نظــر

یوه وړه حادثه افغانستان د مقاومت ترڅنګ یو اولسي پاڅون ته رسولې شي!!

syria_protestداقوامو په تاریخ کې چې کله هر پلو ته مایوسي، اضطراب، غربت، مرضونه، بددیانته، او کرپټ خلګ یو بل سره لاس او په ګریوان وي، واک د زورور سره وي، د اقتدار خاوندان د پرګنو د خواهشتاتو او هیلو نه بی پرواه صرف د خپل راتلونکي لپاره هلې ځلې کوي، د یو چپړاسي نه نیولې د هیواد تر صدر المملکته پورې که څه داسې نښې نښانې راښکاره شي چې دوې د دیانت او انصاف پر اصولو قایم نه وي

نو پرګنې بیا د بدلون او د بغاوت د جذبو څخه خوټګیږي.

د خلګو قهر او غصه د هغوې د روزمره په خبرو کې څرګندیږي، خلګ په ناسته پاسته کې د خپلو واکمنانو پسې بدې ردې وایي، دغه قهر ان بیا تر دې حده پورې رسیږي چې خلګ بیا د خپلو واکمنانو په ظاهره صفت هم نشي کولې، ددې مثال خود یوګسلاویه د واکمن حکمران جنرال ټیټو په هکله هغه د مشهور مغربي صحافي هغه واقعې څخه هم جوتیږي چې کله د ټیټو په هکله هغه د خلګو څخه پوښتنې شروع کړې نو چا هم د هغه په طرفدارې خوله نه خلاصوله، خلګ ویر اخستلي ؤ، په مشکله یو داسې شخص پیدا شو چې هغه دې صحافي ته وویلې چې صحیح ده زه به يې درته ووایم خو دلته نه!، هغوې یوې هدیرې ته لاړل، هلته هغه شخص د یو جږ قبر شاته ودرید او ورو یې ځان سره وویل چې زه ټیټو خوښوم!!!

نو چې کله د یو قوم حال دې ته ورسیږي چې هغوې د خپل واکمن صفت یوازې د ګوند کس او د هغه طرفدارانو ته پریږدوي او بل څوګ تعریف نه کول وغواړي نو بیا ددې قومونو تاریخ یو بل پلو ته قدم وهي!! خو، دا بیا یوې وړوکې واقعې ته ضرورت لري، ځکه حکمرانانو یو داسې ماحول جوړ کړې وي چې صرف یو ګوګړ ورته کولو ته ضرورت لري.
د نړۍ کومه تبدیلي چې هم راپورته کیږي او یا یې تاریخ ته لږ غوندې ځير شو نو تاسو ته به یوه داسې واقعه څرګنده شي چې هغه دې ټول ماحول ته اور ورته کړې وي او هغه تر هغه پورې نه ګل کیږي ترسو چې یې د واکمنانو محلونه په سکروټېو کې بدل کړې نه وي!! د نړۍ ستر ستر جنګونه هم وڅیړې نو معلومه به شي چې ددې وجهې هم معمولي وي، په کلونو کلونو دغه نفرتونه او یو ماحول جوړیږي چې بالاخره یوه داسې وړه واقعه ورته برابره شي چې ټول حالات د اور په لمن کې راونغاړي.

د لومړۍ نړیوال جنګ تاریخ ته که لږ ځیر شو نو همداسې د پولینډ د شهزاده قتل له وجهې ټوله نړۍ د مرګ او جنګ میدان ته ورټوپ کړ، د تونس اوسني انقلاب شروعات هم د یو پوهنتون محصل د ځان سیځلو له وجهې راغې، مصر انقلاب هم همداسې د خالد سعید د قتل کیدلو له وجهې، او افغانستان کې اسلامي انقلاب لپاره هلې ځلې هم د کمونست استاذ د قرآن سیځلو له وجهې راغئ………….

ویل کیږي چې قضاء، انصاف د یوې ټولنې ساتلو او پاتې کیدلو کې غټ رول لوبوي، کومه ټولنه کې چې انصاف وي هغه هیڅ کله هم نشي ماتیدلې او نه په زوال روانیدلې شي. دوهمې نړیوالې جګړې کې چې کله د هټلر جرمنیانو پیرنګیانو باندې توبې وباسلې ( کله چې جرمني طیارو د لندن په ښار بمبار وکړ، اوس د لندن بلټز په نوم یادیږي) نو ددوي هوښیار او تکړه مقرر سیاستندان، ونسټن چرچل، خلګو څخه پوښتنه وکړه چې آیا فیصلې د قانون مطابق کیږي؟ خلګو وویل چې هو، فیصلې د قانون مطابق په انصاف کیږي، نو چرچل ځواب ورکړ چې موږ هیڅ کله هم نشو ناکامیابیدلې!!! او کله چې یوې ټولنه کې انصاف نه وي نو هغه بیا ډیر ضر د زوال او د ماتیدلو په لور روان شي.

د افغانستان حالات هم ډیر پیچیده دي، د یو پلو موږ اشغال یو د بل پلوه زموږ په غریب اولس او د ورځني چارو پوره کولو لپاره د تیرو لسو کلنو څخه یو بی دیانته، بی انصافه ریشوت خوره خلګو بار پروت ده، د پرله پسې ناکام شوي انقلابونو له وجهې خلګ اوس سیاست (کوم چې زموږ مسلمانانو لپاره د خدمت کولو ځاې ده) شیطانت، منافقت بلي. بلکې د خپل ځاني مفاداتو ډهال او د ظلم و جبر یو داستان ګڼي!!! دا اوسنې تپل شوي نظام هم خلګو کې دومره کرکه، نفرت خپور کړې چې اوس امریکا او غرب هم ورته د اوړو پزه نشي جوړولې، زموږ حالات هم یو وړه داسې حادثه غواړي ترسو د مقاومت تر څنګ یو اولسي پاڅون ته هم لیاره پرانیزي!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x