شعـــــرونه

زه خوار افغانستان يمه

لیکوال: سید احسان الله الهام

زه خوار افغانستان يمه راځئ كه څوك مي ګوري
قيمت مي ټاكل شوى دى ولاړ يم بيا مي پلوري
.
يوه لويه بلا د همكاري په نيت راغلې
هغه مي راته وژني چي دين ژغوري او ما ژغوري
.
همېش مي غېږه ډكه وي په مړو او شهيدانو
له غمه مي شمېرلي دي د ليري آسمان ستوري
.
ترڅو به مي زوى مړي نړيوال په اور وسوځي
ترڅو به مي زلمي په سرو ساتي له دې لوري
.
په زړه كي له پرديو ګيلمن نه يم خوا خوږو
خپلوان مي له رقيب سره جرګو كي راته ښوري
.
بس زه يم زما بچيان دي چي پر دين باندي قربان دي
د وينواو مرميو بارانونه دي را اوري
.
«الهامه!» داسي نه شې لكه ځيني شاعران چي!
ډاريږي چي د كوم ښاغلي نوم نه شي را پوري

سيدالهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x