نظــر

جنایت او سیاست د افغاني سیساتوالو له نظره

مګر مونږ یې راسته لولو جنایت او سیاست د افغاني سیساتوالو له نظره

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

زمونږ معاصر نسل په سیاسي ژوند کې داسې ګلونه وکرل چې ریبونکي ته پکې د لو پر مهال د اغزو پرته هېڅ شی په لاس نه شي ورتللای.

افغاني سیاستوال پکې دا مشکل نلري چې هغوی غلطۍ کوي، د نړۍ هر سیاستوال غلطۍ کوي. د افغاني سیاستوالو پکې لویه غلطي دا ده چې هغوی پکې غلطۍ تکرار کوي، پخپله غلطۍ اصرار کوي، او دا چې پر خپلو غلطیو نه معافي غواړي بلکې خپله غلطي توجیه کوي او په غلطه یې توجیه کوي.

په دې جنګي اوږد تسلسل کې د غلطیو تکرار او توجیه افغاني ډلې په دې تهذیب ودرولي چې هغوی د مخالف طرف هر سیاست ته جنایت وايي او خپل هر جنایت ته سیاست!

پرون په افغانستان کې د شوروی پلوو ډلو ظلم او استبداد خپل نهایت ته ورسید ولې کله چې هغوی د ملت د مقاومت په وړاندې ناکام شول بیا له شوروی دوستانو نه نظامي مداخله او ملاتړ مطالبه کړ او هغوی ته یې شوروی دوستان ویلې. شوروی د دوی خپل هېواد وال وژل او کلي یې ورته ورانول او په دې اړه دغه ډلې (خلق او پرچم) د شوروی د مظالمو توجیګر و.

دوی په ګډه اته کاله پخپل ملت باندې خپل او د شوروی جنایت توجیه کړ او هغه ته یې سیاست ویلی او هغه یې توجیه کاوه.

مقابل طرف مجاهدینو بیا دې جنایت ته جنایت ویلې ولې کله چې همدا مجاهدین کابل ته ننوتل هغوی پخپل ملت باندې د پرونیو خلقیانو په شان د جنایت تبۍ راښکته کړه ولې هغوی پکې د خپل پروني دریځ خلاف خپل جنایت ته سیاست ویلې.

نن په کابل کې همدا ټولې ډلې چې افغانستان یې وران کړی دی او هغه یې د یووالي حد نه هم ښکته بد اقتصادي حالت ته کوز کړی، نن په کابل کې دغه ټولې ډلې د امریکا حضور او په ملت باندې ظلمونه توجیه کوي او وايي چې که امریکا او کومک یې نه وای مونږ به پولیس او اردو او دا راروانې پروژې له کوم ځایه تحویل کړو.

که په دې اړه د دې ملت یوه برخه خلک چې د جنایتونو سلسله نلري هغوی پکې دغسې استدلال وکړي بیا یې هم د یوه ساده لپاره خبره او استدلال رنګ لري ولې دا چې دا خبره هماغه ډلې او مشران کوي چې د دې هېواد دا بد حالت ټول د هغوی د احمقانه کردار نه منبع اخلي او په ټولو جنایتونو کې برخه ده دا پکې ډېره مسخره ده.

نن د امریکا د نظامي تر چتر لاندې ټول هغه کسان راټول شوي چې شل کاله مخکې یې د شوروی حضور د امریکا د مقابلې په پلمه توجیه کاوه یا یې د شوروی حضور اشغال او جنایت ګاڼه ولې نن دغه دوه متضادې ډلې پخپلو کې د امریکايي بادارانو د ډالرو پټې تړلې دي، نه څه ویني او نه څه اوري او همدا یوه خبره کوي چې دا امریکائیان مونږ له طالبانو نه ژغوري او هغوی باید دلته پاتې شي.

د امریکا د حضور او هډو لپاره پکې جرګې غواړي او حضرت مجددي خو پکې د مخالف دریځ له مخې خپل ولی نعمت کرزي ته (دهمکي) هم ورکوي بلکې د دې پورته پکې د یوه شیطان وجدان له مخې له دغو امریکائي لښکرو سره امنیتي تړون ته تیاری نیسي ترڅو افغان سپکونکي او وژونکي امریکائیان پکې څوک محاکمه او یا هم تعقیب نکړي که څه هم د چا په کور ور دننه شي او د چا ناموس ته هم سپک وګوري.

تاسې له دې پوه شئ چې افغاني ډلې په سیاست کې کوم جنایت ته رسیدلي دي او نن دا ټول د خپل بدنام سیاست یوه برخه ګڼي او طالبان چې د دې امریکائيانو د حضور مخالف دي هغوی بیګانه.

په افغانستان کې نن یو طرف د امریکا د قوماندې لاندې خپل ولس وژني او بل طرف امریکا سره د جنګ په پلمه امریکائیان او افغانان وژني ولې بیا هم هر طرف پکې مقابل ته جنایت کار او خپل ځانته سیاستمدار وايي.

که لږ په دې رابطه زیر شو نو هېڅوک په دې انديښنه کې نه دي چې علی الاقبل د شل کلونو غلطیو او سیاستونو انجام دا شو چې پکې افغانان د هر طرف نه وژل کېږي او څوک یې په مرګ او وژلو حساب هم نه کوي بلکې ملت ته هر طرف دا روحیه ورکوي چې د بل طرف په زیاتو مړیو او بد رنګه پيښو کې یې ډاډه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x