fbpx

پرون لوړه نن د تړون لاسلیک!

 نښتر کالم: نعمان منلی

متل دی وایې: که پوز پریکړې شرم او حیا لرلی ټول عمر به یې د چړې نوم هم په خوله نه و اخیستی، که موږ د معاصر او نږدې تېر تاریخ ډیری افغان مشرانو کړو وړو، باندنیو اړيکو او د پردیو استخباراتي شبکو له پاره چوپړ او مزدوريو ته ځیر شو باید له نن وروسته د “مشر ” نوم هم په خوله وانخلو، کاش زموږ تشذهنه او ناخبره خلک پوهیدلی چې مشر نلري که یې لرلی له دا ډول نادودو او ناخوالو سره به نه مخامخ کیدل.

دا شته مشران او سیاستوال فعلاً او عملاً د سي آی اي معاشونه خوري د غربي او امریکایي ميډيا په زور زموږ په ساده ولس تپل شوي او منل شوي دي او د متحده ایالاتو د نړیوالو پلانونو بېواکه پرزې او کړۍ دي، دوی د هغو ګوتشمیر بې ضمیره کسانو مشران بللی شو چې د اړوند شبکو له لوري د ډالرو سهمونه ورته رسیږي، دوی د هیواد او ولس مشران بلل دې مسلمان او مجاهد ولس ته سپکاوی ده، دا اوږدې ټاکنیزې شخړې او د بې ارادې واک پر سر دومره سازشونه او ائتلافونه د کوم ډول خلکو کار ده؟ دا د هغو ملخ سترګو بې ضمیره مزدورانو کار ده چې هیڅ ډول اخلاقي نورمونه نه پیژني، د ټولو شخړو له پاره یې امریکایې خارجه وزیر ځي او راځي په خبرو او توافقاتو کې یې امریکایي سفير او چارواکي ناست وي او د هغوی په لاسلیک کارونه سر ته رسوي! ایا دا کړنې د ازادو او خپلواکو افغانانو کیدلی شي؟!! .

پرون د ولسمشر (¡) او مرستیالانو لوړه نن له متحده ایالاتو سره د غلامي د تړون لاسليکول څه مطلب؟! ښکاره خبره ده دا ټاکنیزې ډرامې او دا بدلې څیرې یواځي د امریکایي پلانونو له پاره د پرزو بدلولو پروسه وه دا چې فلان متفکر او هغه بل ډاکټر دی، اصلاحات دي، همګرایي ده وغيره… دا خبرې ټولې تش الفاظ دي معنا او تحقق نلري، او دروهل او د ولس غولول دي، امریکایي سیاستوال د هاليووډ د کلچر پيداوار دي دا ټولې سیناریوګانې یې پخوا تیارې کړې وې او په څو شپو کې یې راته وړاندي کړې.

بناءً زموږ ولس باید پوه شي چې دا شته دسيسه ګر مشران هیڅکله مشران ندي دا ټول د امریکایي پلانونو بې ارادې او بې واکه پرزې دي، امنیتي تړون زموږ هیواد د امريکا د شومو پلانونو د تحقق له پاره په اډه بدلوي، لاسليکول یې زموږ د ارادې او حریت د قتلولو او د امريکا ګټو ته د قرباني کولو په معنا ده د دې ولس هر مومن او ژمن بچي دا ډول دسیسې پیژني او د لوی څښتن په مرسته به یې له تحقق موندلو مخکي خنثا کوي او د امریکا او د امریکا د مزدورانو هیلې به خاورې کوي، وماذلک علي الله بعزیز.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
zarifi
میلمه
zarifi

کافران پخپله نه وزي که وتلای نو ولي راتلل دا تړون ددې لپاره نه کوي چي دوی دلته پاتې شي بلکه ددې لپاره ده چي دهیواد زیر مې او شتمنۍ لوټ کړي او ددې فرمایشي منحوسو څیرو په مټ عیسویت ته وده ور کړي هغه غلامان چي دوی را وستل له هغوی سره یې شیطان پاڼه لاسلیک کړې نه داولس له اصلي استاځو سره دا له دوی سره ولاړ ې څیرې داولس له لوري منتخب شوي کسان نه بلکه دنومونو له پلوه بې واکه او بې ضمیره مشهور شوي کسان دي لکه نورمحمد ،امین ، ببرک ،نجیب او داسي نور… نور لوستل »