افغانستانخبرونه

امنیتي تړون له اوږدو ناندريو وروسته لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۳ل): نن د کابل پر وخت د ماسپښین درې بجې د افغانستان، امریکا او ناټو ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو. د افغانستان له خوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د امریکا له خوا په کابل کې د دغه هېواد سفیر کننگهم او د ناټو له خوا د دې تړون سفیر، موریټس جوکیمز له خوا لاسلیکونه وشول. ولسمشر اشرف غني پرون حنیف اتمر امنیتي سلاکار وټاکه. له دې مخکې يې له دفاع وزیر، بسم الله محمدي او د بهرنیو چارو له وزیر، ضراراحمد عثماني څخه غوښتی و، چې دغه تړون لاسلیک کړي؛ خو هغوی دواړو نه وه منلې.

د امنیتي تړون په اړه تېر کال پخوانی ولسمشر حامد کرزي ملي مشورتي جرگه راوبلله؛ خو بیا یې هم سره له ډېرو بهرنیو فشارونو دا تړون لاسلیک نه کړ. کرزي استدلال کاوه چې په دې تړون کې افغانستان کې پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو ته قضايي مصوونیت ورکول کېږي، چې باید داسې ونه شي. کرزي غوښتل چې افغان حکومت د جرم په صورت کې د بهرنیو پوځیانو د محاکمې صلاحیت ولري. مګر نن د امریکايي سفیر کننگهم په خبره، کټ مټ هماغه تړون د ډاکټر اشرف غني له حکومت سره لاسلیک شو.

د تړون د لاسلیک پر مهال ولسمشر، اجراییه رئیس او د دواړو چارواکیو دواړه مرستیالان ورسره جهادي مشران د امضاکوونکو تر شا ودرېدل. د غونډې ویاند، فاروق وردک وویل چې «دغه مشران دې شاته وردېږي، تر څو ښکاره شي چې افغان ولس د دې تړون لاسلیکېدا غواړي».

ولسمشر اشرف غني احمدزي د تړون له لاسلیک وروسته لنډې خبرې وکړې. ولسمشر احمدزي وویل، چې نن افغانستان په بنسټیز ډول د خپل ملي حاکمیت څښتن شو. غني وویل: «له دې وروسته به فضا زموږ په کنټرول کې وي، هر بهرنی چې راځي زموږ له قوانینو سره سم به دلته راځي». ولسمشر غني په خپلو خبرو کې هڅه کوله چې ولس ته ډاډ ورکړي تر څو دا تړون ومني او له گواښونو او خطرونو څخه یې ډاډه شي. ولسمشر احمدزي دا ونه ویل چې د دې تړون په پایله کې به د افغانستان په کومو برخو کې څومره شمېر امریکایي پوځیانو ته نهه پوځي اډې ورکول کېږي. ولسمشر غني احمدزي وویل، چې بهرنیان به جوماتونو ته نه ننوځي.

ولسمشر غني احمدزي زیاته کړه: «نړۍ سره زموږ د اړیکو د بدلون بنیادي ټکی همدا تړون دی. افغانستان له نېکه مرغه لا هم د نړۍ د توجه محور دی. د افغانستان او نړۍ گټې مشترکې دي، ځکه موږ مشترک خطرونه هم لرو. دا تړون یوازې او یوازې د افغانستان د رفاه لپاره لاسلیک کېږي. هېڅ ډول هستوي یا کیمیاوي وسلې به د افغانستان په خاوره کې نه ځای پر ځای کېږی».

اشرف غنی د تړون لغوې په اړه وویل: «که زموږ خاوره جدي خطر سره مخ شي، بیا موږ خاصه غوښتنه کولی شو. زموږ غوښتنه به تر جدي توجه لاندې ونیول شي.» مګر غني دا “خاصه غوښته” په گوته نه کړه.

ولسمشر اشرف غني احمدزي له پخوانی ولسمشر حامد کرزي څخه هم مننه وکړه: «له جلالتماب حامد کرزي نه مننه کوم، هر ټکی د امنیتي قرارداد د ولسمشر کرزي له خوا په زښت ډېر دقت له نظره تېر شوی».

غني زیاته کړه: «د بېس کلمه بې معنا ده. دوی به زموږ په تاسیساتو کې وي».

ولسمشر غني اوسنی تړون یوازې یو قرارداد وباله او د دې اصلي تړون یې پخوا امضا شوی وباله: «دا قرارداد یو قرارداد دی، اصلي قرارداد مخکې شوی و، هم د مشورتي لويې جرګې او هم د ملي شورا له خوا تصویب شوی و، ځکه نو مفاهمنامه ده».

اشرف غني د افغان ولس پر اندېښنو اعتراف وکړ: «ولس سره ځینې تشویشونه وو؛ ځکه پخوا به ملکي تلفات کېدل. دا تشویش وړ خبرې دي. دا په وضاحت وايو، چې استعمال د قوې به په هغه شکل صورت نه نیسي».

غني وویل: «نو زه غواړم ولس ته اطمینان ورکړم، چې دا قدم د وطن په خیر او سلا دی. موږ د دې خاورې د مسئولینو په حیث هر افغان ته مسئول یو».

د ځینو کارپوهانو په باور دا تړون د سولې او ملي روغې جوړې ورونه تړي؛ خو اشرف غنی احمدزي وویل: «قوي اراده لرو چې ثبات او امنیت راشي. دا مفاهمه د سولې زمینه برابروي، نه دا چې د سولې لار نیسي».

له ولسمشره وروسته، اجراییه رئیس، ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: «دا تړون یو بنسټیز گام و. د دې تړون په واسطه به افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي». عبدالله په لنډو وویل: «د تړون مواد د افغانستان په گټه دي». اجراییه رئیس د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ: «دا تړون د هېڅ هېواد پر ضد نه دی. د افغانستان له خاورې به یې د گاونډیانو پر ضد کار نه اخیستل کېږي».

د غونډې درېیم ویناوال، کابل کې د امریکا سفیر کننگهم و. ده له ټولو مننه وکړه. دا تړون یې د افغانستان او امریکا د اړیکو استحکام وگاڼه. ده وویل: «دا تړون له یوه تعهده ډېر پراخ دی». ده زیاته کړه دا تړون به په مختلفو برخو کې له افغانانو سره مرسته کوی.

په پای کې د ناټو سفیر موریټس جوکیمز د خپلې ټولنې د ژمنې په اړه وویل چې نور به ناټو د ایساف رول پر غاړه اخلي او ناټو ځواکونه به په افغانستان کې غیرجنگي رول لوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x