افغانستان

امنیتي تړون له لاسلیک څو ساعته وړاندې بهرنیو ځواکونو ۱۲ ملکي وګړي شهیدان او جومات وران کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي حکومت له امریکا او ناټو سره د دایمي اډو لپاره امنیتي تړون لاسلیک کړ، په هلمند کې د بهرنیو پلیو او هوايي ځواکونو په بریدونو کې ۱۲ ولسي وګړي شهیدان شوي.

د هلمند ولایت څخه را رسېدلی خبر کاږي، چې ددغه ولایت په کجکۍ ولسوالۍ کې د ګندم ریزبازار په سیمه ۱۰ دکانداران او یو ښځه او ماشوم په شهادت رسولي.

تر دې وړاندې بهرنیو او کورنیو عسکرو په کجکۍ ولسوالۍ په ګندم ریز بازار کې د چورلکو پر مټ ښکته شوي ول.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې بهرني ځواکونه او کورني عسکر يې د تېرو څو ورځو راهیسې تر سختو بریدونو لاندې نیولي و چې بېګا د شپې ۱۲ بجې یې سیمه پريښودله.

راپور کاږي چې په یاد بازار کې بهرنیو ځواکونو ۱۲۰ دکانونه سوځولي او جامع مسجد يې د چادیدونکو توکو پر مټ الوځولی او پر شهادت یې رسولی.

په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د جومات د بمبار خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې ولسمشر اشرف غني احمدزي نن د تړون د لاسلیک کولو پر مهال څو واره تکرار کړه چې بهرني ځواکونه به نور مقدسو ځایونو ته نه ننوځي.

ویل کیږي چې په سیمه کې ځايي خلکو پر لاریون لاس پورې کړی او د دولت او بهرنیو ځواکونو پر ضد شعارونه ورکوي.

د ولسي وګړو وژل، د عامه شتمنیو لوټل، سوځول او ویجاړول نوې خبره نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم بهرنیو ځواکونو په سلګونه وار دغه ډول کړنې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x