نظــر

د جلال آباد د کابل بانک د پیښې په اړه څومهمې یادونې

jalalabad_attacker_captured_by_policeد روان لمریز کال په لمړیو کې په جلال آباد ښار کې د کابل بانک پر سیمییز دفتر باندې پداسې حال کې چې دولتي عسکر او پولیس د تنخواګانو په اخستلو بوخت وه د طالبانو له لخوا فدایي ولسوال برید ترسره شو چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ولایت د ځینو لوړ پوړو امنیتي چارواکو په ګډون تر یو سل او پنځوسو څخه زیات په اصطلاح د ملي اردو او پولیسو سرتیري او د بانک کارکوونکي مړه

او ژوبل شول او د پیښې په ځای کې یو زخمي فدایي ځوان د دولت لخوا اسیر شو.

ددې برید جزیات په بانک کې د نصب شوو امنیتي کامرو په واسطه عکاسي شوي وه چې ځینې خاصې او محدودې برخې یې د ویډیو په شکل کې د دولت لخوا خبري رسنیو ته د نشر لپاره وسپارل شوې.

پدې لنډې او مختصرې ویډیو کې یو ځوان چې د ملي اردو یونیفارم یې اغوستی دی پداسې حال کې لیدل کیږي چې ټوپک په لاس د بانک دننه دهلیز کې د بانک مراجعین او کارکوونکې یو یو له نظره تیروي او په ځینو باندې ډزې کوي او له د دې دنیا څخه یې رخصتوي.

د ویډیو په پای کې همدغه ځوان چې ځان زرعجم خان معرفي کوي د پولیسو په ولکه د ځینو اعترافاتو په حال کې لیدل کیږي پداسې حال کې چې په بدن یې د زخمونو او شکنجې نښې له ورایه ښکاریږي.

د دې ویډیو له نشریدلو څخه وروسته د ځینو لیکولانو او سیاسي شنونکو غوا لنګه شوه، او په ګڼو ویب پاڼو، ورځ پاڼو، مجلو او خبري رسنیو کې پرې بلا زیاتې تبصرې او شننې وشوې.

خو په ډیر تاسف سره چې ځینو لیکوالانو او شنونکو د خپلو شخصي مجبوریتونو او ګټو لپاره د شننې او تحلیل د اصولو په خلاف نوموړې پیښه خلکو ته داسې غلطه او ناسمه انځور کړه چې ګواکې طالبان په خپلو عملیاتو کې عام خلک وژني او له وژلو څخه یې خوند اخلي.

دغو لیکوالانو او شنونکو داسې له واقعیته لرې، یو طرفه او د شخصې مفاداتو پر بنسټ ولاړ قضاوت کړی دی چې هیڅکله د یو آزاد او مسلمان ضمیر او وجدان درلودونکي انسان سره نه ښايي.

د دوې تر ټولو ستره تیروتنه دا ده چې لدوی څخه یوه هم له دولت نه د پاتې ویډیو په هکله وضاحت ونه غوښت پداسې حال کې چې دغه جګړه له غرمې څخه مخکې پیل او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ خو دولت تنها د یوې نیمې دقیقې وخت په اندازه ویډیو نشر کړه او بس.

آیا د بانک کامرو تنها د همدې یوې نیمې دقیقې د ویډیو ثبتولو ظرفیت درلود؟!!

دا خبره په ښکاره ډول پدې دلالت کوي چې پاتې د څو ساعتونو د جګړې ویډیو د دولت په تاوان او د طالبانو په ګټه وه ځکه یې دولت له نشرولو څخه ډډه وکړه.

د دغو لیکوالانو بله تیروتنه دا ده چې دوی د وژل شوو کسانو لباس ته په کتلو سره دا ویل چې وژل شوي کسان ټول ملکي عام افراد دي نه دولتي عسکر او پولیس!!!

عجیبه دلیل او عجیبه قضاوت!!!

که خبره تنها د لباس وي نو بیا خو د زرعجم خان په نوم په ملکي لباس کې نیول شوی کس هم هماغه کس نه دی کوم چې په ویډیو کې د ملي اردو په جامه کې د ډزو کولو په حال کې لیدل کیږي.

