
اشرف غني حکومت، امريکا او ناټو سره امنيتي سند لاسليک کړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه ۱۳۹۳ل): شېبه مخکې د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي حکومت له امريکا او ناټو سره دوه جلا جلا امنيتي سندونه لاسليک کړل. د امريکا له لخوا کابل کې د امريکا سفیر جمیزکنینګهم او د اشرف غني احمدزي د حکومت له لوري د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر لاسليک کړ.
دوهم سند، چې ناټو او اشرف غني حکومت تر منځ لاسليک شو، د حکومت له لوري د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د ناټو ځانګړي استازي امضاء کړ.
Good for all Comunist ( Khalqi,Parchami,Afghan Milat,etc) your leader singed agreement with USSR ( Shorawi Itihad) & You Mr Atmar Singed agreement with USA & NATO ,(Tora Irtija)