نظــر

ګارډين ورځپاڼه : له مذاکراتو څخه دطالبانو موخه داشغال ختمول دي

mujahideenنن ټکی آسیا: برتانوۍ  ورځپاڼې ګارډین د طالبانو اوامریکایانوترمنځ  د مذاکراتو په اړه په خپله  تبصره کي لیکلي چې د طالبانو اساسي هدف د افغانستان څخه د بهرنیانو ایستل دي، خو دا خبر تر اوسه امریکايي چارواکو او فیصله کوونکو نه ده درک کړې، ورځپاڼه وايي : که طالبان مذاکراتو ته چمتوالۍ هم ښه يي  نو هغه د همدې هدف لپاره چې دوئ له  افغانستان څخه دبهرنيانو ایستل غواړي.

ورځپاڼه زیاتوي ، که څه هم اوس د طالبانو او بهرني ښکیلاک تر منځ د مذاکراتو لپاره لاره هواره شوې ، او د همدې مذاکراتو لپاره لومړنۍ هڅې پیل شوي دي، کومي چې خپله افغان ولس مشر حامد کرزي او ګیتس هم تایید کړې دي، خو لا اوس هم د بشپړو مذاکراتو او تفاهم لپاره اوږد واټن موجود دی ؛ ځکه تر اوسه خپله  امریکايي چارواکي  ددې خبرې په سر په یوه خوله  نه دي.

په یوه تلویزوني مرکه کي پرون ګیتس وویل چې یوې سیاسي پایلې او نتیجې  ته رسیدل همیشه د جګړو د پای ټکي وي، خو  پوښتنه داده  چې ایا طالبان د جدي مذاکراتو لپاره اوس چمتو دي، اویا به په راتلونکي  کې کله هم چمتو شي؟..

د ورځپاڼي په نظر  عین پوښتنه  امریکایانو ته هم متوجه ده، ځکه چې خپله ګیتس په وار وار سره ویلي چې باید د مذاکراتو تر مخه پر طالبانو پوځي فشار زیات شي.

او همدا کړن لاره چې: (هو دطرفینو لخوا  مذاکراتو لپاره چمتو والی شته  ،خو اوس نه) د امریکا د دفاع وزارت پخوانی نظر دی، او د امریکا ارکان حرب چې څه وخت  وروسته به د اوباما ترڅنګ  د سی آی ای د مشر په توګه کارکوي، هم تکرار کړې.

د ښکیلاک پای:

ورځپاڼې  دې ته اشاره کړې چې امریکايي چاروکي تر اوسه هم په دي نه پوه شوې چې له  مذاکراتو څخه د طالبانو موخه  په افغانستان کې د بهرني ښکیلاک ختمول دي.

امریکايي مسؤولین که هغه د هرې  طبقې اوسیاسي حزب سره تړون  لري، هره ورځ دا خبره کوي چې افغانان د پيسو، بې کاری، د ځمکو پر سر د خپل منځي شخړو او د بدل اخیستلو په موخه له  طالبانو سره یو ځای کیږي، خو کله چې خپله کرزي د بی ګناه او عام وګړو د قتل له وجي په  امریکایانو انتقاد وکړ، نو همدې مسؤولینو د کرزي خبري وغندلې او په تنده  لهجه  يې ځواب  ورکړ.

ورځپاڼه وروسته زیاتوي چې کرزی اوس په یوه سخت موقف کي قرار لري، هغه هم غواړي چې امریکایان بایدپه افغانستان کې نور خپل ښکیلاک ته د پاي ټکی کښيږدي، خو نه پوهیږي چې داکار به شونی  وي، او کنه، او دی به وکولای شی کنه؛ ځکه چې له یوې خوا هغه د وسله والو تر فشار لاندی دی، او له بلي خوا د امریکایانو، له یوې خوا طاجیک جنګ سالاران شاوخوا پر راټول دي، او هغوئ نه غواړی چې د طالبانو سره مذاکرات وشي، او له بلي خوا هغه پښتانه چې د امریکا په راتګ سره يې جیبونه ډک شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې اوس مهال د کرزي لپاره اساسي کار دادی چې د امریکا او افغانستان تر منځ د استراتیژیک تړون په سر خبرې  وځنډوي، د کوم تړون تر شا چې امریکا غواړي په افغانستان کي دایمي پوځي اډې ولري.

د ورځپاڼې  په وینا په افغانستان کي دایمي عسکري شتون د جدي مذاکراتو په لاري کي یو ښکاره  خنډ دي، او همدا خبره به په سیمه کي د افغانستان او ګاونډيو هیوادونو تر منځ د هرې پریکړې مخه ونیسي.

روسیه ، چین اود منځنۍ  اسیا هغه هیوادونه چې د شانګهايي تړون غړیتوب لري  په ګډه سره پریکړه وکړه چې افغانستان باید یو بي پرې هیواد پاته شي، او داخبره  د هند او ایران غوښتنه هم ده.

نوترهرڅه له مخه  باید دافغانستان په بیطرفي ټینګاروشي ؛ځکه  تر څو چې په افغانستان کي د ګاونډیانو له خوا د لاسوهنې مخه نه وي نیول شوی په افغانستان کي  به د سولي هره پریکړه د اوبو په مخ  کرښه راکاږل وي.

ځکه نو په اوس مهال کې په افغانستان کي د امریکا دایمي اډي د افغانستان دبی پلویتوب په لاره کې اساسي خنډ بلل  کیږي.

د غربي ښکیلاک تر  ختمولو وروسته  چې افغانستان ته  کومه لویه  ستونزه متوجه ده، هغه د کورنۍ جګړې پایته رسول دي ، او دکورنۍ جګړې پایته رسول  یوازي د ټولو ښکیلو خواوو چې طالبان هم د هغو یوه برخه  دی په خبرو او مذاکراتوکې دګډون په صورت کې منځ ته راتلای شي.

که څه هم چې امریکایان نشي کولای ددغو مذاکراتو په پایلو اثر یا واک ولري، خوله دې سره سره  باید هغوئ دمذاکراتو دترسره کولو په لاره کې ستونزې نه کړې  راپورته .

د اوباما د دې خبرې اعلان چې جګړه بايد ودرول شي اوله افغانستان څخه  د بهرنیانو د ایستلو لپاره  هڅې وشي هغه څه دي  چې افغانان ورته په اوسنوشرایطوکې سخت ضرورت لري اود دې کاردترسره کیدو لپاره  دامریکایانو هراقدام په حقیقت کې له افغانانوسره ترټولوښه مرسته بلل کیدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x