ټکنالوژي

نوی موټرسایکل، یو ټایر، سپک او بې‌غږه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،تلې ۹مه، ۱۳۹۳ل): ټیکنالوژۍ د موټر سیکلو په برخه کې د پام وړ بدلون راوستلو سره هم سفر آسانه کړی او هم يې اندازه کوچنۍ شوې. اوس د دوه ټایر لرلو پر ځای یو ټایر لرونکي موټر سیکل جوړ شوي.

امریکايي رینو موټرز (Ryno Motors) او برتانوي اییر ویل (Airwheel) کمپنۍ الیکټرک یوني سایکل (Electric unicycle) بازار ته وړاندې کوي چې د ګایروسکوپ (gyroscope) ټیکنالوژی شاهکار به وي.

دغه ارزانه، کوچنی او نوی موټر سیکل چلولو لپار د هنډل ضرورت نشته یعني د موټر سیکل ټایر هم دغه موټر سیکل چلوي او هم يې سرعت کنټرولوي.

دغه موټر سیکل کې لګول شوي انټرنل اسټیبلایزر (Internal stabilizers) يي سرعت ۱۲ کیلو مټره في ساعت کې محدود ساتي. دغه موټر سیکل په عام ډول د لنډ او نژدی سفر لپاره استعمالیږي.

د لندن په ښارونو برمنګم، مانچسټر او لیورپول کې دغه موټر سیکل د پوستونو رسولو لپاره د پوستخاني لخوا استعمالیږي.

د دې موټر سیکل یوه ګټه دا هم ده چې د استعمالونکی لاسونه آزاد وي او کولۍ شي خپل سامان انتقال کړی او یا هم موبایل استعمال کړي.

که څوک وغواړي چې سرعت يې ډیر کړي نو خپل وزن مخکې خواته کړي او که سرعت کمول غواړي نو باید خپل وزن شا خوا ته کړي.

الیکټرک بایک کې لګیدلې بیترۍ خپل چلونکی ۴۵ کیلومټرو پورې وړی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x