افغانستان

طالبانو امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک په اړه چټک او جدي غبرګون وښود

د افغان ايتلافي حکومت له لوري امريکا او ناټو سره د تړون د لاسليک په اړه طالبانو يوه اعلاميه خپرې کړه، چې کټ مټ يې خپروو

د کابل امریکايي ادارې لخوا له امریکا سره د تړون د لاسلیک په اړه د اسلامي امارت اعلاميه

له امریکا سره د تړون په لاسلیک سره د امریکا غلامانو خپله اصلي څيره افغان ملت ته لاډیره بربنډه کړه، موږ لا پخوا په ځلونو ويلي و چې دا کسان امریکايي اجرتي مامورین دي چې د څو ډالرو او امریکايي اعتبار ورکولو لپاره له امریکا راوستل شوي، په افغاني جامه کې زموږ په ملت تپل شوي او اهداف يې هغه امریکايي ګټې ساتل دي چې په افغانستان او سیمه کې يي لري، نن هغه ده ډيره ښه روښانه شوه چې د اشرف غني په نامه د کابل ادارې د نوي مشر لخوا بې له دې چې له امریکا سره د امنيتي تړون اوافغان مسلمان ولس د غوښتنو ترمنځ د خپل مسئوليت په دايره کې فرصت ولري او سنجونه وکړي، دهیواد دننه او دباندي حساسیتو نه درک کړي ، په دې اړه د هېواد د ديني عالمانو،مجاهدینو او نورو متعهدو قشرونو غږ واوري، په مورد يې الهي ارشادات په نظر کې وساتي، دملت اوږد مهاله ګټې، وقار، عزت، اسلامي ارزښتونه او ددې وياړلۍ ولس د آزادۍ غوښتنې پخه او نه بدلیدونکي روحيه په نظر کې ونيسي، داده له امریکا سره يې د هغو ديو مامور په حيث د هيواد پلورنې رسمي سند لاسلیک کړ.

موږ د ارګ د نویو چارواکو دا عمل د شرم او افسوس وړ بولو، دوی په دې عمل سره له خپل دین، خپل اولس، تاریخ او خپل هیواد سره نه هیریدونکې جفاء وکړه، دوی د خپلو آني سیاسي ګټو لپاره د موجود بحران تمدید ته زمینه برابره کړه، دسولي په نامه غولونکی ږغ یې دلا رسوایي سره مخ کړ، نور نو افغانان په دې پوه شوي چي ددوی دسولي نارې سورې، هسي دولس تیر ایستل دي اوبس ، هغه کافر متجاوز دښمن چې له هیواده په تیښته وو، دوی ورته د لا میشتیدو فرصت ورکړ.
موږ باور لرو چې دغه ډول کاغذي اسناد به زموږ اولس له مقدس جهاده راونه ګرځوي او نه به په روان جهاد کوم اغیز وکړي، موږ یوځل بیا د اشغال په اړه خپل دریځ روښانه کوو او هغه داچې د مسلمانانو په خاوره کې د کفري مسلحولښکرو د پوځي تاسیساتو او استخباراتي شبکوموجودیت، د مسلمان وطن په ځمکه او هوا د هغوی برلاسي له ټولو دیني، ملي او انساني اصولو سره په ټکر کې دي، موږ الله تعالی دیني اصولو ته په متعهد ژوند تیرولو مامور کړي یو، نوځکه به هیڅکله دا ونه منو چې دکفري پوځونو په شتون کې له خپلې جهادي داعیې پر شا شو.

موږ په داسې حال کې چې دغه امریکايي سند دخپل مسلمان، آزاد، سرلوړي او مجاهد ملت په نمايندګۍ ردوو، دهيڅ اعتبار وړ يي نه بولو او هيڅ افغان تبعه یي منلو ته ژمن نه بولو، په امریکا او غلامانو يي غږ کوو چې موږ به ستاسو په وړاندې پيل شوی مقدس جهاد او د آزادۍ مبارزه ترهغو جاري ساتو ترڅو مو چې هيواد په بشپړ ډول له امریکايي وحشي منګولو نه وي را ايستلي، يو مستحکم اسلامي حاکميت مو نه وي اعاده کړي او خپل ولس ته مو بیاهم تاریخي وياړ نه وي ور په برخه کړي.

په دې هدف کې له موږ سره ټول ولس مل دی، زموږ جهاد د الله تعالی په نصرت او دخپل ملت په بې دريغه قربانيو سره روان دی او دافغانستان آزادي، داسلامي حاکميت مينځته راتلل او د نا اهلو غلامانو مجازات د هر با ضمیره افغان هدف او موخه ده، داسې جعلي سندونه به زموږ د ولس د روا جهاد او مقاومت مخه په هيڅ ډول هم ونه شي نيولی او لکه نورې امریکايي دسيسې او استراتيژۍ دغه وروستۍ هغه به يي هم له نامرادۍ او ناکامۍ سره مخ وي.

