتمنی لری. د نړۍ په نفوسو د ګلوبال شتمنیو د ویش د مخروط په منځنی پوړ کې چې یو میلیارد بالغ کسان په کې شمیرل کیږی، د شتمنیو د تقریباشپږمې برخې (۳۲ ټریلیونه ډالرو) څښتنان دی.   

د ناروی او سویس خلک د نړۍ تر ټولو بډایو خلکوڅخه شمیرل کیږی چې په منځني ډول یې هر بالغ اوسیدونکی ۳۷۲۶۹۲ امریکایی ډالره شتمنی لری. د امریکا په متحدو ایالتونو کې په منځنی ډول هر اوسیدونکی ۳۲۰۹۰۹ ډالر ، سینګاپور او استرالیا چې په دې وروستیو کې یې خپلې شتمنۍ دوه چنده کړې، هر اوسیدونکی په اوسط ډول ۲۵۵۴۸۸ امریکایی ډالره شتمنۍ لری.

د منځنی ختيځ په قطر کې په اوسط ډول د افرادو شتمنی ۱۰۹۳۶۹ امریکایی ډالره  او له کوریا، یونان، پرتګال او هسپانیا څخه لوړه خو د اروپا د وسطی شتمنیو له کچې ټیټه ده. په عربی اماراتو کې هم د شتمنیو وده ښه پر مخ تللې ده او په متوسط ډول هر بالغ نفر ۱۵۰۰۰۰ ډالره شتمنی لری.

د چین ټوله شتمنی ۱۶،۵ ټریلیونه ډالره ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو(۵۴،۶ ټریلیونه) او جاپان (۲۱،۰ ټریلیونه)  وروسته دریمه درجه نیسی. که د چین د اقتصاد د پرمختګ اوسنۍ کچه او چټکتیاپه نظر کې ونیول شی، نو په ۲۰۱۵ کال کې به د هغه شتمنی په سلو کې ۱۱۱ وده وکړی، ۳۵ ټریلیونو ډالرو ته به ورسیږي، له جاپان څخه به مخکې شی او په امریکا پسې به دوهم ځای ونیسی.

د آسیا پاسیفیک په نورو هیوادو کې هم د شتمنیو زیاتوالی شوی.

په هندوستان کې شتمنی درې چنده زیاتې شوی او ۳،۵ ټریلیونو ډالروته پورته شوی دی. په همدې وخت کې د اندونیزیا په شتمنیو کې پنځه واری زیاتوب راغلی او ۱،۸ ټریلیونوډالرو ته رسیدلی دی.

د اقتصادی ودې د اوسنی آهنګ له په نظر کې نیولو سره کیدای شی چې هندوستان په ۲۰۱۵ کال کې تقریبا دوه برابره، ۶،۴ ټریلیونه او اندونیزیا به (۳،۰) ټریلیونه شتمنی ولری.

نورمحمد غفوری
10.03.2011


اخځی:

https://www.credit-suisse.com/news/en/media_release.jsp?ns=41610

http://www.gmx.net/themen/finanzen/geld/387ceuu-das-sind-die-superreichen

http://www.focus.de/finanzen/news/forbes-liste-die-zehn-reichsten-menschen-der-welt_did_33574.html

http://www.fr-online.de/panorama/bill-gates-hat-zu-viel-gespendet/-/1472782/7888480/-/index.html

http://home.arcor.de/alimente1/home.arcor.de/html/wider_studie.html

http://www.heise.de/tp/blogs/8/148621

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x