نظــر

حکمتیار او د بن لادن غچ اخیستل؟؟!!

usama_supportersلیکوال: بلال احمد ځواک

څه موده وړاندي مي خبرونه کي ترسترګو شول چي د حزب اسلامي افغانستان امیر انجینر ګلبدین حکمتیار د شهید اسامه بن لادن رحمه الله په شهادت غمرازي ښکاره کړه او د هغه د غچ اخیستلو خبره یي وکړه، په اول کي خو لږ خوشاله شوم چي حکمتیار هم ښه خبره کړي خو بیا مي د قضيي اصل ته سوچ شو او یوه ټوکه رایاده شوه چي وايي د ښامارانو یوه قافله په لار روانه وه چي یو چینجي دا قافله ولیده

او ويي کتل چي د ده په څیر ټول اوږده اوږده مخلوقات روان دي نو له ځان سره يي وویل چي راځه ته پکي هم ځان ووهه بدمعاشي خو به دي جوړه وي نو چینجی د قافلي سره یو ځای شو او ډیر مزل یي وکړ خوهدف د تلو ورمعلوم نه وه او ډیر مزل يي وکړ، چینجی چي ځان يي په مارانو کي شمیره په نیمه لار کي ودرید او شاته یي مارانو ته مخ راواړاوه او ويي ويل چي مونږ ماران چیرته روان یو؟؟

نو اوس چي حکمتیار لس کاله ځانته د خپل ګوند سره وډنګوله او نه يي د طالبانو منل شوي قوت ومانه او نه يي د القاعدي نړیوال صلیب ماتوونکی قوت د خپل امیر په توګه ومانه غوښتل يي چي له ځان څخه یو نړیواله مشهوره څیره جوړه کړی خو الحمد لله پري ونه توانید او په دي وپوهید چي د ده د ټولو کوښښونو سره دا او د ده شین ګوند امریکایان د ځان دپاره هیڅ رنګه خطر نه شمیري، نه د ده نوم په تور لیست کي راغی او نه د قطب الدین او جمال الدین، نو دا ځل يي نړیوالو خبري شبکو ته خپل ویډیویي فلم واستاوه چي ده پکي د نړۍ اول نمبر مطلوب کس اسامه بن لادن د غچ اخیستلو خبره کړي او غواړي چي دا ځل په دي طریقه ځان نړیوالو او په خاصه توګه د اسلامي نړۍ خلکو ته د یو مجاهد په توګه ور وپیژني.

د نړۍ خلکو حکمتیار د شوروي پر وړاندي له جهاد را وروسته په افغان وژنه، مجاهد وژنه، ملي خیانتونو او ځان زانۍ پیژندلی دی نو د ده بیان هیڅ کوم نړیوال غبرګون یا هرکلي ونه لید او د ده د شهرت جوړولو دي طریقي هم کومه خاصه نتیجه ورنکړه.

د القاعدي نوي مشر ډاکټر ایمن الظواهري د اسامه بن لادن د شهادت وروسته په لومړي شامل او کامل ویډیویي بیان کي د هغو خلکو چي د اسامه بن لادن په شهادت يي غمرازي ښکاره کړي ډیر مننه وکړه او نومونه يي هم واخستل لکه د هندوستان نامتو عالم مفتي کفایت الله دهلوي او د فلسطین د حماس د ګوند مشر استاذ اسماعیل هنیه، خو د حکمتار نوم چي ویډییويي فلم يي په صریحه الفاظو کي نشر کړی وه د ظواهري په بیان کي ځای ونه موند!! ولي؟؟؟

حکمتیار تیر کال د کرزي رژیم ته د (ژغورني ملي میثاق) په نامه ۱۵ ماده یزه مسوده وړاندي کړه او د دي میثاق په مټ يي قدرت ته د رسیدلو هڅه وکړه خو امریکایانو چي حکمتار ورته کوم خاص ګواښ نه وه میثاق ته يي هم کوم خاص اهمیت ورنکړ آن تردي چي کابل کي د امریکا سفیر د ګلبدین حکمتیار مرستیال انجینر قطب الدین هلال سره د ملاقات څخه هم ډډه وکړه، د دي میثاق ۱۴ مه ماده وايي: (د بهرني ځواکونو له وتلو سره به بهرني جنګیالي هم له افغانستانه وځي). ای حکمتیاره! ایا د مدیني منوري انصارو د اسلامي دولت له جوړیدو وروسته او د مکي د فتحي وروسته رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د وتلو جواب ورکړ؟؟

حکمتیار صیب هغه کسان چي طالبانو خپل لوی او قوي حکومت د هغوی د عزت ساتلو له امله قرباني کړ ته په کوم غیرت د امریکایانو سره یو ځای له افغانستانه اوباسي؟؟

ای خلکو! ایا هغه څوک چي د امریکایانو د وتلو سره د مهاجرینو (القاعدي) د ویستلو پریکړه کوي هغه د دي حق لري چي د بن لادن د غچ اخیستلو اعلان وکړي او غمرازي پري ښکاره کړي؟؟

الله پاک غیرتي ذات دی او غیرتيان خوښوي او د خپلو غیرتي بنده ګانو غچ په غیرتي بنده ګانو اخلي!! نه په ملي خاینانو او قاتلانو.

شهید ملا داد الله رحمه الله د الجزیري د خبریال احمد زیدان لخوا وپوښتل شو چي ایا تاسي پښیمانه یاست چي د یو کس (اسامه بن لادن) له امله مو ټول حکومت قرباني کړ؟؟؟ ده په جواب کي وویل: نه هیڅکله نه!! مونږ د هغه شهید غوندي یاستو کوم چي د الله پاک څخه بیرته دنیا ته د تګ ارزو کوي ترڅو بیا جهاد وکړي او بیا د شهادت له خوند څخه برخمن شي، همدارنګه مونږ (طالبان) هم له الله څخه دا غواړو چي الله پاک مونږ ته بیا حکومت راکړي چي بیا يي له داسي پاکو او مقدسو خلکو قرباني کړو.

سبحان الله وګورۍ د شهید ملا داد الله لوی او قوي ایمان چي د یو مسلمان په سر د غیرت کولو څخه څومره خوند اخلي او حکمتیار چي د یو څو چوکیو په مقابل کي مهاجرین په څوارلسمه ماده له افغانستانه په داسي حال کي اوباسي چي په ګرده نړۍ د قدم ایښودلو ځای نه لري.

ایا حکمتیار په داسي حال کي چي د مجاهدینو په نړیوال اتحاد کي شامل نه دی د دي حق لري چي د اسامه بن لادن د غچ اخیستلو اعلان وکړي؟؟ نه!!

د ګردي نړۍ هغه ګوندونه یا ډلي چي د في سبیل الله جهاد دعوه کوي لکه د پاکستان، ایران، ترکستان شرقي، عراق، یمن، فلسطین، چیچنیا، الجزایر، المغرب او صومالیه مجاهدین چي د القاعدي او بیا له طالبانو سره بیعت لري او د مجاهدینو له نړیوال اتحاد څخه بهر ځانونه نه شمیري او القاعده د ملا محمد عمر سره شرعي بیعت کوي خو حکمتیار چي ځان د صلیبي ښکیلاک په وړاندي مبارز او مجاهد نوموي د مجاهدینو د دي نړیوال اتحاد څخه ځان مستقل شمیري نو انجینر ګلبدین حکمتیار هیڅکله دا حق نه لري چي د اسامه بن لادن د غچ اخیستلو خبره وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x