نظــر

افغانانو ته د کرزي وروستۍ وینا او په وړاندي یې د حال انعکاس

لیکوال: عبدالرقیب رقیب

کرزی: د څیښتن تعالی ډیر شکر ګزار یم چي ماته یې د خپل هیواد او سرلوړي ملت د خدمت نیکمرغۍ راپه برخه کړه، دیارلس کاله دمخه کله چي د حکومت چاري ماته راوسپارل شوې…
د حال انعکاس: هو، ښاغلیه ته رښتیا وایې چي تا ته د حکومت چاري د امریکا په لاس وسپارل شوې!

کرزی: د هیواد حریم مو د پردو د دسیسو ښکار ؤ…
د حال انعکاس: هو، ځکه چي ایران مو په مذهب او عقیده غاښونه لګولي دي، پاکستان مو د درې اړخیزي هوکړي په پلمه په سر اره او په ولیو خدکونه راکاږي، چین مو اقتصاد ته غل ده، همداسي پسي راځه….

کرزی: د دې خاوري خاوندان په خپل کور کي بي واکه ؤ….
د حال انعکاس: هو، بالکل همداسي ده، که نوري پریږدو، یواځي تاسو له بي واکۍ نه په ژړلو کي د هیواد د یتیمانو ریکاډ مات کړل.

کرزی: او هر پردي خپل ځان ته دا حق ورکاؤ چي زموږ د هیواد په چارو کي مداخله وکړي.
د حال انعکاس: هو، نه یواځي وړې مداخلې بلکي تاسو ته سپارل شوی قانون یې تر ژامه لاندي کړل، او ستاسو د وینا مطابق د اوه ملیونه افغانانو رایې یې ارام سمندر ته څوړي کړې، نظام یې درته تغیر او سهامت یې در باندي وتپل.

کرزی: د هیواد اقتصادي زیربناوي او دولتي بنسټونه ټول وران او ویجاړ ؤ.
د حال انعکاس: هو، په ملیاردونو سودي قرضونه راوړل شول، او هیواد مو نړۍ ته د اول نمبر مفسد په توګه معرفي شول.

کرزی: فقر، لوږه، بي قانوني، تبعیض، او د پردو سلطې زموږ خلک په خپل کور کي بي کوره کړي ؤ.
د حال انعکاس: هو، د هیواد په زرګونو کلونو کي مو په اول ځل د فقر په وجه د ماشومانو خرڅول دود شول، له قانونه وتل مو قانون شول، او د پردو سلطې نه یواځي عام ولس بلکي ښاغلی سیاف هم له خپله شخصي کوره بي کوره کړل.

کرزی: باغونه مو د پردو په لاس سوځیدلي وو.
د حال انعکاس: هو، لکه چي په قندهار کي خپل کلي ته هم تللی یې؟ پردو یې نه یواځي باغونه بلکي باغوانان او د هغوي ماشومان هم وسیځل.

کرزی: لنډه دا چي د هیواد تاریخي او ټینګ حساب مو تر تاخت وتاز لاندي ؤ.
د حال انعکاس: هو، دا خبره مو سمه ده، ځکه چي شاشجاع په خپلو کړنو شرمیدو خو اوسني ورباندي ویاړي.

کرزی: افغانستان نه بیرغ درلود او نه واحدي پیسې.
د حال انعکاس: هو، او نه یې عنایت بارک درلود چي د هیواد بیرغ یې د اروپایانو پښو ته اچولی واي.

کرزی: په داسي حالاتو کي زما لومړنۍ هڅه دا وه چي ګران افغانستان مو بیا د ټولو هیوادوالو کور سي.
د حال انعکاس: هو، همداسي مو وکړل، ځیني مو له اولي دورې تر اوسه په زندانونو کي بې محکمې پراته دي، ځیني مو پردو هیوادونو ته په لاره مړه شول، نور مو په بېلابيلو پلمو هلته پناوي غواړي، او ځیني نورو ته مو هیواد ور کور نه بلکي ګور کړل.

کرزی: او موږ بیرته د خپلي خاوري او خپل کور خاوندان شو.
د حال انعکاس: یاره څه درته ووایم؟ پز پریکړي که شرم لرلاي چاړه به یې نه یادوله.

کرزی: د دې هیواد بچیان چي د هیواد د پیاوړو بنسټونو او ستنو د نړیدو شاهدان ؤ د خپل کور د بیا جوړیدو د پاره سره ملګري شي، او ټول هیوادوال د وطن د باز سازۍ بار په خپلو زخمي اوږو واخلي.
د حال انعکاس: او باباګان یې اروپایې او عربي هیوادونو ته د ډالرو په بڼه انتقال کړي، هلته پرې ځانونو ته سپیني او سرې ماڼۍ جوړي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x