افغانستان

ټولنیزې رسنۍ: نن د هېواد د تاریخ یوه بله توره ورځ ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې۸مه، ۱۳۹۳ل): د واشنګټن او کابل تر منځ د امینتي تړون له لاسلیک سره جوخت په ټولنیزو شبکو کې ګڼ شمېر افغانان سخت په قهر شوي، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت دا اقدام یې د هېواد پلورنه، تاریخي شرم او د روانې جګړې تمدیدول بللي.

نن ټکی اسیا د خپلو همکارانو په مرسته له ټولنیزو شبکو نه د ځينو هغو افغانانو نظرونه کټ مټ را اخیستي او تاسو درنو لوستونکو ته یې وړاندې کوو، چې د تړون له لاسلیک سره پر یوه وخت په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي.

قاري سعيد

د رولا زامنو !
تړون خو مو امضاء کړ او اولس مو یوې بلې لس کلنې مبارزې ته ودراوو،موږ ټینګ یو،دې اولس اتیا کاله له انګریز سره دښمني وپاللـه،خو ګورئ ستاسو ژړاګانې، دسولې ننواتې او د اوربند ځولۍ بیا نه منو !!
یارانو !
حوصلې فولادي او ایمانونه تازه کړئ د ازادۍ اوږده لار مو په مخکې شوه . یاهو !!

ډاکتر امین امین جان:

تاخو دیورند کرښنه نه منلــــه
نن خو دی د بابا هدوکی هم خرڅ کړل
نن خو تا دا ملالی ټکری خرڅ کړ نن خو تا دایو ب خان او وزیر اکبر خان توره خرڅه کړه
هی افسوس تا دشهیدانو وینی خرڅی کړی تا دیتم اوښکه خرڅه کړه خـــــــــــو
زلمی شته لا هم مټو کی زور لری لا هم په تن کـــی وینه

سید عبدالله ولي زی:
د لاسليک لپاره يې سخت تجربه لرونکی غلام پيدا کړ. هغوی ته چې د دوی (کمونيستانو) د وطنپالنې پيغورونه يې ورکول.

عندلیب
بيا هم پټکي ونه بښل شول، تر شا يې ودرول شول، تر څو تاريخ د دغه عار سره د ملا يادونه خامخا وکړي.

دا نو اوس وايي چې موږ يې لغوه کولای شو، هلکه مپکېره، تا يې لاسليک ونه شو ځنډولی، نو لغوه به څنګه شي.
خدای خو دا وشرموي چې دا ويې ويل اللهم تقبل منا.
وايي امريکا د کار پنځه مليارده ډالر ومنل، او ځواکونه هم راروزي، بل څوک خو يې نه راکوي، دوی يې چې راکوي، نو تړون ورسره لاسليک کوم، زه وايم، چې هغوی شراب چکلي، که بنګاوه يې وهلې ده، د هغوی پکې څه ګټه ده، او د دې پنځه مليارده ډالرو په مقابل کې بيا د هغوی ګټه څنګه بولې؟
هغه هم وښايه کنه، چړوسه.

عتیقزی
له خدای تعالی څخه غواړم چې دا تړون به د افغانستان د خلکو په خیر وي.
بابه قوی مستان
د ناټو له لوري له افغانستان سره ددې تړون لاسلیك کېدل ما ته د افتخار ځای دی.
جوکېمز

د افغانستان د تاریخ یو بل باب… یو تور باب، د وینو، ماتو ککریو، بمبارونو، او هجرتونو یو نوی تسلسل…!

محمود سعيد
که له تاريخي غروره او احساساتو راووځو؛ پر دې تړون او لاسليک بايد اوښکې توی کړو. دا د نړۍ له يوه ستر ځواک سره د مساوي راکړې ورکړې پر بنسټ نه بلکې زموږ د نهايي مجبوريت پر بنسټ تيار شوی وو. خدايه! ته يې افغان ولس ته د زر تر زره باطلېدو توان ورکړې.

عنايت کاکړ
د ثور اومه: كمونستي كودتا
د ثور أتمه: جهادي غويمنډ
د جدي شپږمه: د شوروي يرغل
د ميزان شپږمه: طالب او كابل
د ميزان اومه: د نجيب إعدام
د ميزان اومه: غني افغانستان
د ميزان أتمه: امريكايانو ته د مور وطن واګه په لاس وركول…!
داسې چې نا أهله زامن يې پرې خوشاله هم وو، خندل يې هم او چكچكې يې هم كولې…!!!

