نظــر

د دیارلسو کلونو لاسته راوړنې او دواک لیږد؛ دافغانستان په تاریخ کې ځلانده کرښه

لیکوال: شیرمحمد((ستانکزی))

نن په افغانستان کې تاریخ یوه نوې پاڼه واړوله،  دافغان غیورولس تاریخ؛ یوځل بیا په زرینوکرښو نړۍ ته په ډاګه کړه، چې افغانان په خپلوکې داسې دوروولي او خوت میړانه غوره کړې دي، چې سارې يي نه لیدل کیږي. نن دواک اوقدرت دلیږد ورځ ده، دسیاسي واګې له یوولسمشر نه بل ولسمشرته په آرامه توګه لیږدول کیږي. دافغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزي؛ په میړانه توګه خپل ۱۳ کلن قدرت، هغه وړتیاوې او صلاحیتونه، چې د افغانستان دپرمختیايي کارونو بنسټ کیښودل.  هغه افغانستان چې دتیروڅو لسیزو په جنګ اوجګړو بوخت او ویجاړ شوی ؤ.

ددې ولسمشر په برکت دهیوادپرمختللي کارونه، ښوونیز، روغتیايي، کرنیز، اقتصادي او دښه حکومتولۍ اساس کیښودل شو، له صفره کارونه پیل او ورو ورو دغه کارونه دهیوادبیلابیلو سیمو ته وغزیدل. روغتیايي مرکزونه، کلینکونه، داوبو دبندونو جوړو، برښنا يي سیسټم  ورغول شو، ښوونیز مرکزونه  پرانستل شو، سړکونه اوپه سل هاوو نورکارونه دهیواد په لرو اونږدو پرتوسیموکې پیل شول. دافغانستان پولي واحد افغانۍ چې ځانګړې ارزښت يي نه درلودل، دهغه په مقابل کې نوې چاپ شوي بانکنوټونه راویستل، چې ارزښت يي زربرابره دیوې افغاني په وړاندې پیداکړل، هیواد مودیو اساسي اومعتبر قانون درلودنکی شو، دملي ځواکونو او ملي پوځ په جوړونه کې لازم اقدامات اولاسته راوړنې نن دهغو شاهدان یو.  دجمهوري ریاست، ملي شورا او دولایتي شورا ټاکنې د ټاکنوکمیسیون په بنسټ سرته ورسول شوې. افغانان دملي درې رنګه بیرغ خاوندان شول، چې دنړۍ په ګوټ ګوټ دغه  بیرغ رپانده او وځړول شو. دملي سرود، چې دهیواد ټول قومونه دملي یوالې ته ژمن دي په ملي سرود کې دهغوقومونو یادونه اودالله اکبر کلمه پکې  ذکر شویدی.

په دولتي ادارو کې مامورین داصلاحاتو دسیسټم، چې دلیاقت، استعداد اووړتیا له مخې ټاکل کیږی جوړ او د مامورینو معاشونه ددې نوې سیسټم له مخې ورکول کیږي. دبهرنیو ملکونوسره دسیاسیت په ساتنه کې افغانستان یو ځلانده نوم ځانته غوړه کړیدي. دکرزي دقرقول، چپنې، جامې او دهغه دویناوو او دتک کړنې دنړۍ سیاستمدارانو اونړیوال رسنیۍ يي حیران کړي ؤ او هغوی دسټایلي او فیشني ولسمشر په نوم یادونې کړي دي . دهیواد لر اوبر قومونه ، چې تیت  وپرک ؤ، یوبل پسې  ټوپک  راخیستې ؤ سره يي راټول او دیوچترلاندې په خپل حکومت کې ځای  ورکړل او داکاريي په تاریخ کې دملي یوالې ستره لاسته راوړنه  یاد ولیکل .  دوسلوالومخالفینو سره تل په دې هڅه کې ؤ، چې روغه جوړه وکړي. په ځلاوو ځلاوو  د دولت دوسلوالومخالفینو باندې غږ کاؤ، چې  راشي غیږه يی د دوی  پر وړاندې خلاصه اودجنګ اوجګړونه لاس واخلئ.

خوبیاهم ددې دحکومت وسلوالو مخالفینو خبروته غوږ نه نیو او نورهم د دوی سره په مخالفت کې شول.  لنډه داچې  ستره  حوصله لوی رب  دې ولسمشر ته ورکړې  ؤ، تل يي دهیوادوالو په غمونوکې همرازي ښودله. دبهرنیو ځواکونو په شپنیزو عملیات؛ چې ترسره کول مخالفت او په دوی به يي نیوکه کوله او حتی دوی ته به يي اخطار هم ورکړل.  حامدکرزي دافغانستان دملي یوالې سمبول ؤ، دی او وي به.

دا هغه لنډځغلنده کتنه چې د پخواني جمهور رئیس ښاغلې حامدکرزي څخه وشوه او نن يي ددغو کارونودلاښه پیاوړتیا او دنورو نوښتنونودرامنځته کولو چارې اومسؤلیت؛ نوې ولسمشر ډاکټرمحمداشرف غني احمدزي ته وسپارل.

نوی منتخب ولسمشر ډاکټرمحمداشرف غني احمدزي دلوړې دمراسموپه ترڅ کې دخپل  ژمنو او وعدو په ورکولو خلکوته دښه حکومتولۍ، د ډاډمن اوباثبات افغانستان په پښو درول او اداري  فسادله منځه وړلو  ډاډ ورکړل. خدای وکړئ چې زمونږ نوې منتخب ولسمشر ، هغه  ژمنې چې ددې ملت  سره شریکې کړې وې، لاښه ورته رسیده ګي وکړای شي، دځوریدلې اوکړیدلې ولس ته ډاډمنه سوله ، امن  اوملي پخلاینه راولي، او دخپل ګران ولس سره همکاري وکړي. ځوانانوته په بیلابیلو برخو کې دکار لازمې زمینې برابرې او پراخیايي، ښوونیز او روغتیايي  کارونه نورهم پیاوړې کړي. ولس ته هم پکار دی، چې له خپل حکومت نه ملاتړ وکړي، ترڅو هیواد مو دبهرنیو هیوادونو له ناندریو اوننګونو څخه وژغورل شي او افغانان د یو باثباته او ډاډلرونکی افغانستان خاوندان ووسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x