نظــر

امنیتي تړون دسولې پرضد دجګړې اعلان دی

لیکوال: ش. حصین

په پردو پورې دتړلوواکمنو کړیو دسیاست په لمن کې دسولې غږدهغوی دخپل پایښت آواز دی.دغه سیاسي شوی آواز دهغو واکمنوپه ژبه چې واکمني ېې دپردوپه اوږو خوځي سولې ته نه بلکې جګړې ته پونده ورکوي او داځکه چې سوله دهغوی دپایښت ضمانت نشي ورکولی.په روانه زمانه کې چې دنړۍ تر ټولو ځواکمن طاقتونه خپلې ستراتیژۍ یواځې دجګړې په لمبو کې پالې .دهمدغو طاقتونوپټ اوښکاره لاسپوڅي هم یواځې هغه لارې ویني کومې چې دوی ته له مخکې په نښه شوي دي.دغه دپردو په ترحم کې را ایسارې واکمنۍ یواځې دخپلو بادارانو دتندي کرښې لولې. دوی دخپلو خلکو او اولسونو دلیدو توان نه لري. دوی تر هرچا زیات دهغې دموکراسۍ،بشر غوښتنې، سولې او پر مختګ ماهیت پیژنې کومه چې پردو ملاتړو ېې دپوځي او شبکه يي ماشین په لړو کې را مخته کړیده.دوی هڅه کوي او خپل توان او استعداد، ژبه ،پوهه او قلم دهمدې لړو پرمخ د دسمال را غوړولو ته په کار وړي.

دوی هغه روښانفکران دي چې دپانګې نړۍ ېې ټول توان او طاقت دځان په ګټه را ګرځولی دی.دا هغه تړلي چرګان دي چې یواځې دپردو سباوون ته آذانونه کوي. متحده ایالاتو او ورسره همغږې پانګوالې نړۍ دغه چرګان له پخوا هم ددوی دخپلې خوښې آذانونوته روزلي و ، دافغانستان له اشغال څخه وروسته په تیرو دیارلس کلونو کې لویدیځوالو په اوږدو پانګونو داچرګان نورهم چاغ او ستوني ېې وروپړسول.دوی دحقیقت دلیدو نه واک اونه هم توان لري.

دوی سوله ځانته دپردو په ګټه د«مخالفینو» دتسلیم او په ګونډو کیدوپه معنی پیژني. دوی دجګړې علتونه او لاملونه ښه پیژني خو په هغو سترګې پټوي او یواځې دتیر ایستنې لپآره دسولې خوږي سندرې غږوي. ښاغلی دنړۍ دویم متفکر چې دجان کیري په لیکلې نسخه او دافغانستان دخلکو اواولسونو ارادې ته په درنه سپکاوۍ دارګ دیوالوته ور دننه شوپه خپله وینا کې وايي چې: مخالفین دې جګړه بس کړي،دوی څه مشکل لري ، رادې شي هغه دې له موږ سره طرحه کړي چې دحل لارې ورته پیدا کړو.

ددې وینا معنی داده چې زموږ دزمانې وتلي متفکر تر اوسه نه پو هیږي چې مشکل څه دی او خلک ولې دسر او مال په بیه دمرګ مورچلوته ورځي. نه داسې نه ده. دی او دده همغږي ښه پوهیږي چې وطن دپردو په اشغال کې دی،جګړه داشغال پر خلاف دافغانستان دخلکو او اولسونو له نغري را پورته شوې. خبره دجګړې په رهبرۍ کې نه بلکې دافغانستان دخلکو او اولسونو په ملي وطنپاله اسلامي اراده کې نغښتې ده.مخالفین په ښکاره وايي چې څو یو بهرنی په هیواد کې داشغال په نشه ولاړ وي داجګړه به دوام لري.

دا په ډانګ پیلې خبره تفکر ته اړتیا نه لري، روښانه ،بې ریا او له زړونو او پخو مغزونو څخه را وتې ده.داهڅې چې اشغال نه دی یواځې هغه څوک خوښولی شي چې په پوهه یا ناپوهۍ ېې خپل نوم ، شرف ،عزت، انساني استقلال اوکرامت اشغال ته ور بښلی وي. دهیواد په ګوټ ګوټ کې داشغال ضد جګړه روانه ده،په لسګونو زره روښانفکران او ملي ټولنیز شخصیتونه په دننه او بهرکې داشغال دبی قیداو شرطه پای ته رسیدو غوښتونکې دي. آن داشغال په اوږو راوستی تیر واکمن همدا نارې وهي چې امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي خو دا ټول څه په اشغال پورې تړلې څو پردو روزلي واک ته رسیدلي او یا دمزو او چړچو په هیله ناست نه ویني او بس همدا نارې وهي چې اوس خو نوټاکنې وشوې او «منتخب!!!» واکمن واک ته راغی نواوس باید ټول مخالفین وسله په ځمکه کیږدي او ددغو «بریو» شکرانه پر ځای کړي.