ناوک

تړون به جګړه کلونه نوره اوږده کړي، په دې جګړه کې به امریکايي ټانګ تخریب نه شي، هغه به د خیر په غونډۍ ناست او خپل روزلي به د وطن د دفاع په نامه په شا ټپوي، په کلیو او بانډو کې به د اربکیانو پروسه د خلکو د ناموس لوټنې لړۍ پر مخ بیايي او په ښارونو کې به شته وحشت او فحشا څو چنده شي.
دواړو خواو ته به افغان مري، او مفکر به د تفکر په زور له خپل وحشي مرستیال سره یو مظلوم او کرغېړن نندارچي وي.
ای لویه ذاته!
دا د هډوکو اسکلیټ ستا پر سپيڅلي کتاب په ملنډو کې څومره جرئت کوي، پرون يې ستا په کتاب سوګند یادکړ، نن ستا د ټولو اوامرو خلاف ګام اخلي.
یا لویه ذاته! ته يې وښویوه!

اسامه وزیروال
ولاړو وطن مو خرڅ شو، د غزنوي او احمدشاه ننګ مو خرڅ شو، یو بل شاه شجاع مو هم د تاریخ پاڼو ته ور زیات کړ.
کاش چې اشرف غني لا د مور په ګیډه کې مړ وای، کاش له پیدایش سره سم یې یو چا مرۍ خپ کړیوای نن به مو وطن نه خرڅیده.
خو دا شکر چې اتل طالب شته، تاسو به له امریکا او امریکا به له تاسو درته مخکې کړي خو افسوس ستاسو په مړ ژوانده او بې حسه ضمیرونو.!

حليميار
(خاینان) یي خرڅوي پر سوداګرو
خدای دی مل شي د وطن او د ملګرو

عزیز مومند
اشرف غني د غلامۍ د تړون له لاسلیک نه وروسته وویل: اوس به نړیوال ځواکونه زمونږ مقدسو اماکنو لکه مسجد، ته نه شي داخلیدای.
نه پوهیږم چې اشرف غني ته ولې یوازې مساجد مقدس اماکن ښکاري، ایا دغه په لسهاوو زره امریکايي پوځیان چې په کومه سیمه باندې نظامي اډې جوړوي د هیواد هغه خاوره قداست نه لري؟ ایا د یو اسلامي هیواد هره لویشت خاوره مقدسه نه ده؟
ستا په دغه تفکر دې اور پورې شي چې ته پرې یادیږې.

محمدالله احساس
معلومه به شي،
چې
دا توره ورځ،
څوک ګټي
او څوک بایلي؟!
دا ورځ به هم تاریخ کې ثبت شي.

عابد علمي
د ډېرو افغانانو هیلې وې، چې د نوي حکومت سره به یې په ورو ورو ستونزې کمې شي، بهرني فوځونه به له هېواده ووځي، په هېواد کې به د جګړې لوی دلیل له منځه ولاړ شي، د اسلام د مبین دین په رڼا کې به سوله حاکمه شي او د هېواد د هرې مټې زور به د هېوادوالو د سوکالۍ په لار کې په کار واچول شي، خو داسې ښکاري چې د هېلو په تابوت یې اخري میخ هم ټکوهل شو.

صداقت ابو حارث
ستراتيژیک تڑون او کہ د مور سودا
دامریکا یرغلیز پلانونہ قدم پہ قدم عملی کیگی
ترپرونہ د انتخاباتی انڈوخر کیسہ روانہ وہ او ولس مصروف وہ او نن د تڑون خبرہ سمدستی رابرسیرہ سوہ
موژ ولی اساسی او ژور فکر نہ کوو ؟
دا دیارلس کالہ د چاپہ خوشہ او ارزو دوی دلتہ میشت دی او کوم سند یی لاس کی وہ چی د راتلونکی اندیشنہ بہ ورسرہ وی
داچی تیر دیارلس کالہ یی زموژ ملت ووازہ کورونہ یی وروران کڑل او د تورو تمبو شاتہ یی واچول دا د کوم اساس او سند لہ مخی ؟؟؟؟؟
ایا د یرغلگر سرہ تڑون کومہ مانا لری ؟؟
ہغوی چی ستا ولسمشر او ولسکشر ددوی پہ خولہ مقرریگی او لری کیگی بیا بہ ستاسرہ ژمنو اق سندونو تہ ژمن پاتہ سی ؟
دافسوس مقام دہ چی زمونگ لوستی او نالوستی دا فکر نلری چی اشغال اساسی مشکل دہ چی باید پہ وڑاندی یی مقاومت وسی
تر هغه چی امریکا او اشرگر یی پہ افغانستان مسلط وی هيس سند يي د منلو نه ده
رازئ د اشغال د خاتمی لپارہ لہ مجاہدیبو سرہ لاس یو کوو او لہ دی شرمونو او ذلتہ زانونہ وژغورو

