نظــر

د امنیتي تړون لاسلیک او څو خبرې /- ذاکر جلالي

ذاکر جلالي
تقریباً له ۲۰۱۰م کال راهیسې د دې تړون پر سر خبرې روانې وې. د ټولنې پاموړ برخه یې مخالفه وه او ده، یوازې څو تنه –چې له دې تړون سره یې شخصي گټې تضمینېږي- د ژر تر ژره لاسلیکېدا پلوي يې دي. دا تړون خو ډېر مهم دی، هر چا ته یې له خپلې زاویې، ولې یې ولسمشر نه لاسلیکوي؟ که دومره مهم نه دی چې ولسمشر یې لاسلیک نه کړي، نو دا لس کاله چې دلته بهرنیان پاتېږي، دا څه وړه خبره ده؟ استدلال داسې وشو چې گواکې له امریکايي اړخه یې سفیر دی، له دې خوا هم باید یو ټیټ پوړی چارواکی وي. کله چې یوه هېواد داسې تړون لاسلیکوي چې په پایله کې به یې هر کال څلور نیم ملیارده ډالره ترلاسه کوي، ولې یې ولسمشر له مقابل ولسمشر سره په شاندارو مراسمو کې نه لاسلیکوي؟ ولې د دې تړون لاسلیکېدا ته چارواکي نه چمتو کېږي؟
د حامد کرزي په حکومت کې د کلیو پراختیا، بیا د ښوونې او روزنې او وروسته هم د کورنیو چارو وزیر، حنیف اتمر د اشرف غني په ټیم کې د کورنیو چارو وزارت لپاره په پام کې نیول شوی و، ولې داسې په عجله ملي امنیت مشاور شو او د تړون لاسلیکېدا یې لومړنۍ دنده شوه؟ ولې د بهرنیو چارو او د ملي دفاع وزیران د تړون له لاسلیکېدا نټه کوي؟
نن په ارگ کې د تړون د لاسلیکېدا په غونډه کې د خبریالانو یوه پوښتنه هم ځواب نه شوه، ولې؟ ولې دواړو اړخونو د تړون پر تتو څنډو لازمه رڼا وانه چوله؟
دا هر څه ولې دومره گونگ؟ که دا تړون د افغانستان لپاره حیاتي وای، د افغانستان اوږدمهاله گټې يې گرنټي کولای، په افغانستان کې یې سوله او ثبات تضمینولای؛ نو بیا ولې د دې «گټور” تړون لاسلیکېدا ته هېڅوک تیار نه دي؟ د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال خو ټولو نوماندو په یوه خوله ویل چې امنیتي تړون به ژر تر ژره لاسلیک کړي، اوس ولې ولسمشر اشرف غني دا شرف ځان ته نه ترلاسه کوي؟

پخواني ولسمشر حامد کرزي ولې لاسلیک نه کړ؟

حامد کرزی چې تر بل هر چا د دې تړون پر ماهیت او له امریکایانو سره په گډ کار کې ښه تجربه لري، دا تړون یې ځکه لاسلیک نه کړ چې هغه پوهېده چې دا تړون نه شي کولای د افغانانو د وژنو مخه ونیسي. کرزی پر دې ښه پوهېده چې دا تړون د جگړې ماشین لاپسې چټکوي او د سولې هیلې لا پسې وژني. د طالبانو یو عمده شرط د بهرنیانو وتل دي. کله چې دغسې یو تړون لاسلیک شي چې په پایله کې به یې دلته بهرنیان د لسو نورو کلونو لپاره مېشتېږي، بیا به څوک له طالبانو د خبرو اترو تمه وکړي؟
ولسمشر اشرف غني د لوړې غونډه کې وویل چې طالبان دې سیاسي مذاکراتو ته چمتو شي! مګر په سبا یې (نن) داسې تړون لاسلیک کړ چې طالبان به یې له امله په څو برابره زیات تعهد جگړه کوي. ولې دومره تناقض؟ ولې دومره ژر پر خپلو خبرو پښه ايښودل؟
د تړون پر ارزونې خو د ستراتیژيکو مطالعاتو مرکز کتاب هم نشر کړ، نه پوهېږم د ځینو یې پر گټو او زیانونو رښتیا هم سرونه نه دی خلاص که ځانونه نه پوهوي.

زیانونه، په ډېر لنډیز:

کله چې په لومړي ځل پخوانی ولسمشر حامد کرزي د تړون یادونه وکړه، هغه مهال یې تړون نه باله. «دایمې اډې» يې ګنلې. کله یې چې د افغانانو حساسیت ولید، بیا یې ویل چې موږ هېڅ ځای کې دایمې اډې نه لرو. نن اشرف غني هم ویل چې د بېس خبره ناسمه ده. دغه ځواکونه به نو بيا چېرته پراته وي؟
– د راتلونکو لسو کلونو لپاره د افغانستان نهو مهمو ستراتيژيکو سیمو کې به امریکايي پوځیان نهه پوځې اډې ولري. تړون کې ویل شوي چې دوی به «ترهګرۍ ضد» عملیات هم کوي؛ نور توضیح نه شته.

– امریکايي ځواکونه به قضايي مصوونیت لري. یعنې دوی چې دلته کوم جرمونه کوي، د افغانستان حکومت به یې د محاکمې صلاحیت ونه لري؛
– امریکايي سفیر وايي چې د دوی د پاتې کېدونکو ځواکونو ماموریت به د افغانستان د پولو ساتنه نه وي. یعنې که د مثال په ډول د پاکستان له خوا راکټونه راځي، دفاع یې د امریکايي ځواکونو مسئولیت نه دی؛

– د تړون په هېڅ برخه کې دا تضمین نه شته چې امریکا به هر کال افغان حکومت سره څومره مرسته کوي؟ دا جوته نه ده. تړون کې يې ویلي چې موږ به «مرسته» کوو. دا نه ده په ډاگه شوې چې څومره مرسته به کوي. دا ټول هغه څه دي چې بدگومانۍ او شکونه راپنځوي.