او دا چې دولتي عسکر ولې د معاشاتو اخستلو لپاره په رسمي لباس که نه وه راغلي دا هم د طالبانو له ویرې څخه، ځکه نن سبا دا خبره له هیچا پټه نه ده چې د کابل د بلواک دولت ملکي او نظامي پرسونل د طالبانو له ویرې څخه په رسمي لباس کې خپلو وظیفو ته نشي تلای بلکې خپلې دریشۍ یې په کڅوړو کې په تخرګ کې نیولې وي او ځینو خو یې د کار په ځای کې پرې ایښې وي او د کار ځای ته له رسیدلو څخه وروسته یې اغوندي، په خاص ډول د اردو او پولیسو سرتیرو ته خو چې د زمري زړه ورکړې بیا به هم له وسلې پرته په عسکري یونیفارم کې له کوره څخه بهر نشي حتې په یوازې ځان له وسلې سره هم نشی را وتلای.

پاتې شو د زرعجم خان اعترافات، پدې اعترافاتو باندې هیڅ عاقل انسان دلیل نشي نیولای ځکه نوموړی له یوې خوا په جګړه کې ټپی شوی دی او له بلې خوا له دښمن سره اسیر دی او داسې بې دینه او بې ناموسه  دښمن سره چې هیڅ قسمه قانون ته ژمن نه دی او پداسې حال چې نوموړي یې تر یوسل او پنځوسو څخه زیات ملګري ور وژلي او ټپي کړي دي، ددې شرایطو په نظر کې نیولوسره د زر عجم خان خبرې په هیڅ قانون کې د دلیل نیولو وړ نه دي.

راځو دیته چې آیا دغه د دولت لخوا چاڼ شوې ویډیو په ريښتیا سره د طالبانو په تاوان او د دولت په ګټه تمامه شوه؟

د دولت لخوا د دې ویډیو په نشرولو سره سړي ته هاغه د موسی علیه السلام په وړاندې د قارون لخوا جوړه شوې دسیسه ورپه زړه کیږي په کومه کې چې قارون یوه بې لارې ښځه د سرو او سپینو زرو په وعدې ورکولو سره وهڅوله ترڅو د یوې غونډې په ترڅ کې په موسې علیه السلام باندې لدې سره د بدلمنۍ تور پورې کړي، خو چې الله پاک چاته عزت ورکول غواړي نو د دښمن په لاس یې هم ورکولای شي، همغه وه چې یادې شوې ښځې په هغې غونډې کې چې د قارون لخوا جوړه شوې وه د خلکو په وړاندې اعلان وکړ: چې ماته قارون داسې داسې ویلي تر څو موسی علیه السلام بدنام کړم خو موسی بلکل پاک او سپیځلی انسان دی.

باور وکړۍ د کابل د دولت لخوا د دې ویډیو نشرولو د موسی علیه السلام په وړاندې جوړې شوې دسیسې ته ورته  سرچپه پایلې درلودې.

دولت غوښتل خلکو ته وښيي چې د طالبانو دښمني له عوامو سره ده ځکه یې پدې پیښه کې یې عام بې ګناه خلک وژلي دي خو ناببره د دوی لخوا د ننګرهار والي ـ د امریکایانو بلدوزر- ګل آغا شیرزی راپورته شو او د نوموړې پیښې په هکله په یوې جوړې شوې خبرې ناستې کې یې د دولت او د دولت لخوا د اجیرو لیکوالانو او شنونکو لخوا د ملت په سترګو کې د خاورو شیندلو ټولې هلې ځلې له خاورو سره خاورې کړې او د درواغجنو مخونه یې د تل لپاره تور کړل، هغه په صراحت سره وویل: په دې پیښه کې اته اویا کسان تپي او څلویښت کسان وژل شوي دي چې په وژل شوو کې پنځه عام وکړي او نور ټول د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیري دي. د دې وینا د کتلو لپاره دې لینک ته ورشۍ:

{youtube}TMoPpJGpT3I{/youtube}

اوس مونږ په پیښه کې د وژل شوو کسانو په هکله د کابل د چارواکو او د زړه په غوږونو او سترګو د کڼو او ړندو لیکوالانو او شنونکو خبرې ومنو او که د پیښې په سیمه کې د همدې بلواک دولت لخوا د مسؤول والي خبره؟؟!!!

