نظــر

لبرل فاشستان: سیکولران!

April_07_2007Sanginآیا د لبرل سیکولر او فاشیزم  لفظ اوس ایجاد شوې ده، آیا سیکولر او لبرالان د طاقت او مټ په زور خپله مفکوره په نورو تطبیقول اوس نه شروع کړی،  آیا غرب تل  د هغه دیکتوتارانو حمایت نده کړې چا چې  مذهبي (اسلامین) خلګ ځپلي!!!؟ دغه خلګو ته د مټ په زور خپل نظریات په نورو تپلو لیاره، د ټولو نه مخکښې ایچ جي ویلز وښوده، چا چې پخپل کتاب

An outline of history

کې وویل چې ټولنه کې باید سیکولران او لبرالان د مټ په زور خپل نظریات او مفکورې عملي کړي، ځکه پرته ددې به ټولنه د پرمختګ څخه وژغورل شي!. همدا نظریه اوس هم سیکولران وايي او هم یې مني، چې دغه مذهبي خلګ موږ او زموږ ټولنه څوارلس سوه کاله وروسته بیایي. همدې سیکولریزم او لبرلیزم اتاترک وځیږو، همدې جمال عبدالناصر، هټلر، مسولیني، کینیډي څخه کلنټنې پورې هغه څه ونه کړل چې بیا یې شاته نړۍ کې په ملیونو کپرۍ پریښودلې!! اوس ددوې څخه موږ پوښتنه کوو چې اوس خو مذهب د سیاست څخه جدا ده، هغه مذهب د سیاست څخه جدا ده چې د بربادې، قتل او غارت وجه یې تاسو ګڼې اوس نو ولې دومره وینه توینه، ولی دومره انساني قتلونه!!!!؟ نازیانو به هم د سګریټو خلاف خپلې هلې ځلې کولې، د بوټو او اونو لپاره به يې خپل کوښښونه مخ په وړاندې بیول خو بل باندې به يې بیا هغه څه نه کول چې مهذبه نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې کیږي، همداسې یهود او امریکایان هم موږ ته د انساني حقوقو، دیموکراسي، ټول ټاکنو، درس راکوي او  له بلې خوا په مظلومو ملتونو خپل شوم پلانونه او یرغلنونه  کوي!!

۲۰۰۸ کال کې جوناه ګولډ برګ د لبرل فاشزم په نوم یو کتاب ولیکه، کوم کې يې چې د نړۍ د لبرل واکمنانو ظلمونه ولیکل، هغه وايي چې دا هغه ظالم واکمنان دي چې ددوي په څهره باندې مسکا وي، جوناه ګولډ برګ لبرال خلګ د شلمې پيړۍ تحریک فاشزم سره نښلوي او وايي چې دوې د هر هغه شخص څخه نفرت کوي چې ددوي نظریاتو او مفکورې سره هم غږې نه وي او دوي تل دا هڅه کوي ترسو خپل شوم نظریات په نورو په زوره تطبیق کړي. هغه زیاتوي چې امریکا کې لبرل فاشیزم د روزویلټه د وخت څخه او انګلستان کې د وډرو ولسن د زمانې څخه شروع شو، کوم کې چې دوي په زوره خپل ژوندني لیارې چارې په نورو په زوره تطبیقوي، ټول دې زموږ په رنګ خوراک کوي، ټول دې زموږ په شان واغوندي، ټول دې زموږ په رنګ ټول ټاکنې وکړي او ټول دې زموږ په رنګ د مذهب څخه ځان خلاص کړي، ټول زموږ په شان جنسي اخلاقیات پیدا کړې، دا لبرل فاشزم د جانسن نه تر کینیډي پورې  او اوس د هیلري کلنټن او جان کیري په معاشي نظریاتو کې هم شامل ده!!! همداسې افغانستان کې هم داسې خلګ راپيدا شوي دي چې په دې اسلامي امت خپل غیر اسلامي شوم اهداف او نظریې وتپي!!!

تاریخ یوه خبره واضحه کړې چې کله غرب سیاست د مذهب څخه جدا کړ نو هغوي دوه نړیوال جنګونه وکړل، او په میلونهاؤ انسانان يې د مرګ کندې ته ورټیل وهل، او له بلې خوا اسلامي نړۍ کې هم چې کله حکومتونو مذهب د سیاست څخه جدا کړ نو هغوي ظالم، جابر او سیکولر امران پیدا کړل، آیا دا ټول سیکولران د چنګیزیانو څخه کم ندي؟ آیا ددوي ظلم د فرعون څخه مختلف نده، آیا دوي په خلګو په زوره خپلې نظریې نه تطبیقوي، آیا دوي په زوره په پرګنیو خپل غیر اخلاقیات نه نافذوي. یوه خبره څرګنده ده چې کوم واکمن هم د الله د خوفه آزاد وي، د آخرت د ځوابه منکر وي هغه به ظالم دکتاتور وي، او دکتاتوري بیا د کوم چنګیزي څخه کمه نده.

ليكوال: احمد بلال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x