د اوبا ما ماښامنۍ وينا او زمونږ سهارنۍ اوريدا – گواښ او كه جگړه؟!
د ۱۳۹۰ ل.هـ كال د چنگاښ د دوه يم سهارپه څلورنيمو بجو، چې د امريكا د ماښامي له اته بجو سره برابريږي؛ د نړۍ لوى شيطان، د امريكا تېرايستونكي او درغل واكمن اوباما لس خبرې په لس دقيقو كې پاى ته ورسولې، چې ورسره سم په يمن كې د جنوب ختيځ المكلا سيمې له مركزي زندان ۶۲ د القاعده اعدام ته برابرغړي له ۴۵ متره كيندل شوي تونل په تېښته ووتل او پخپله مخه لاړل.
په هره توگه د لس دقيقو لس اپلتې لس غوښتنې او پوښتنې لري:
– ۳۳۰۰۰ امريكايي سرتېري به ووځي!
– ۱۰۰۰۰ سرتېري به د ۲۰۱۱ ع كال تر پايه وځي!
– ۲۳۰۰۰ نورهغه به د ۲۰۱۲ع كال په دوبي كې ووځي!
– سوله به افغانان كوي؛ خو، چې :
– القاعده سره تړاو ونه لري!
– اساسي قانون ومني!
– له پاكستان مننه، خو جگړه به كوي!
– امريكا كولى شي پرته له دې، چې په كوم هېواد كې پوځي شتون ولري؛ جگړه وكړي!
– زه د امريكا ولسمشر يم!
– ترهگر زغنلى نشم!
* آيا ليبرال ډيموكراتان او اخوانيان پرته له القاعده د طالبانو ثابت ارزښتونه منلى شي؟
* آيا سينگارشوې فشارډلې او لسگونه گوندونه باوري هلې ځلې لري؟
* آيا فرهنگي، قومي او مطبوعاتي مليشې د ډاډ وړدي؟
* آيا افغانان د امريكايي او القاعدوي غوښتنو او پوښتنو د بېلولو واك و ځواك نه لري؟
* آيا پراساسي قانون يو اړخيز ټينگار د كركې، وحشت او جنگ د نوي پړاو د پيل زيرى نه دى؟
* آيا په روانه جگړه كې د پاك – افغان حكومتونوهڅونه، ساتنه او ژغورنه د ولسونو له بشري حقونو سرغړونه نه ده؟
* آيا افغان ولس د خپل هېواد د مقدساتو د هڅونې، ساتنې او ژغورنې حق له حكومتونو نه لري؟
* آيا افغانان د اوبا ما په مشرۍ د امريكايي جگړې مخنيوى د ځان حق نه بولي؟
* آيا افغانان ولسمشران نه لري؟
* آيا افغانان د امريكا په مشرۍ روانه ترهگري زغملى شي؟
ويښتيا، سپېڅلتيا او سمسورتيا د افغانانو د ژوندانه روانه ملي غوښتنه او پوښتنه ده، چې هره مغروره كوپړۍ په كې خاورې شوې ده.
په افغانستان کې تل له جگړو د يرغلگرو اقتصاد کمزورى شوى او د واكمنو څېرو په بدلولو كې بريالي پاتې وه ، خو اوس هرافغان ولسمشردى او افغان وژنه زغملى نشي.
په افغانستان كې د ۲۱ پېړۍ روان ښكېلاك، زبېښاك، يرغليز واك د شلمې پېړۍ د وروستې لسيزې په لومړۍ نيمايي كې بې ځواكه شوى او په يوه بڼه هم له ماتې پرته بله برخه نه ور په برخه كيږي.
خليل الله قتيل زوى خوږياڼى