دلته دا خبره هم د پام وړ ده چې دا جکړه پداسې ورځ شوې ده چې هغه د اردو او پولیسو د معاشاتو د توزیع کولو لپاره ټاکل شوې ورځ ده او عامو خلکو ته پدې ورځ بانک ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي.

د شیرزي څرګندونې او د کابل د چارواکو لخوا د څو ساعتونو د جګړې د ویډیو اکثره برخه پټول او تنها د یوې نیمې دقیقیې ویډیو نشرول دا څرګندوي چې په پیښه کې له ذکر شوو شمیرو څخه لا زیاتو دولتي عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ځکه چې شیرزی لکه د کابل د نورو چارواکو په شان په درواغو کې نړیوال شهرت لري او تل د خپلو تلفاتو له شمیرې څخه اقلاٌ یو صفر کموي، یانې له ۲۰ شلو څخه ۲ جوړوي، دلته چې شیرزي د پنځه دیرش دولتي سرتیرو د وژل کیدلو منلې ده لدې څخه دا جوتیږي چې اصلي شمیره څو چنده زیاته ده.

زما په اند تر اوسه چې طالبانو د خپل ځان او په خاص ډول د فدایانو د سپیناوي په هکله څومره فلمونه راویستلې دي، دا ټول پدې برخه کې دومره کامیاب نه دي لکه څنګه چې د کابل د بلواک دولت لخوا نشر شوې دغه ویډیو ده، او دا په طالبانو بلکې په ټولو دیندارو افغانانو د الله پاک خاص فضل او مهرباني ده چې د دین او وطن دښمنان یې په خپله د دوی په لاس رسوا کړل اویې شرمول.

الله پاک فرمایی: ) وَقَدْ مَكَرُواْ مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ(

ترجمه: هغوى خپلې ټولې دسيسې په كار واچولې خو د هغوی د هرې دسيسې خنثى كول له الله سره وو كه څه هم چې د هغوی چلونه داسې قوي وو چې غرونه پرې له ځایه ه بیځایه شي (يانې د هغو چلونه خو داسې قوي نه وو چې غرونه پرې له ځایه بې ځایه شي يانې د خداى د محكمو فيصلو مخه ونيسي)

په جلال آباد کې د کابل باندې دې پیښې او ورسره نشرشوې ویډیو ځینې حقایق نور هم څرګند او واضحه کړل چې غواړم په لنډو ټکو کې ورته اشاره وکړم:

۱- دې پیښې وښودله چې طالبان د مادي او دنیوي ګټو لپاره نه جنګیږي بلکې یوازینۍ موخه یې د صلیبیانو په لاس د جوړ شوي نظام ړنګول او په ځای یې د سوچه اسلامي نظام راوستل دي، ځکه یې له بانک نه د اموالو د ویستلو هیڅ کومه هڅه ونکړه.

۲- د دې ویډیو په لیدلو سره د فدایانو په مقابل کې د کابل د حکومت ډیر تبلییغات او افواهات غلت او ناسم ثابت شول، لکه دا چې فدایان د نشې په حالت کې فدایي برید کوي او یا له راتګ څخه مخکې ورته احساساتي تقریرونه وشي چې بیا هغه په ځان نه پوهیږي او ځان ته انفجار ورکړي او یا داچې له لیرې څخه د ریموټ په واسطه انفجار ورکول کیږي دا او دې ته ورته نور ډیر افواهات د جنګ په حالت کې د زرعجم خان په تقریبا آرامه او په هوش کې لیدلو سره ناسم او له درواغو ډک وختل.

۳- په ویډیو کې فدایي ځوان پداسې حالت کې ښکاره کیدل چې د دښمنانو په منځ کې په یواځې ځان ولاړ دي او د خپلې خوښې کسانو یو یو بیلوي او حتې یوکس له څټه رانیسي او را کاږي یې او بیا ضربه نه بلکې یو یو منفرد ډز ورباندې کوي  دا د فدایانو د اوچت مورال، پوره شجاعت او میړانې ښکارندويي کوي.