ددې تر څنګ چي دتړون لاسلیکونکي او حمایه کونکي به دتاریخي غلامانو په نوم دافغانانو په تاریخ اوذهنو نو کي ثبت کړل شي، زموږ ملت هوډمند دی چې دفرصتونو په راتګ سره به د امریکا سره د تړون لاسلیکونوغلامانو ته هم دشرعي محکمې او پريکړې سره سم هغه جزا ورکوي چې دلته يي پخوانيو غلامانوته ورکړې ده. ان شاءالله

د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۵/۱۲/۶هـ ق
۱۳۹۳/۷/۸هـ ش ــ 2014/9/30م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

که طالبان واقعا د امریکا عشر باڼی او د فشار قوه نه وی او دا امنیتی تړون ددوی د بی ثباتیو او نا پوهیو د لاسه نه وی نو تر جنوری اولی نیټی یعنی ۲۰۱۵ کال پوری مراحل لری چه ورسته به په تړون عمل کیژی اوس نو که طالب رښتیا اسلامی او ملی افغانی استقلال لری نو باید واضح شرایط د خصوصی هیت د لاری د کابل اداری ته واستوی چه که تړون فسخ کړی یا یی داسی او داسی ترمیم کړی او په اساسی قانون کښی دا او دا تغیر راولی نو مونژ سولی ته هر کلی وایو… نور لوستل »

غوربندي

معلم صیب تاسو ته سلام او احترام لطفا خپل او د نورو مرداری په طالبانو مه تپی په همدې نن سایټ کې مې د همدی کرغیړن تړون په باره کې د فیسبوک څخه نقل شوي د ځنو افغانانو نظریات ولوستل تاسو یی هم ولولی په دی کی یو هم د محمود سعید صیب په نوم یو تن ستاسو ورته نظر لري زه به تاسو ته یو مثال ووایم د میړه او میرمنی د ګډ ژوند په اړه: که چیرته یوه میرمن له میړه څخه نه وي خوشاله ایا کولای شي ځان ته پټ یار یا یاران ونیسي یانی د خپلو… نور لوستل »

افغاان ځلمی

معلم جانه سلامونه می ومنه : د اوسنی تړون سره زمونږ هغه جمهور ریس صاحب ، چه دیارلس کاله یی د همدغه اشغلکرو معاشونه تر لاسه کول او د هغو په لاس کینول شوی وو هغه تر دی کچی ورسره مخالف وو چه د دی تړون لاسلیک کول یی نه یوآخی د ځان د پاره بلکه دهر افغان دپاره شرم او عار اعلان کړو ، سره د دی چه مجددی صاحب ورسره تر دی چدی شو چه که دا لاسلیک نه کړی زه به بیا هجرت وکړم ، معلم جانه تر هغی چه ستا له دریزه معلومیږی د حزب اسلامی… نور لوستل »

ارماني

امریکا سره که څوک تړون کوي دشرم وړ عمل
که څوک یې ملاتړ کوي دشرم وړعمل ده
که څوک یې ملګرتيا کوي دشرم وړ عمل ده
او که څوک دمذاکراتو په نامه دشهيدانو وينې او جهاد خرڅول پرې غواړی دا ترټولو ستره جفا او ستر خيانت دی
امریکا هغه څوک ده چې مسلمان ته یې دزمکې پر سر دژوند تېرولو حق نه ورکاوه
نن دمذاکراتو په نامه مجاهدینو ته دهوکه ورکول غواړي
تړون مهمه خبره نده دامریکا شکست نه شي ځنډولای او له امریکا سره دمذاکراتو په نامه پټې معاملې به دډیر زیانمن وي
ټول دې بیدار ووسي

جمال

که د زړه نه درته ووایم په دی امضا خو هر واقعی مسلمان افغان خفه دی، دا لا څه چی ددی نظام څخه هم تر پزی رسیدلی خو طالبانو تاسی هم څه نعوذو باالله ملوکت نه یاست هسی حقیقت همیشه تریخ وي خو بیا هم ویی لولۍ: زما خو اعصاب خراب شول داسه روان دي ، خو خیر د قیامت علامی دی تاسی یو هم خپلواک نه یاست څوک د امریکا زامن څوک د روس زامن څوک د پاکستان پنجابي زامن او څوک د ایران، له ځانونو مو مفتیان جوړ کړي. او مونږ عام افغانان هم لږ څه د لوی… نور لوستل »

افغاان ځلمی

جمال صاحب سلامونه می ومنه تبصره خو د نام خدای اوږده لیکلی مګر لږه نه چه ډیره بی وزنه او بی خونده ده ، کشکی له څیړنو وروسته دی دا لیکلی وی ، یا به مو په ویدو لیکلی وی ، تاسی ځانله نه یاست ملګری مو ډیر دی ځنی خو بیا کمری رغړوی ، کنځل لیکلی داسی خبری کوی لکه د بل ستوری څخه چه یی تشریف راوړی وی ، تاسی خو د زمکی معلومیږی ، مګر زما توصیه درته داده چه له څیړنو او معلوماتو تر لاسه کولو وروسته که لیکنی یا تبصری ولیکی هم به تاسی اجرونه… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x