– امریکايي ځواکونه حق لري چې افغانستان کې «ترهگرۍ ضد» عملیات وکړي؛ خو دا عملیات نه دی تعریف شوي چې “ترهگر” څوک دي؟ د تړون د سریزې په نهم بند کې راغلي چې له «ترهګرۍ » سره د مبارزې په موخه. مګر په دې تړون کې د «ترهګرو» لپاره روڼ تعریف نه شته. دوی په خپله اعتراف کوي چې افغانستان القاعده نوره نه شته؛ طالبان دوی “ترهگر” نه بولي. نو دا جگړه د چا پر ضد کوي؟

– جگړه امریکايي ده؛ خو تلفات به یې افغاني وي. دغه لس زره امریکايي پوځیان به په خپلو نظامي اډو کې مېشت وي، په پرمختللې ټکنالوژۍ به په سیمه کې خپل رقیبا څاري؛ تلفات به د افغان عکسر او افغان طالب وي.

– افغانستان کې امریکایان نهه پوځي اډې په نهو ستراتیژیکو نقاطو کې د سیمو د کنټرول لپاره غواړي، دا کار به په افغانستان کې د سیمه ییزو قدرتونو د لازیاتو لاسوهنو لامل شي، چې پای به د جگړې اور لا ژبغړاندی شي؛

– د دې تړون په لاسلیکېدا سره د سولې هیلې لا پسې مړاوې کېږي. طالبان د بهرنیو په شتون کې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي. کله چې دلته د لسو زرو امریکايي ځواکونو شتون یقیني شو، بیا نو د مذاکراتو اړتیا نه پاتې کېږي.

د تړون د لاسلیک ننګینه غونډه

نن چې په ارگ کې د تړون د لاسلیک په موخه غونډه رابلل شوې وه، د غونډې پر عمده گډونوالو عجب سایکولوژیکي حالت مسلط و. پر ولسمشر د دې لاسلیک او په دغسې یوه غونډه کې د ودرېدو تاثیرات له واریه څرگند و. د دې تړون د لاسلیک «شرف» لپاره حنیف اتمر نوماند و! دا اتمر و چې دا کار یې وکړای شو، کنه دا څو ورځې د نوي نظام دننه یې په اړه ناندرۍ روانې وي چې څوک به یې لاسلیکوي.

د تړون د لاسلیک پر مهال ولسمشر، اجراییه رئیس او د دواړو چارواکیو دواړه مرستیالان ورسره جهادي مشران د امضاکوونکو تر شا ودرېدل. د غونډې ویاند، فاروق وردگ وویل چې «دغه مشران دې شاته ودرېږي، تر څو ښکاره شي چې افغان ولس د دې تړون لاسلیکېدا غواړي». د فاروغ وردگ منطق ته انسان حیران شي، ایا رښتیا هم افغان ولس د دې تړون پلوی و؟! فاروغ وردگ درواغ وویل!

ولسمشر اشرف غني هڅه کوله چې ولس ته ډاډ ورکړي. د ولس د غولونې لپاره یې د مساجدو یادونه کوله، ته وا زموږ مقدس اماکن یوازې او یوازې مساجد وي. اشرف غني جدي نه غږېده، یوازې يې همدا ویل چې دا تړون په گټه دی؛ خو مشخصو ټکو ته یې اشاره نه کوله. اشرف غني يې د لغوې په اړه وویل: «که زموږ خاوره جدي خطر سره مخ شي، بیا موږ خاصه غوښتنه کولی شو. زموږ غوښتنه به تر جدي توجه لاندې ونیول شي.» که دا تړون په گټه وي او ولس رښتیا هم ډاډمن وي ولې يې د لغوې خبر په دا پیل کې کېده؟ اشرف غني يې د لغوې په اړه هم کومه سپينه خبره ونه کړه، یوازې يې همدومره وویل چې موږ به «ځانګړې غوښتنه» ولرو.

د اشرف غني په خبرو کې پل ټکی دا و چې هڅه یې کوله چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د دې تړون اصلي زمینه ساز معرفي کړي. دا ټول یو ډول مسئولیت فراري وه. د ټولو کوښښ دا و چې پړه پر ټولو واچوي او هېڅوک یوازې سر دا مسئولیت په غاړه وانه خلي.

لومړنی غبرگون

ټولنیزو رسنیو کې به نن چارواکو د افغانانو غبرگون لوستی وي. دا ولسي ځواب و د دې تړون لاسلیک کوونکو او پلویانو ته. تقریباً ټول فېسبوکي فعالان له دې پېښې غمجن و. ټولو دا کار هېوادپلورنه وبلله. چا سره یې د دفاع او ملاتړ توان نه و. ټولو په یوه خوله دا تړون رداوه. هغوی چې یا یې سیاسي مجبوریتونه لرل او یا یې هم هسې د تړون پلوي کړې وه، نن پکې د دفاع یا توجیه توان نه و. شاید په بلې پېښه کې په افغاني فېسبوک کې داسې د نظر یووالي نه وي رامنځ ته شوی. دا د فکر یووالی رښتیا هم بې‌بېلگې و. د دوی غبرگونونو په زغرده ښوول چې د ولسمشر له دې کاره څومره ماڼیجن او ورته کرکجن وبرېښېد.

دغه فعالان د ولس استازي وو. دا یو ولسي غبرگون و. د اشرف غني پر فکر، شخصیت او حکومت لعنتونه وویل شول!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x