امریکایي عسکرو ته چې د زمري زړه ورکړې د مجاهدینو په منځ کې به پداسې شکل ونه دریږي او که ودریږي بیا به یې خیر هم نه وي.

۴- دې ویډیو دا جوته کړه چې طالبان او په تیره فدایان د خلکو د وژلو پر مهال له پوره دقت څخه کار اخلي او دا نه خوښوي چې د بیګناه خلکو خون واخلي له همدې کبله دغه فدايی ځوان خلک چاڼول سره لدې چې پوره باوري وه چې پدې ورځ عامو خلکو ته بانک ته د ننوتلو اجازه نشته خو بیا یې هم د زړه شک ویستلو، پداسې حال چې پدې کار د دې احتمال موجود وه چې خپل هدف ته له رسیدلو څخه مخکې د دښمن له خوا ونیول او یا ووژل شي.

۵- په ویډیو کې ډیرې ښځې د فدايي له مخې د تیریدلو په حال کې لیدل کیږي خو فدایې ځوان په یوې هم دز ونکړ، دا کار ښځو ته د دښمنانو د تبلیغات په خلاف د طالبانو لخوا د پوره درناوي او احترام ښکارندويی کوي سره لدې چې پدې کار سره ډیر هغه خلک خفه شول چا چې دغه ښځې له نږدې څخه پیژندلې ځکه د دغو ښځو ډیری برخه د استخباراتو او پولیسو ارتباطیانې او کارکوونکې وې او تر نرانو څو چند زیاتې د دین او وطن دښمنانې وې.

۶- لدې پیښې څخه د فدایي واسکټ د درلودلو باوجود د فدايي ځوان ژوندي وتل او بیا دا څو میاشتې  له دښمن سره په اسارت کې ژوند کول دا خبره جوته وي چې مرګ په جهاد او جنګ پورې ندی تړلی بلکې مرګ چې څرنګه انسان ته په تقدیر کې لیکلی وي په هماغه وخت او همغه طریقې به مري، نو باید چې مسلمان له جهاد څخه هیڅکله ونه ویریږي چې ګنې مړ به شي، ځکه که چیرې په جهاد کې مرګ خامخا وای نه فدايي خو به هیڅکله ژوندی وتلی نه وه، د دې لپاره چې شهادت ته هغه په پوره توګه تیاری نیولی وي او همدا یې ستر هدف وي.

۷- د زرعجم خان اسیر کیدل دا ثابتوي چې فدایان خودکش او ځانمرګي نه بلکې دشمن کش او دښمن مرګي دي، او کله چې د دښمن د وژلو موکه په لاس ورنشي نو بیا ځان په دنیا کې تکلیفونو ته ورکوي خو خپل آخرت نه خرابوي.

ځکه هر فدایي ته مخکې له عملیاتو څخه په کراتو مراتو دا فقهي قاعده اورول کیږي چې د فدایي عملیاتو موخه باید د دنیا له کړاونو څخه ځان خلاصول نه وي او حتې زر تر زره جنت ته تلل هم نه وي او آن چې لکه د سیاف رباني او نورو پخوانیو مجاهدینو او اوسنیو ډاکوانو او منحرفینو په شان د سبا ورځې انحراف څخه د ځان ژغورل هم باید د فدایي هدف نه وي بلکه یواځینې هدف یې دښمن ته د ډیرو تلفاتو اړول وي او داسې تلفات چې له فدایي برید نه پرته په دومره لږ ځاني او مالي مصرف سره امکان ونلري، که چیرې دا مهم شرط له څو نورو شرطونو سره پوره نشي نو بیا فدایي برید کول د شریعت له نظره صحیح نه دی.

