افغانان په هېواد کې د بهرنیو پوځیانو د شتون له دوامه اندېښمن دي

له لوړې سمدستې وروسته د امنیتي تړون لاسلیکول څه په ډاګه کوي؟ – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: په کابل کې د امریکې سفیر جیمز کننګهم وايي چې نن به د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي.

د امریکا سفیر ترهغه څو ساعته وروسته دا اعلان وکړ چې ښاغلی اشرف غني احمدزي د ولسمشرۍ د تحلیف په مراسموکې د وینا پرمهال په افغانستان کې دسولې راوستل له خپلو کاري لومړیتوبونوڅخه وبلل.

د ولسمشر اشرف غني احمدزي د سولې د ټینګښت او د امریکا د سفیر لخوا د دفاعي تړون د لاسلیکولو بیړنی اعلان په خپل ذات کې هغه دوه متضاد مفاهیم دي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پرځای د لازیاتو جګړو او وینو تویولو دلالات افاده كوي؛ ځکه د دفاعي تړون لاسلیکول په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ابقاء ته لاره هواروي او په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل د دغو ځواکونو شتون دی ، نو دابه څرنګه امکان ولري چې د عامل د شتون ترڅنګ معمول(جګړه) له منځه یو وړل شي؟

که د افغانستان ۳۶ کلنې اوږدې لانجې عواملوته په غور سره وکتل شي نو د هغو له جملې نه په افغانستان کې د بهرنیانو موجودیت اوياپه بله معنا د بهرنيانو اشغال هغه اساسي عامل دي چې د دې لانجې ټول ابعاد په همدې اساسي عامل پوري تړلي دي.

اوس که هرڅوک اوهره معامله د هرمبرر له مخې په افغانستان کې د بهرنیانو پر پاتې کیدو ټینګارکوي دا په حقیقت کې په افغانستان کې نورهم د جګړې پر تداوم او غزولو ټینګاردی .
د امنیتي تړون په اساس په افغاانستان کې د امریکایانو پاتي کیدل یواځې د افغانستان د نا آرامه کولو په معنانه ،بلکې د ټولې سیمې د نا آرامي او بي ثباتي په معنا ده ؛ ځکه دامریکایانو وجود نن په ټوله نړۍ کې د سرطانې غدې حیثیت لري چې ټول نړیوال ورسره سخت حساسیت لري او هيڅوک یې په څنګ کې منلو اوپاتي کیدلو ته زړه نه ښه کوي.

په افغانستان کې د امریکایانو شتون په حتمې توګه له ځان سره سیمه ییز حساسیتونه راپاروي او د دغو حساسیتونو ټول اغیز به په افغانستان کې ښکاره کیږي، په دې خبرې باندې هم امریکایان او هم د هغوي ترمستقیم اشراف لاندې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوي حکومت ښه پوهیږي ، خو امریکایان په قصدي ډول د افغانستان او سیمې دبي ثباتي لپاره دا کار کوي او د نوی حکومت چارواکي د ورسپارل شوي وظیفوي مكلفيت له مخې د هغه په ترسره کولو مجبوردي..

دا چې د ښاغلي اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوی حکومت د خپل کار پیل له امریکایانو سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو کوي له دې څخه خپله دا په ډاګه کیږي چې نوی حکومت دافغانانو لپاره نه، بلکې د هغو امریکايي پروګرامونو د پوره کولو لپاره دی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومته نیمګړي پاتي شوي.

پخوانی او اوسنی ولسمشران دواړه د افغانستان تر ولسمشرۍ له مخه د امریکايي ادارو مامورین ول ، حامدكرزى د یونیکال امریکايي کمپنی د یوه مامور په حیث ۱۳ کاله د امریکایانو دپوځي ،سیاسي او مالي ملاتړ په زور پرافغانستان مسلط وه او اوسنی ولسمشر احمدزی په واشنګټن کې د نړیوال بانک دیوه امریکايي موظف په حیث غواړي د پنځو کلونو لپاره پرافغانستان واکمن شی.

په شخصی توګه نه پخواني ولسمشردافغانستان د قضیې دحل په اړه دڅه کولوصلاحیت درلود او نه یې اوسنی ولسمشر لري . نن د امریکایانو په دستور د دفاعي تړون لاسلیکول د دغو حقائقو ښکاره تعبیر دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د