افغانستان

بیړنی خبر: د کابل ښار په زړه کې دوه سرتیري بریدونه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل): له کابل ښار نه په تازه ورکړل شوي خبر کې ویل شوي نن سهار وختي دکابل ښار دوو سرښندونکو حملو ولړزاوه.

خبر زیاتوي لومړۍ حمله دکابل ښار دکارته چهار په سیمه کې دملي اردو د سرتیرو په بس موټر ترسره شوچې سپرو عسکرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې، دوهم برید د ده سبز ولسوالۍ دتره خیلو سیمې په سرک ترسره شوه چې دم ګړی یې د تلفاتو په اړه جزیات نه دي ترلاسه شوي.

دکارته چهار په سیمه کې د ترسره شوې حملې په اړه عیني شاهدان وایي برید د اردو د سرتیرو په بس موټر ترسره شوی، په پیښه کې له عسکرو پرته بل چاته کوم زیان ندی اوښتی.

دا بریدونه په داسي حال کې ترسره شوي چې تیره ورځ دامریکا او کابل حکومت ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو.

طالبانو پرون دیوې اعلامیې په نشرولو سره دا تړون په کلکه رد کړ او وویل چې دا ډول تړونونه د دوئ په فعالیتونو هیڅ اغیز نشي اچولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Afghan

سرښندونکی سه معنی ؟ ځانونه یی مردار کړل او یو سو کورنی د غم په ټغر کینولی، د یتیمانو او کونډو په تعداد کښی یی زیاتوالی راوسوت. الله چ تاسی همداسی تباه کی لکه نن چی د افغان بیا وژاړو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x