افغانستان

چارواکي: په خوست کې بې پیلوټه الوتکې څلور تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د خوست چارواکي وايي چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دې ولایت په علیشېرو ولسوالي کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ وايي چې بې پیلوټه الوتکې د عليشېرو په ولسوالي کې څلور تنه ملکي وګړي هغه وخت په نښه کړل چې په يوه کرولا ډوله موټر کې د سفر په حال کې وو.

د والي ویاند وايي چې دوی يې لا په اړه شکمن دي چې شهیدان شوي کسان طالبان دي او که عام وګړي، خو د خوست مرکز په متون کې د اسماعیل په نامه یو تن پژواک ته ویلي چې شهیدان شوي د ده د تره په ګډون د نوموړي نږدې خپلوان دي.

دا په داسې حال کې دی چې پخواني ولسمشر حامد کرزي له بهرنیو ځواکونو څو ځلې د بې پیلوټه الوتکي د بریدونو او شپینو عملیاتو د ختمولو غوښتنې کړې دي.

یاده دې وي چې د بښنې د نړیوال سازمان په سږني راپور کې هم بهرني ځواکونه د زرګونو ملکي وګړو په وژنه ملامت بلل شوي دي، پر دې سربېره په هېواد کې د ګډ حکومت مشرانو له امریکا سره د امنیتي تړون سند څو شېبې وړاندې لاسلیک کړ، چې عام افغانان يې د افغانستان خرڅلاو بولي او ډېرو يې نن ورځ «توره ورځ» بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x