غنجه ګل ارمان

د غلامۍ ‫#‏تړون‬ خو لاسليک شو، خو پړه يې پر يوه کس اچول ستره بې انصافي ده. ټول ملت په ګډه په يوه او بل شکل وطن دغه حالت ته را رسولی. له دغه لويدلي حالت نه د بيرته وتلو له پاره د ټول ملت ګډو هڅو ته اړتيا ده.
دا روښانه ده چې پر دغه تړون به له هر چا زيات اسلامپالي خفه وي، خو که همدوی د دې نيمايي چيغې چې اوس يې د دې تيخوري حکومت پر ضد وهي، د خپلو (معصومو!) رهبرانو پر ضد وهلې وی او د هغوی لاس يې له جنګه نيولی وی، اوس به حالت داسې نه وو.
په هر صورت،
نړيوالو تړونونو تل په تاريخ کې له ځمکنيو عيني شرايطو سره سم ځان عيار کړی، نو که غواړو چې دا تړون مات کړو، بايد د هيواد په علمي، اقتصادي، فکري او سياسي/نظامي شرايطو كي يو اساسي تغير رامينځ ته کړو، له دې پرته يوازې د خولې غندنې نه ګټه کوي او نه مسؤليت رفع کوي!

ظاهر عمار

حضرت صيب بايد د خپلې نننۍ دعاء له امله څلوېښت شرعي دُرې ووهل شي.
امام مالک رحمه الله فرمايي: چا چې د عامه ذهنيت خلاف کار يا خبره وکړه، بايد څلوېښت دُرې ووهل شي!

لمر شرفزی

دادی بیا مې سترگې له اوښکو ډکې دي او امنیتي تړون له امله مې د زرگونو ځوانانو په وینو ککړ جسدونه سترگو ته ولاړ دي.
‫#‏امنیتي_تړون_نه_منو‬

زما ربه!
زما په هېواد کې د یو بل نسل د وینو د قربانۍ پیل ته یوازې څو شېبې پاتې دي.
آه ربه!
نن څو بې ضمیره زما خاوره پلوري او پردیو ته زما د هېوادوالو د وژنې قانوني جواز ورکوي.

احمدزی

ته فکر وکړه، چې د ميږې او ليوه تر منځ تړون څه مانا لري
چې د ملت اراد قوي وي، ان شاءالله د غلامانو او پرديو لاسپوڅو دا کاغذي تړون هيڅ ارزښت نه لري

ذاکر جلالي

افغانستان غني شو!
هغه فکر دې تباه شه!
هغه ټولنه دې اور واخلي چې ته یې دویم مفکر نومولی یې!
ډاکټر صیب عثمان افضلي راسره له نیوزیلانده لگیا دی. وايي نیمه شپه ده. خوب مې ورک شو، اوښکې مې راغلې… د زړه خواله هم څوک نه شته!
مال دومره یې جدي مه نیسه، صحت دې زیانمن نه کړي، وې څنگه یې جدې ونه نیسم!
مال خدای دې ستا د دې نېک احساس اوس پر دغو مفکرینو او پردي پالو پورې کړي!
‫#‏احساس‬

ع افضلي
څه باندې درې نیم کاله شول له کوره او وطنه لرې یم.. خو نن، هو نن د لومړي ځل لپاره ځان ډېر یوازې احساسوم.. شاید ژوند کې دومره نه وم یوازې شوی…
کاش یو څوک وای چې فکر مې ورسره بدل شوی وای…
کاشکې ورځ وای چې بېرون وتی وای او ځان مې مصروف کړی وای…
انما اشکوا بثی و حزنی الی الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجاهد

که ده مسلمانانو ځوانانو په موټوکی که طاقت وو بیاخوبی غمه اوسی داتړون به ده اوبو خطی ثابتی سی اوکه غیرت کډه کړی وه بیا که تړون نه یی هم تړون دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x