په دې کې شک نشته چې د۴۴ اشغالګرو هیوادو دسیاسي، پوځي او جاسوسي شبکو اوملیونو ډالرو په لګښت ددموکراسۍ یو رنګینه ډرامه په کار ولویده مګرپای ېې څه شو؟ درایو ورکوونکو ارادې که دجان کیري ارادې، کومې یوې دپای خبره وکړه؟ مګر دټولو هغو خلکورایوته تاریخي سپکاوی ونه شو کوم چې په همدې ډرامه کې صندقونو ته را ایستل شوي و؟ مګر شرم نه دی چې نور هم دټاکنو او ټاکلې واکمن خبرې وشي.چا داواکمن وټاکه؟ دخلکو رایو که دجان کیري او نورو امریکايي لویانو تودو منډورامنډو؟ داتودې لیونۍ منډې دڅه لپآره وې.

ځواب ېې له ویلو پرته په عمل کې ښکاره دی.یوڅوک باید دکرځي پر څوکۍ په بیړه راغلی وای تر څوله متحده ایالاتو سره دامنیتي تړون تر نامه لاندې دجګړې ددوام وثیقه لاسلیک کړي.په دې لیونۍ تنده کې دومره بیړه روانه ده چې ، دنوي واکمن له قسم خوړلو مخکې امریکايي لوړ پوړو اعلان وکړ چې دلوړې له مراسمو وروسته به په ۲۴ ساعتونو کې امنیتي تړون دنوي واکمن له خوا لاسلیک شي.هغه واکمن چې تر اوسه ېې لا دلوړې دمراسمو خولې نه دې وچې شوي،دحکومت او کابینې نښې نښانې ېې نشته،دارګ له ډبرینو دیوالو بهر ته ندی راوتی او ددې اشغال شوی وطن له هیڅ واکمنې او غیر واکمنې څانګې سره ېې ندي کتلي. آن ددې وخت ېې لا نه دی موندلی چې له خپل موازي سیال او حکومت سره دلیدو کتو وخت تر لاسه کړي.

چیغي وهي چې موازي حکومتونه نشم ځغملی. خونه ویني چې موازي دولت ورسره ناست دی. اوداڅه هم همغه جان کیري راجوړ کړي کوم چې دی ېې واکمن ونوماوه.امریکایی لوري داځل ډیره پخه توطئه را مخته کړیده ، باور دادی چې دا پیچلې لوبه دجان کیري داستعداد زیږنده نه ده هغه یوساده پوځي افسر دی. روانه لوبه دهغو پیاوړو ستراتیژي جوړوونکو انستیتیونوکار دی کوم چې دجګړوپه طرحه او پلان کولو کې ډیر لوی لاس لري.داچې متحده ایالات دیوه نړیوال ستر طاقت په توګه دیوه اشغال شوي هیواد له واکمن سره دهغه دواک په دویمه ورځ یو ګنګ اوله پټپټانوډک تړون لاسلیکوي ،ددې خبرې ښکارندوی ده چې ددې لوبې شاته عاجلې توطئې ولاړې دي.

امریکايي لوری په دې پوهیږي او خپله ېې دغه حالت را جوړ کړی چې دملي ملنډو حکومتونه هغه هم چې په پردي کټ پراته وي له میاشتو زیات عمر نه لري.دوی دکابل حالات داسې را جوړ کړي چې داونیو په اوږدو کې هم هر څه اوښتلی شي. په همدي خاطر دټولو نړیوالو موازینو خلاف خپل غوره کړی واکمن دې ته اړ باسي چې دواک په سبا دکاغذ دمتن له لوستلو پرته عبدالرحمن خاني لاسلیک تر لاسه کړي. پر امیر عبدالرحمن خان دمعاش، مستمري او زړو وسلو په بدل کې دانګلیس یوه فارن سکرتري سرجیمز دیورند ددیورند کرښه لاسلیک کړه،سبا به دامریکا سفیر په نوي واکمن هغه سند لاسلیک کوي چې دافغانستان استقلال او ملي حاکمیت ته دیوه کل په توګه دپای ټکی ږدې . ددغه تړون له مخې به افغانستان دامریکا لپاره نوې یوکیناوا وي.په دې توپیر چې هلته یواځي اخلاقي فساد له هرډول پوښتنې خوندي دی دلته به دټول وطن په کچه دفساد ، مرګونو او هوايي تاړاکونواو نورو جنایتونومخه آزاده وي.دغه واقعیت ته په کتو سره له امریکا او ناتو سره دتړونونو لاسلیک په افغانستان کې دسولې پر ضد دجګړې اعلان دی او دغه څه به دښاغلي اشرف غني دواکمنۍ تر ټولو لوی «ویاړ؟!!!» وي.

له امریکا او وروسته له ناتو سره امنیتي تړونونه به اشغالګرو ته دا امکان ورشرعی کړي چې په افغانستان کې دخپلو ماتو کسات په دوامداره هوايي او ځمکنیوخونړیو یرغلونو سره واخلي.هر هغه افغان بچی چې ددې تړون یا تړونونو له لاسلیک وروسته دپردو په لاس وږل کیږي قاتل به ېې په یقین دهمدې سند لاسلیک کوونکی وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x