fbpx

خدای ته پر سجدې سزا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۸مه ۱۳۹۳ل): د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس د دوشنبې په ورځ د امریکا د فټبال لوبډلې «کینس چیفس سيټي» مسلمان لوبغاړی حسین عبدالله ته له دې امله سزا ورکړې چې د ګول کولو وروسته يې په خوښۍ کې  سجده کړې.

راپور کاږي چې عبدالله د لوبې په څلورم پړاو کې د نوي برتانیې پيټريټس سره د سیالۍ پر مهال ګول وکړ او تر ګول وروسته له ډیرې خوښۍ خدای ته په سجده شو خو لوبڅار دا کړنه د قوانینو خلاف عمل وباله او نوموړي ته يې سزا ورکړه.

عبدالله په اړه ویل کیږي چې د ښه لوبغاړي سربېره خورا تقواداره ځوان دی او  تر دې وړاندې په ۲۰۱۲ز کال کې د لوبو پر مهال يې ځينې سیالۍ پرېښوې او د حج فریضې ادا کولو لپاره مکې ته ولاړ.
ال
له ته پر سجدې او دعا کولو باندې سزا  ددغې لوبې مسلکي کسانو نېوکه کړې او ویلي يې دي چې په زنګونونو باندې کیناستل دعا کول د قانون خلاف کړنه نه ده.

په ټولنیزو رسینو کې هم د لوبڅار له لورې نوموړي ته سزا ورکولو باندې نیوکه کړې او دا يې یو متعصبانه چلند بللې.

تر دې وړاندې هم یو مسیحي لوبغاړي ورته عمل کړی و، خو لوبڅار هيڅ ډول سزا نه وه ورکړې.

د ټولنیزو رسنیو فعالین وايي چې که لوبڅارونکي  دعا  یا خدای ته سجده کول د قانون خلاف عمل بولي نو باید هغه مسیحي لوبغاړی ته چې ورته عمل يې تر ګول کولو وروسته کړی و،  هم باید سزا ورکړې وه.

امریکايي رسنۍ وايي چې د فټبال ملي اتحاديه به د لوبڅار دغه کړنې په اړه ډير ژر وضاحت ورکړي چې دغه عمل یې په قصدي توګه کړی و، که په غلطۍ سره.

د یادونې وړ ده چې په لویدیځو هېوادونو کې د مسلمانانو سره د متعصبانه چلند په اړه زیات راپورونه ورکول کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د