خبرتیاوی او پیغامونه

د امریکې له متحده آیالاتو سره د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه د افغانستان د با احساسه محصلینو اعلامیه

بې له شکه چې په ننۍ نړۍ کې یوازې ژوند کول او هغه هم د یو هېواد او ملک په بڼه او کچه، خورا ستونزمن او له ربړو ډک کار دی، یو هېواد او ملک اړتیا لري چې له بل سره د راشه درشه، ناستې پاستې لپاره اصول او مقررات ولري، کوم څه چې د تاریخ په اوږدو کې تر ننه عملا روان دي.

د یادونې ده چې د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو له مخې له کفارو سره هم تړون کول روا دي، هر وخت او په هر ځای کې تړون د اړونده اړخونو د ارزښتونو د خوندیتوب او د ګټو د ترلاسه کولو لپاره وي.  هېڅ لوری داسې تړون نه لاسلیکوي چې په هغه کې یې تاوان وي.

دا چې پرون د څو میاشتو له اوږدو ناندریو او جنجالونو وروسته د افغانستان د نوې ولسمشرۍ لوړه وشوه، او نن سمدستي ورپسې د نړۍ له یو لوی زورور او کبرجن ځواک سره تړون لاسلیک شو، د ټول ولس لپاره هېښوونکې پېښه ده. کم تر کمه نوې ولسمشر باید یوه میاشت دوه میاشتې په دې اړه فکر کړی وی، د ولس له ګڼو پرګنو او برخو سره یې مشورې کړې وی، د هېواد د ننه او بهر ، د سیمې او نړۍ حالات یې په ژوره او سړه سینه څېړلې وای، له هغه وروسته یې وړ ګام پورته کړی وی.

له ننۍ دردوونکې تاريخي پېښې نه داسې برېښي چې په حقیقت کې د ولسمشرۍ پرونۍ لوړه د همدې نني تړون لپاره وه. دا دومره منډې ترړې، ستړیاوې او ستومانۍ، جنجالونه او ناندرۍ یوازې او یوازې ددې لپاره وې تر څو له امریکې سره امنیتي تړون لاسلیک شي!

لکه پاس چې یاد شول ولسونه او هېوادونه په طبیعي ډول د خپلو اړتیاوو لپاره تړونونه لاسلیکوي، او د اسلام مبارک دین له کفارو سره هم د تړون اجازه کړې، خو په دې شرط چې د اسلام او مسلمانانو په ګټه وي، آخر دا دومره بېړه د څه لپاره؟

آیا په دې اړه فکر شوی چې دا تړون د چا په ګټه دی؟ د افغان ولس که د امریکې؟ څه فکر کېږي چې ددې تړون له لاسلیک سره به د افغانانو ورځ ښه شي؟ په هېواد کې له پنځه دیرشو کلونو راهیسې د وینو روانې ویالې وچې شی؟ د جنګ او جګړې بل اورونه به مړه شي؟ افغانان به په خپل کور کې د آرامۍ او ډاډ ژوند وکړی شي؟ د افغان ولس ارزښتونه او ګټې به خوندي شي؟ ددیني مقدساتو او افغاني غرور د سپکاوي مخنیوی به یې وشي؟ د یتیمانو او کونډو اوښکې به پاکې شي؟ د وږیو او بې وزلو په دسترخوان به یوه مړۍ پاکه روزي پیدا شي؟ د ولس لپاره به د ډېر ښه نه، بلکې د عادي ژوند آسانتیاوې برابرې شي؟ که دا ټول کېدی شي بیا خو پرون د ولسمشرۍ له لوړې مخکې کله چې د کرزي وینا خلاصه شوه، باید دا تړون لاسلیک شوی وی! دا یوه ورځ ځنډ هم نه وی پکې شوی! خو که داسې و نه شي، بیا یقینا چې دا یوه تاریخي جفا، ملي خیانت او ستر جنایت و چې له افغان ولس سره وشو!

د افغانستان با احساسه محصلین په داسې حال کې چې د خپل هېواد ا وهېوادوالو سوکالي، آرامي او پرمختګ یې د لوړو موخو په سر کې دي، فکر کوي چې دا تړون به هلته ګټور تمام شوی وای چې په یوه خپلواک فضا کې لاسلیک شوی وی. اوس چې د پردیو د ټانک او توپ تر سیوري لاندې لاسلیک شو، دا به د افغان ولس په دردونو نور هم مالګې ودوړوي! نور به هم ولس او هېواد د دربدرۍ ، بدمرغۍ او ستونزو په لوري تیز کړي! هغه د آرامۍ او سوکالۍ هیلې چې نوې نوې له ولس سره د یرغلګرو په وتو راټوکېدلې وې، بېرته به مړاوې او وچې شي! او بیا الله خبر چې کله به دا ځورېدلی او کړېدلی ولس د آرام ساه اخلي! او ددې ټولو بدبختیو او کړاوونو اسلامي، ملي او تاريخي مسولیت به  د هغه چا په غاړه وي چې دغه ناولی تړون یې لاسلیک کړ!

د خپلواک، سوکاله او ډاډمن افغانستان په هیله.

د افغانستان با احساسه محصلين

۱۳۹۳/۷/۸هـ ش

2014/9/30 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x