له همدې کبله کله چې زرعجم خان ته د دښمن په منځ کې د ځان الوزولو موکه په لاس وره نغله او له یوې خوا ټپي وه او له بلې خوا مرمۍ ورسره خلاصې وې نو د موبایل له لارې د خپلو مشرانو له اجازې اخستلو څخه وروسته یې احتمالي نیولو ته په بې ګټې ځان الوزولو ترجیح ورکړه، ځان ته یې انفجار ورنکړ بلکې فدایي واسکټ او عسکري لباس یې وغورځول او د پیښې له ځای څخه یې د خپلې وسې په اندازه د وتلو هڅه وکړه چې متاسفانه پدې هڅه کې بریالی نشو او ونیول شو.

۸- او مهمه دا چې د دولت لخوا د دې ویډیو نشرولو او په پیښه کې د عوامو د وژل کیدلو ډنډورو او بله خوا د شیرزي اعتراف نور د خلکو په وړاندې د دې کذاب دولت او د دوی د اجیرو لیکوالانو او شنونکو اعتبار بلکل ختم کړ په تیره بیا د وژل شوو او ژوبلو کسانو اړوند سیمو د خلکو په وړاندې، ځکه هغوی خپل وژل شوي کسان پخپله پیژني نه د کرزي په خوله.

له همدې کبله اوس چې کله دولت په کومه پیښه کې د طالبانو لخوا د عامو ملکي کسانو د وژلو ادعا وکړي نو خلک سره وايي: کیدای شي دا هم په کابل بانک کې د وژل شوو عوامو په څیر عوام وي!!!

دا دې دا اوس اوس مو خبر تر لاسه کړ چې زرعجم خان او ورسره یو بل مجاهد قاری صاحب مطیع الله چې د همدې پیښې په ارتباط نیول شوی وه د کابل د رسمي غلو او په نړیواله توګه پیژندل شوو رشوت خورو قاضیانو د ژوبڼ په اصطلاح  د سترې محکمې له پریکړې او د بلواکه سرکوزي کرزي له لاسلیک څخه وروسته نوموړي د اسلام سرښندونکي خپل وروستي او ستر هدف ته ورسیدل او شهیدان کړل شول او د همدې پیښې په اړه یو بل مجاهد داد محمد صاحب ته د شل کاله بند سزا واورول شوه.

الله پاک دې د نوموړو شهیدانو روح ښاد او یاد یې په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکلی لري او بندي زمري دې الله پاک زر تر زره آزاد او خپلې کورنۍ ته روغ جوړ ستون کړي.

له موکې څخه په استفادې سره د نوموړو شهیدانو کورنیو، خپلوانو، او دلارې ملګرو ته د دوی د شهادت مبارکي وایو او د زړه له کومې ورسره غمرازي کوو او الله پاک څخه ورته د زړه د صبر او په آخرت کې ورته د رسول الله په خوله د شهیدانو د خپلوانو لپاره د بیان شوي لوی اجر او ثواب غوښتنه کوو.

باور وکړۍ تاسو ته الله پاک ډیر ستر او اوچت افتخار او ویاړ در وباښه چې هر خفاش او شوپرک یې له درک او پیژندلو څخه عاجز دی.

وویاړۍ چې ستاسو زامن او خپلوان الله پاک پداسې لار کې قبول کړل په کومې کې چې د رسول الله علیه الصلاة والسلام وینې مبارکې توی شوې دي او په زرګونو صحابه کرامو او په لکونو مسلمانانو خپل سرونه پکې قربان کړي دي

یقین وکوۍ چې شهادت نه په زور دی نه په زر، نه په علم دی نه په هنر، او که وای نو رباني، سیاف مجددي او د دوی امثال به اوس د شهیدانو سرداران وه.

په پای کې الله پاک ته دعا کوم چې د دغو پاکو شهیدانو د وینو په برکت نور د صلیبي ښکیلاک نسکوریدلو ته نږدې د ظلم او استکبار کاسه پوره نسکوره کړې او په ګران وطن کې یو ځل بیا له پخوا څخه لا ښه سوچه اسلامی امارت د عالیقدر امیر المؤمین تر مشرۍ لاندې راولې او د مسلمانانو موجوده غمونه په خوشالیو او ښادیو بدل کړې.آمین یا ناصر المجاهدین

په ګران وطن کې د سوچه اسلامي نظام د راتلو په هیله.

ليكوال: عبد الرحمن ابراهيم خيل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x